هغه ژوي چې یو بل ته ډالۍ ورکوي

Male of bee-eater giving an insect to the female

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مارغه یو ډول نر یې ښځینه ته خواړه ډالۍ کوي
    • Author, جېمي فاکس سکېلي
    • دنده, بي بي سي

موږ ښايي وانګېرو چې ډالۍ ورکول یوازې انساني ځانګړتیا ده، خو څېړنو ښوولې چې ډېری ژوي هم خپل ملګري په ډالیو نازوي.

که د کرېسمېس په سهار د ډالیو په پرانېستو مو جرابې تر سترګو شي چې یو چا در ډالۍ کړي او ناهیلي شئ نو لږ تر لږه په دې خوښ واوسئ چې د سکارپین فلای ډوله ژویو نجلۍ نه یاست.

ځکه که وای، نو له خپل میېن او د ژوند ملګري نه مو د تر ټولو عالي ډالۍ په توګه یوازې د لاړو یوه ګوله ترلاسه کولی شوای... خو ښځینه سکارپین فلای دا ډالۍ په سر سترګو مني او خپل میېن ته ورسره د یو ځای کېدو فرصت ورکوي.

څېړنې ښيي چې د مرغانو بېلا بېل ډولونه هم د ډالۍ له ورکولو او اخېستو خوند اخلي. د شرایکس مارغه نران چې کله غواړي ملګرې پیدا کړي نو کوچني حشرات مومي، په خپلې اوږدې مخوکې یې ټینګوي او بیا د مخالف جنس مارغه د پام تر لاسه کولو لپاره یې هغوی ته ډالۍ کوي.

نارینه جولایان بیا د ملګرې موندلو لپاره لږ ډېر زیار باسي. د ساري په توګه خواړه ورته د ورېښمو یا سېلک په جاله کې تاووي، په کیمیاوي توکو یې لړي او بیا یې ورته ډالۍ کوي. که د ښځینه ملګرې د پام وړ یې ونه ګرځي نو هڅه کوي چې په نورو ورېښمو یې لا خوندور کړي او بیا یې ورډالۍ کوي.

Nursery web spiders present a potential mate seen on a leaf

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نارینه جولایان د ملګرې موندلو لپاره خواړه د ورېښمو یا سېلک په جاله کې تاووي او بیا یې ډالۍ کوي.

نارینه جولایان کله کله چالاکي کوي او د کم کیفیت خواړه یا توکي د ورېښمو په تار پوښي او بیا یې ورډالۍ کوي.

کله چې ښځینه جولا د ډالۍ په پرانېستو اخته وي نو نارینه ورسره یو ځای کېږي او پښې سپکوي. یوې څېړنې ښوولې چې نژدې ۷۰ سلنه ډالۍ چې نارینه جولایان یې برابروي بې کیفیته وي.

ډارېل ګوېن د کاناډا په ټورانټو پوهنتون کې د ژویو او مرغانو د چلن برخه کې څېړنپوهه ده او وايي: نارینه کله کله چالاکي کوي او په بې کیفیته ډالیو خپله ملګرې تېر باسي.

ناوړه ډالۍ ښایي په لنډ مهال کې نارینه ته ګټه وکړي خو کله چې ښځینه پوهه شي چې تېر ایستل شوې، نو نارینه شړي او بیا یې ځان ته نژدې نه پرېږدي. نو اوږد مهال کې یې تاوان دی.

Eurasian jay bird carrying a peanut with its beak

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځینې حشرات بیا د مینې په لټه له هر څه تېر وي او خپل ځانه له یوې میېنې قربانوي.

ځینې حشرات بیا د مینې په لټه له هر څه تېر وي او خپل ځانه له یوې میېنې قربانوي.

د ساري په توګه د سېج برش ډوله ملخانو نارینه چې کله خپلو ښځینه ملګرو سره مینه کوي نو پرېږدي یې چې په وزرو یې د مینې چکونه ولګوي. دا د دې لامل کېږي چې نارینه ملخ خورا کمزوری شي او انرژي په کې نه وي چې بیا په خپل ژوند بله میېنه پیدا کړي.

د جولا یو ډول چې سور رنګ لري خپلې ښځینه ملګرې سره د یو ځای کېدو پر مهال د هغې خولې ته وردانګي تر څو چې یې په بشپړ ډول وخوري.

اغلې ګوېن وايي: له یوه اړخه ویلي شو چې دا ځورول کېږي ځکه ژوند بایلي.

"خو له بل اړخه بیا د جولایانو په دې نسل او ډول کې د ښځینه موندل دومره ګران دي چې کوم نارینه ته کله په لاس ورشي نو د پام ورجلبولو لپاره یې خپل ځان د خوړو په توګه ورډالۍ کوي، دی ژوند بایلي خو لږ تر لږه د دې فرصت زیاتېږي چې نسل یې وغځېږي"

A baby bonobo sleeps on its mother "Kutu" at the zoo in Frankfurt am Main, western Germany, on July 21, 2015. The baby was born on July 18, 2015 at the zoo.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بونوبوز ژوي چې انسانانو ته تر نورو ډېر ورته والی لري هم د ډالۍ ورکول خوښوي.

نو دا هر څه دې پوښتنې ته لار هواروي چې ولې حشرات او ژوي یو بل ته ډالۍ ورکوي؟

د حشراتو او ژویو تر منځ د ډالۍ ورکولو دا بهیر تر ډېره د نارینه دا هڅه وي چې ښځینه ملګرې سره یو ځای شي.

ډېر کله دا ډالۍ له انزژۍ ډک خواړه وي نو ښځینه حشراتو ته یې هم ګټه رسېږي.

پروفیسوره ګوېن وايي: ''نارینه ورته خوندور خواړه ور وړي او ښځینه په بدل کې ورته د یو ځای کېدو فرصت برابروي.''

خو ځینې ژوي بیا یوازې د نورو خوښولو لپاره هم خلکو ته ډالۍ ورکوي.

د مثال په ډول ډولفېنز کبان او کارغان لیدل شوي چې خلکو ته د خوړو ډالۍ ورکوي.