په مشهد کې د ابراهیم رئیسي د خښولو ځای چمتو شوی دی
تسنیم خبري اژانس په مشهد کې د ابراهیم رئیسي خښولو د ځای چمتو کېدو عکسخپور کړی دی او لیکلي يې دي چې ټاکل شوې ولسمشر به د علي بن موسی الرضا د زيارت انګړ کې خاورو ته وسپارل شي.
د ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو جسدونه د جنازې د مراسمو لپاره قم ته وړل شوي، هغه ځای چې د ډېری شیعه مذهبي چارواکي به ګډون پکې کوي. د الوتکې غورځېدو پېښه کې د رئیسي او ورسره مل کسانو د وژل کېدا د خبر له رسمي اعلان یوه ورځ وروسته د ایران د رهبرۍ د کارپوهانو شورا شپږمه غونډه پیل شوه. ایران پنځه ورځې عمومي ویر اعلان کړ. چارشنبه به تهران کې د رئیسي د جنازې مراسم وشي. د نړۍ ګڼو مشرانو د رئیسي او ورسره مل کسانو پر وژل کېدو د غمشریکۍ پیغامونه اعلان کړي، خو په ایران کې د ننه او بهر د رئیسي وژل کېدو ته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي.
تسنیم خبري اژانس په مشهد کې د ابراهیم رئیسي خښولو د ځای چمتو کېدو عکسخپور کړی دی او لیکلي يې دي چې ټاکل شوې ولسمشر به د علي بن موسی الرضا د زيارت انګړ کې خاورو ته وسپارل شي.
د ايران د ولسمشر ابراهيم رئيسي، د بهرنيو چارو وزير امير عبداللهيان او وسره د ملو کسانو جسدونه تهران ته لېږدول شوي دي.
ايران خبري اژانسونو د تهران په جومات کې د دوی د جنازې عکسونه خپاره کړي دي.
چهارشنبې په ايران کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په هوايي پېښه کې د ایران مړه شوي ولسمشر ابراهیم رئیسي د جنازې مراسمو کې به د دوی د حکومت پلاوی هم ګډون وکړي. ښاغلي مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي به په دې مراسمو کې برخه واخلي.

د عکس سرچینه، Zabihullah /TWITTER
د ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو جسدونه د جنازې د مراسمو لپاره قم ته وړل شوي، هغه ځای چې د ډېری شیعه مذهبي چارواکي به ګډون پکې کوي.
ابراهیم رئیسي د وروستي ځل لپاره د ۱۴۰۳ کال د مې په ۲۱ مه د حکومتي کابینې له غړو سره د ولایتي سفرونو لپاره قم ته تللی و. هغه د خپلې ولسمشرۍ په موده کې دوه ځله قم ته د ولایتي سفرونو لپاره تللی و.

د عکس سرچینه، د ایران مهر خبري اژانس
د یکشنبې په ورځ د ایران د ولسمشر د چورلکې غورځېدو پېښه کې د ولسمشر ابراهیم رئیسي په ګډون نهه تنه وژل شوي چې پنځه پکې لوړ پوړي دولتي چارواکي او درې تنه د هوايي چلن کارکوونکي وو.
په پېښه کې د چورلکې ټول عمله وژل شوې، چې د پوځ د هوايي ځواکونو غړي دي.
د ایران مهر خبري اژانس د رپوټ له مخې، د درېیو پیلوټانو په اړه تر ټولو مهم معلومات ترلاسه شوي دي.
پيلوټ جنرال طاهر مصطفوي: هغه د الوتنې اصلي پيلوټ دى او د چورلکو په الوتلو کې تخصص لري او د ولسمشر د چورلکې الوتلو مسؤل پیلوټ و.
مصطفوي په ۱۹۶۹ کال کې د هېواد په شمال د ګلستان په ولایت کې زېږېدلی، هغه دوه لوڼې، یو زوی او یوه لمسۍ لري.
جنرال پيلوټ محسن دريانوش: هغه د الوتکې همکار پيلوټ دى چي په ١٩٨٠ کال کي د اصفهان ولايت په نجف آباد ښار کې زېږېدلى دی.
هغه په ۲۰۰۰ کې ۱۴۵۰ساعته الوتنې کړې، دی دوه ماشومان لري.
برید جنرال بهروز قادري: په الوتکه کې د تخنیکي عملې غړی.
هغه د الکترو میخانیک په برخه کې تجربه درلوده هغه په ۱۹۷۹ کې د زنجان ولایت په ابار ښار کې زیږېدلی او په ۱۹۹۵ کې هوایيځواک ته داخل شوی.
هغه د همدان، چابهار او مهرآباد په هوايي اډو کې دنده ترسره کړې، هغه دوه زامن او ۷۲۰ ساعته یې الوتنې کړې دي.

د عکس سرچینه، EPA
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ایران پرضد د امریکا بندیزونه په دغه هېواد کې د هوايي چلن د خوندیتوب د ستونزو د رامنځته کېدو پړه وبلل.
لاوروف قزاقستان ته د سوداګرۍ په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د سفر پر مهال وویل: "د بندیزونو په پلي کولو سره، چې په کې د امریکا لخوا جوړ شوي هوايي تولیداتو ته د خدماتو د برخو په رسولو بندیز شامل دی، هغه د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي."
هغه زیاته کړه: "امریکایان دا ردوي، مګر حقیقت دا دی چې نور هېوادونه چې متحده ایالاتو د بندیزونو د لګولو اعلان کړی، د الوتکو په ګډون د امریکا لخوا جوړ شوي تجهیزاتو لپاره پرزې نه اخلي."
د ایراني رسنیو په حواله، رئیسي د امریکا په بیل ۲۱۲ډوله هلیکوپټره کې سپاره وو، مخکې له دې چې په یوه غره کې وغورځېده. په ایران کې د پېښې د علت د موندلو لپاره څېړنې روانې دي.
لاوروف وايي، د امریکا او ځینو نورو سترو اکمالونکو له خوا د څو لسیزو بندیزونو ایران ته دا ستونزمنه کړې چې پرزې ترلاسه کړي او یا د الوتکو بېړۍ تازه کړي.
د ایران پارلمان کې د تبریز استازي مسعود پزشکیان وویل چې د پېښې په ورځ هوا نارنجي وه او د ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو د چورلکې الوتنه باید نه وای شوې.
په تبریز کې د ابراهیم رئیسی د جنازې په مراسمو کې ښاغلی پزشکیان د ایران اسلامي جمهوریت راډیو ته وویل: "د شکایت لپاره هېڅ دلیل نشته، خو زه فکر کوم چې د ولسمشر د چورلکې الوتنه باید په دغسې موسم کې نه وی شوې. دا تېره ورځ اعلان شوی و چې هوا نارنجي ده.
د ایران د ولسمشر ابراهیم رئيسي له وژل کېدو درې ورځې وروسته، تبریز ښار کې د هغه د جنازې مراسم پیل شوي دي.
د هغه مړی به وروسته قم او بیا تهران ته ولېږدول شي او هلته به د ایران ستر مذهبي مشر ایتالله خامنهيي د چارشنبې به ورځ د مراسمو مشري کوي.
رئیسي به د پنجشنبې یا جمعې په ورځ په خپل پلرني ټاټوبي مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.
په پام کې ده چې د هغه جنازې ته به د سوریې، عراق او لبنان په شان د عربي هېوادونو سیاستوال ګډون وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Tasnim
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او د ختیځ اذربایجان ولایت د دوو لوړ پوړو چارواکو په ګډون د وژل شویو کسانو د جنازې مراسم په تبرېز کې روان دي.
د ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو چورلکه د یکشنبې په ماسپښین (مې ۳۰مه) په ختیځ اذربایجان کې را وغورځېده.
پرون سهار (دوشنبې)کله چې چورلکه وموندل شوه، د ښاغلي رئیسي او په الوتکه کې د ناستو نورو کسانو د مړینې خبر په رسمي ډول خپور شو.
په دې پېښه کې پر ولسمشر ابراهیم رئیسي او د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیرعبداللهیان سربېره، د تبرېز ښار جمعې امام محمد علي ال هاشم، د ختیځ اذربایجان والي ملک رحمتي او د ولسمشرۍ د ساتنې د قطعې قوماندان مهدي موسوي هم وژل شوي دي.
په ایران کې پنځه ورځنی ماتم اعلان شوی او نن چهارشنبه په تهران کې د ابراهیم رئیسي د جنازې د مراسمو په مناسبت رسمي رخصتي اعلان شوې ده.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او نورو حکومتي چارواکو د چورلکې غورځېدو له امله نن (سې شنبې) په ټول هېواد کې ملي ويراعلان کړی دی.
د اې پي پي خبري اژانس له مخې د سې شنبې په ورځ به په ټول پاکستان کې د دغه هېواد ملي بيرغ نيم ځوړند وي.

د عکس سرچینه، MOJ NEWS/EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK
د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د چورلکې د غورځېدو په اړه څېړنې پیل شوې دي.
د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې د علي عبدالله په مشرۍ یو پلټونکی پلاوی د پېښې ځای ته تللی دی.
د ایرنا د خبر له مخې د پلټنې پایلې به له بشپړېدو وروسته اعلان شي.
د ایران ولسمشر ابراهيم رئیسي د یکشنبې په ورځ له اذربایجان سره د ایران پر پوله د یوه بند د پرانیستلو له مراسمو د راستنېدو په حال کې و چې د ایران په شمال لوېدیځ کې یې چورلکه وغورځېده.
له ولسمشر رئیسي سره په چورلکه کې د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او نور لوړپوړي چارواکي هم موجود وو.
د ايران د ولسمشر ابراهیم رئيسي د وژل کېدو له امله د نړۍ د مشرانو د غبرګونونو په دوام کې د کاتوليکانو د کليسا مشر پاپ فرانسېس د ايران مشر ايت الله علی مانه ای ته په استولي پيغام کې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د پاپ په پيغام کې راغلي، "د وژل شويو کسانو روح ته د خدای له درباره بښنه او غمجنو په ځانګړې توګه د هغوی کورنيو ته دعا کوم."

د عکس سرچینه، Getty Images
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند متيو مېلر ويلي، د ابراهيم رئیسي د چورلکې له غورځېدو وروسته د ايران حکومت د مرستې غوښتنه کړې وه او امریکا هم ورته چمتووالی ښودلی و خو وايي د لوژيستکي دلايلو له امله ونتوانېدل مرسته وکړي.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه دچورلکې غورځېدو پېښه کې د ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو د وژل کېدو په پارد یوې دقیقې چوپتیا سره پیل شوه.
ابراهیم رئیسي یو سخت دریځه او روحاني مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ته نژدې کس بلل کېده. ځینې پر دې باور و چې هغه ښايي د روحاني مشر ایتالله علي خامنهای احتمالي ځای ناستی شي. په دې رپوټ کې یې ژوند ته کتنه شوې.
د ابراهیم رئیسي د وژل کېدو په اړه نړیوال غبرګونونه لا هم روان دي او ګڼو هېوادونو مشرانو په دې اړه څرګندونې کړې دي.
د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره چورلکه کې د تبریز د جمعې امام ایت الله محمد علي الهاشم، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د ختیځ اذربایجان والي مالک رحمتي هم وو، چې په دې پېښه کې ټول وژل شوي.
دا پېښه د قزقلعه بند د پرانیستې په مراسمو کې چې د اذربایجان ولسمشر الهام علییف په کې ګډون کړی و، له ګډون کولو وروسته د ستنېدو پرمهال شوې ده.
په نورو قربانیانو کې د ولسمشر د امنیتي ډلې مشر تورنجنرال سید مهدي موسوي، د انصار المهدي قول اردو غړی، د چورلکې پیلوټ او همکار پیلوټ او یو تخنیکر هم شامل دي.
اسلامي جمهوریت ته نژدې ځینې هېوادونه لکه روسیه په مستقیم ډول د ابراهیم رئیسي ستاینه کوي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي، بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان او ۶ نور کسان د دوی د لېږدونکې چورلکې د غورځېدو په پېښه کې ووژل شول. دوی پرون له اذرباییجان سره پر پوله د یوه بند د افتتاح له مراسمو بېرته تبرېز ښار ته روان وو چې چورلکه یې ولوېده. په دې رپوټ کې دې ته کتنه شوې چې د غورځېدلې چورلکې موندلو ولې ډېر وخت واخیست.
د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي مړی تر هغې وروسته موندل شوی چې لېږدونکې چورلکه یې د دغه هېواد شمال کې وغورځېده.
په پېښه کې د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او شپږ نور کسان هم وژل شوي دي.
دوی له اذربایجان سر پر پوله په ارس سیند د یوه بند د پرانیستې مراسمو کې له ګډون وروسته بېرته تبریز ښار ته پر لاره وو چې چورلکه یې وغورځېده.

د عکس سرچینه، bb