کاناډا سپاه پاسداران 'ترهګر سازمان' اعلان کړ؛ ایران دا پر ناسم لوري پاروونکی حرکت بللی

Iran

د عکس سرچینه، ISNA

ایران د کاناډا لخوا د ترهګر سازمان په توګه د سپاه پاسداران ځواکونو اعلانېدو ته غبرګون ښودلی دی.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني دا یو سیاسي، غیر متعارف او ناعاقلانه اقدام بللی.

هغه زیاته کړې چې د کاناډا له دښمنۍ دغه ډک ګام ته د ایران د ځواب ویلو حق خوندي دی.

کاناډا تېره شپه اعلان وکړ چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونه د ترهګرو سازمانونو نوملړ ته ور اچوي.‌

د کاناډا د پارلمان یو شمېر غړو او همدا راز دغه هېواد کې مېشتو ایراني فعالانو له کلونو کلونو راهیسې د دغه اقدام غوښتنه کوله.‌

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا پر "غلط لوري نامسوولانه او پارونکی حرکت" بللی دی.

د ایران د قضايیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب‌زاده هم د کاناډا دا پرېکړه "له دښمنی ډک اقدام او د نړیوالو حقوقو د اصولو خلاف ګام" یاد کړی.‌

هغه د اېکس خواله رسنۍ په یوه پیغام کې لیکلي چې سپاه پاسداران "د ملي امنیت ساتنې او په سیمه کې د ترهګرۍ خلاف د مقابلې مسوولیت پر غاړه لري."

د کاناډا د عمومي امنیت وزیر ډومینیک لي بلانک چارشنبه د دې پرېکړې د اعلان پر مهال وویل، دا به له نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزه کې یوه پاموړ وسیله شي.

سپاه په ایران کې یو پوځي، سیاسي او اقتصادي ځواک دی.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، سپاه په ایران کې یو پوځي، سیاسي او اقتصادي ځواک دی.

له خبریالانو سره مرکه کې ښاغلي لي بلانک وویل، دا کړنه ''یو پیاوړی پیغام لېږي چې کاناډا به هره هغه وسیله چې په واک کې لري د سپاه پاسدران له ترهګري سره د مبارزې لپاره وکاروی.''

ای ار جي سي په ایران کې یو مهم پوځي، سیاسي او اقتصادي ځواک دی، چې له مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي سره نژدې اړیکي لري.

داسې اټکل کېږي، چې دا ځواک ۱۹۰ زره پرسونل لري، چې په ځمکنیو، هوايي او سمندري ځواکونو کې فعال دي او د ایران د ستراتیژیکو وسلو ساتنه کوي. ای ار جي سي په منځني ختیځ کې هم نفوذ لري، له متحدو حکومتونو او وسله والو ډلو سره د پیسو، وسلو، تکنالوژۍ، روزنې او دفاع برخه کې د بهرنیو فعالیتونو لپاره د خپلې القدس نومې څانګې له لوري همکاري کوي. کاناډا القدس ځواک له مخکې د ترهګرې ډلې په توګه پېژني، خو د چهارشنبې ورځې اعلان رسماً دا حیثیت ټول سپاه پاسداران ځواک ته ورکړ.

له دې اعلان وروسته اوس کېدای شي له هغو اوسنیو یا پخوانیو ایراني چارواکو چې په کاناډا کې دي، پوښتنې، ګروېږنې وشي او یا له دې هېواده وایستل شي.

فشارونه

ایران

د عکس سرچینه، AFP

د لومړي وزیر جسټین ټروډو حکومت له دې مخکې د یو شمېر بهر مېشتو ایرانيانو له پرلپسې فشارونو سره سره هم د ترهګر سازمان په توګه د ای ار جي سي نوم له اعلانولو ډډه کوله. په دې کسانو کې د پي اېس ۷۵۲ نومې الوتنې د سپرلیو کاناډا مېشتي خپلوان هم شامل دي، چې د سپرلۍ الوتکه یې د ۲۰۲۰ په جنورۍ کې سپاه پاسداران ځواک په تهران کې وویشتله.

د هغې الوتکې ټولې ۱۷۵ سپرلۍ وژل شوي وو، چې

۵۵ کاناډايي وګړي او ۳۰ د کاناډا دائمي ویزه لرونکي کسان هم پکې شامل وو. تهران ادعا کوله، چې پر الوتکه د توغندي ګوزار په تېروتنه شوی و.

ښاغلي ټروډو په ۲۰۲۲ کال کې ویلي و، تر سپاه پاسداران پورې د ترهګر سازمان حیثیت ورکولو سره به داسې ویره رامنځته شي، چې ښايي په کاناډا کې ځینې داسې ایرانیان هم اغېزمن شي، چې له رژیم سره مخالفت کوي او تښتېدلي دي، خو مخکې یې له ای ار جي سي سره همکاري کړې.