د طالبانو له زندانه خوشې شوې امریکایۍ ښځه خبرداری ورکوي: "بریتانوۍ جوړه په زندان کې د مړینې له ګواښ سره مخامخه ده"

دغه بریتانوۍ جوړه له ۱۸ کالونو په افغانستان کې اوسېږي او افغان پېژندپاڼې (تذکرې) هم لري.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، پیټر او باربي رینلډز د فبرورۍ په میاشت کې ونیول شول، دوی له ۱۸ کلونو په افغانستان کې ژوند کوي‌.

یوه امریکايۍ ښځه چې د طالبانو له خوا له یوې بریتانوۍ جوړې سره یو ځای بندي شوې وه، بي‌بي‌سي ته ویلي: هغوی په زندان کې "په ریښتیا د ختمېدو په حال کې دي او وخت په تېرېدو دی"

فې هال د روان کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د ۸۰ کلن پیټر رینولډز او د هغه د ۷۶ کلنې مېرمنې باربي رینولډز سره هغه وخت ونیول شوه چې دوی د افغانستان بامیانو ولایت ته ستنېدل، دغه بریتانوۍ جوړه په بامیانو کې اوسېده.

اغلې هال له دوو میاشتو بند وروسته خوشې شوه، خو پیټر او باربي لا هم بندیان دي او تر اوسه نه پوهېږي چې ولې نیول شوي دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغې جوړې له کورنۍ سره مرسته کوي.

اغلې هال د بي‌بي‌سي په سهارنۍ خپرونه کې هغه وخت په ژړا شوه، کله چې ترې وپوښتل شول دوی ته څه ویل غواړي. هغې وویل:

"له دوی سره مینه لرم، پوهېږم ډېر ژر به خوشي شي، هېڅکله تسلیم نه شئ."

دغې جوړې په ۱۹۷۰ کال کې په کابل کې واده وکړ او له نېول کېدو وړاندې یې ۱۸ کاله په افغانستان کې ژوند کړی و. د دوی د نېول کېدو دلیل تر اوسه نه دی څرګند، سره له دې چې څلور ځله محکمې ته حاضر شوي دي.

دوی دواړه د افغانستان تابعیت لري او له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د طالبانو په تائید یو خیریه پروګرام پر مخ وړل.

اغلې هال وویل: "دوی له یوه ژباړن سره یو ځای په خصوصي کرايي الوتکه کې له کابله بامیانو ته روان وو خو له الوتکې له ښکته کېدو وروسته په لاره کې د یوې پوستې عسکرو ودرول."

وروسته یې د پولیسو د بېلابېلو مرکزونو او زندانونو ترمنځ وړل را وړل.

هغې د زندان حالت داسې بیان کړ: "تنګې خونې، د سترې کچې امنیتي تدابیر چې په کې "قاتلان" ساتل کېږي، اغزن تار ترې تاو او له ټاپوګانو پرې وسلوالو څار کاوه."

فې هال د مارچ په وروستیو کې له خوشې کیدو وروسته په کابل کې د قطر په سفارت کې.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، فې هال د مارچ په وروستیو کې له خوشې کیدو وروسته په کابل کې د قطر په سفارت کې.

فې هال خبرداری ورکړی چې د یادې جوړې روغتیا په زندان کې په چټکۍ خرابېږي. هغې وویل: "باربي ډېر وزن له لاسه ورکړی او یو ځل دومره کمزورې شوه چې درېدل او تګ ترې پاتې و.هغې دا هم زیاته کړه چې "سره له دې چې پیټر ته د قطر حکومت هغه ورځني درمل ورکوي چې د زړه جراحي او د سرطان له درملنې وروسته ورته اړین دي خو هغه له ورځې بلې ته خرابېږي."

هغې یو وار بیا په ژړا وویل:

"دوی زاړه کسان دي، ریښتیا د ختمېدو په حال کې دي، وخت په تېریدو دی."

هال ټینګار وکړ چې د زندان حالت یوازې پر بدن نه، بلکې پر ذهن هم سخت اغېز کوي، ځکه "هره ورځ نه پوهېږې چې سبا به چېرته یې" هغې وویل:

"دا سم چاپیریال نه و او موږ یوازیني بهرنیان وو."

د بریتانوۍ جوړې زوی مخکې بي‌بي‌سي ته ویلي وو، وېرېږي مور او پلار به یې په زندان کې مړه شي، ځکه پیټر ته شدید تشویشونه پیدا شوي او باربي د وینې کمښت او خوارځواکۍ له امله "بې حسه" شوې وه.

ملګرو ملتونو هم په جولای کې خبرداری ورکړی و چې که پر وخت طبي درملنه ور نه کړل شي، دوی به په " بدو شرایطو" کې ژوند له لاسه ورکړي. سازمان د دوی بند "غیر انساني" بللی و.

فې هال د امریکا او بریتانیا له حکومتونو وغوښتل چې "یو ځای کار وکړي" او د دې جوړې د خوشې کېدو لپاره ډېر څه وکړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: "موږ د هغو دوو بریتانوي وګړو له کورنۍ سره مرسته کوو چې په افغانستان کې بندیان دي. وزیر له کورنۍ سره لیدلي او موضوع یې ورسره شریکه کړې ده."

امریکایۍ مېرمن فې حال
د عکس تشریح، امریکایۍ مېرمنه فې حال

بریتانیا په ۲۰۲۱ کې واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو وروسته په کابل کې خپل سفارت بند کړ او دیپلوماتان یې وایستل.

وزارت ویلي، په افغانستان کې د بریتانوي وګړو ملاتړ اوس "ډېر محدود" دی او ټولو ته سپارښتنه کوي چې افغانستان ته سفر و نه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، طالبان "د بهرنیو وګړو د بې ځایه نیولو مخینه لري."

هغه زیاته کړه: "طالبان باید د یرغمل ساتلو دغه سیاست پای ته ورسوي او ټول بې ګناه نیول شوي کسان بې له ځنډه خوشي کړي."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر په جولای کې ویلي وو چې پیټر او باربي له خپلو کورنیو سره "په دوامداره توګه په اړیکه" کې دي او د خوشې کېدو هڅې یې روانې دي، خو "دغه ګامونه لا نه دي بشپړ شوي."

هغه ټینګار کړی و: "دوی ته انساني حقونه ورکول کېږي. دوی ته بشپړه درملنه او د اوسېدو ځای برابر شوی دی."