افغانستان کې پر کوکنارو بندیز: 'که پيسې نه وي، څه وکړم'
- Author, یما بارز
- دنده, بيبيسي
شاه محمد (مستعار نوم) د هلمند په یوه لېرې پراته کلي کې د د یوالونو تر شا، د کوکنارو په خپله کوچنۍ کرونده کې په کار بوخت دی. دی په ټینګار سره وايي: "نو آخر وکړم څه؟ مجبوره یو، شی لا نه لرو. خپلې کورنۍ ته ډوډۍ لا نشو برابرولی."
پر کوکنارو د طالبانو له لګېدلي بندیزه وړاندې د افغانستان نیمايي کوکنار په هلمند کې کرل کېدل. اوس یې کروندې په څرګنده نه لیدل کېږي خو د دیوالونو تر شاه او کوچنیو پټو ځایونو کې د کوکنارو کرکیله لا هم کېږي.
شاه محمد پر ځان خطر منلی، د خپل کور مخې ته د خپلې ځمکې پر یوه کوچنۍ برخه یې دیوال را تاو کړی او په کې یې کوکنار کرلي.
د هلمند چارواکي مني چې تېر کال په دغه ولایت کې اووه زره جریبه ځمکه کې په پټه کوکنار کرل شوي و. خو دوی ادعا کوي چې شپږ زره جریبه یې موندلې، له منځه یې وړې او سر غړوونکو ته یې سزا ورکړې.

دلته د کوکنارو پر کرکیلې لګېدلي بندیز ډېر شمېر کرونده ګر اړ کړي چې سختې پرېکړې وکړي. ځینو یې بندیز ته غاړه اېښې. خو د شاه محمد په څېر ځینو بیا سرغړونه کړې.
دی وايي بله لار نه لري، ماشومان یې ترې ډوډۍ غواړي: "دنده نه لرم. د کرهنې له پوهنځي فارغېږم خو کار راته نه دی پیدا شوی. څو ځله مې نوم لیکنه کړې خو چا راته کار رانکړ. له دوولسم ټولګی لا ډېر پخوا فارغ شوی یم، خو نه چا راته کار راکړی او نه یې راکوي. نو آخر وکړم څه؟ دغه کار ته ولاړ یو."
د ملګرو ملتونو په وینا افغانستان کې له ۲۰۲۲ میلادي کال وروسته د اپیمنو په بیه کې نژدې اووه برابره ډېروالی راغلی. شاه محمد د یوه جریب څلورمه برخه کوکنار کرلي. دی وايي، چې حاصل ټول کړي نو د کورنۍ یو کلن لګښت یې ور پوره کوي.
"نه غواړم بندي شم او ماشومان مې بې سرپرسته وي"

د هلمند په نوزاد کې امین الله په خپله کرونده کې د جوارو فصل ټولوي. ده پر کوکنارو د طالبانو حکومت لګېدلی بندیز منلی. وايي آن که وږی پاتې هم شي، د خپلو ماشومانو ترڅنګ خو به وي. امین الله وايي : "له وامه (ویرې)" کوکنار نه کري.
امین الله چې له خپلو کوچنیو ماشومانو سره په یوه خټینه کوټه کې ناست و، راته وویل "شپږ میاشتې قید راکوي. نو چې شپږ میاشتې محبس کې ناست یې، ماشومان دې بې سرپرسته پاتېږي. نو ښه ده چې له خپلو ماشومانو سره اوسو."
خو د اوبو کمښت او د غلو دانو ټیټې بیې، له کوکنارو جوارو او نورو کښتونو ته د بدیل معیشیت دا مزل ورته سخت کړی. امین الله ۱۳۰ جریبه ځمکه لري خو یوازې د ۲۰ جریبو په کرلو توانېدلی. نوره ټوله شاړه پاتې ده.
دی چې په خپګان خپلې شاړې ځمکې ته یې سترګې نیولې وايي "کوکنارو ته د ډېرو اوبو اړتیا نه وه نو په یوه کمه برخه کرونده کې به مو د کورنۍ د آذوقې لپاره غنم کرل او نوره ټوله کرکیله به د کوکنارو وه. اوس مې په کې لږ جوار، مالوچ او غنم کرلي. د اوبو د کمښت له امله ټوله ځمکه نشم کرلی او دا حاصل آن خپل لګښت هم نه پوره کوي."
هلمند کې طالب چارواکي د خپل مشر د حکم پلي کولو جدي ژمنتیا څرګندوي. دوی ادعا کوي چې له همدې امله په دغه ولایت کې د کوکنارو د کرکیلې کچه اوس نژدې صفر ته ټیټه شوې.
د هلمند د پولیسو ویاند سمونیار عزت الله حقاني سرغړوونکو کرونده ګرو د ټاکلې سزا په اړه بي بي سي سره خبرو کې وویل:
"که کوم کرونده ګر له نیم جریب کمه ځمکه کرلې وي نو د شپږو میاشتو بند، که یې له نیم جریب نیولې نژدې یو جریب پورې کرلې وي نو د نهو میاشتو بند او که یو جریب یا له هغه یې ډېره ځمکه کرلې بیا ورته د یوه کال بند سزا ټاکل شوې."
ښاغلي حقاني دا هم څرګنده کړه چې جدي دي، سرغړوونکي نیسي او محکمې ته یې وړاندې کوي.
"ژمنې نه دي پوره شوې"

افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د حضور پر مهال نشه یې توکو سره د مبارزې او د کوکنارو د کرکیلې مخنیوي لپاره میلیونونه ډالر ولګول شول. خو پایله یې نه لرله.
ملګرو ملتونو په خپل تازه رپوټ کې ویلي، پر کوکنارو د طالبانو د حکومت له بندیز وروسته، افغانستان کې یې کرکیله ۹۳ سلنه کمه شوې.
خو کرونده ګر ماڼیجن دي چې د بدیل کښت یا بدیل معیشت د برابرولو په برخه کې ادعا شوې مرستې دوی ته نه ده رسېدلې نو ځکه دوی اړ دي د بې وزلۍ او سزا تر منځ یو غوره کړي. دوی وايي "که له بندیز سرغړونه کوي سزا ګوري او که یې مني بې وزلۍ سره مخ کېږي."
"که پیسې نه وي، د کوکنارو کر ته اړ کېږم"

احمد چې په تیاره خونې کې ناست او زړه نازړه را سره خبرې کوي، د کوکنارو بندیز پلي کولو په برخه کې د طالبانو حکومت جدیت تجربه کړی.
دی وايي "پر یوه نیم جریب ځمکه مې کوکنار کرلي و. مازیګر مهال و دوی (طالبان) راغلل او راته یې وویل چې ورسره لاړ شم. ما ویل ستاسو به مطلب تریاک وي، نو زه یې په خپله ماتوم. پرېکړه پر دې وشوه چې د سهار تر نهو بجو پورې یې باید واړوم، ځکه دوی به پر نهو بجو راځي او ګوري به یې. دوی له نهو بجو مخکې راغلل، که څه هم ما یوه برخه اړولې وه او یو څه پاتې و خو ویې نیولم او بندي یې کړم.
احمد چې لګیا و بدیل کښت لپاره یې خپله ځمکه تیاروله ویل یې لاسنیوی ته اړتیا لري. په وینا یې که مرسته ورسره ونه شي او مجبور شي ښایي بیا کوکنار وکري. په پای کې یې راته وویل " که پیسې کمې وي نو مجبوره یو چې ویې کرو. پیسې نشته."
خو یو شمېر خلکو لپاره بیا له لوړ عاید لرونکې د غې کرکیلې لاس اخیستل آسان نه دي.
په بدخشان او ننګرهار کې آن خلک د توپک مخی ته ودریدل او دواړو ولایتونو کی د کوکنارو پر کروندو ان وینه وبهیده.
ډېری کرونده ګر خپلې کورنۍ ته د نفقې برابرولو لپاره د کوکنارو پر کرکیلې تکیه و، نو د یوه مناسب بدیل کښت پرته، د خپلې خوښې له کرکیلې د خلکو منع کول به ښايي د طالبانو حکومت ته د خلکو د خپګان په بیه تمامه شي.





