له یوې تاریخي هوکړې وروسته به د ایچ ای وې د مخنیوي واکسین بیه ټېټه شي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د ایچ ای وې مخنیوي نوی درمل به د راتلونکو دوو کلونو په موده کې له ۱۰۰ د زیاتو کم عاید لرونکو هېوادونو لپاره په ارزانه بیه برابر شي. ماهرین وايي، تمه کېږي دې سره به میلیونونه خلک دې درملنې ته لاسرسی چمتو کړي او نړۍ به د ایډز ناروغۍ له منځه وړلو هدف ته نږدې شي.
دا درمل، چې لناکاپاویر Lenacapavir نومېږي او د پیچکارۍ ستنې له لارې ورکول کېږي، تمه ده چې د روان کال تر پایه به وړاندې شي، چې بیه یې هر کال د یوه کس لپاره شاوخوا ۲۸۰۰۰ امریکايي ډالر ده.
خو د چهارشنبې پر ورځ اعلان شوی تازه خبر دا دی چې دا بیه به تر ۴۰ ډالرو پورې راکمه شي.
دا ارزانه نسخه به تر ۲۰۲۷ کال پورې په ۱۲۰ ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې وړاندې شي.
د چهارشنبې په ورځ اعلان شوې هوکړه د کلنټن روغتیايي لاسرسي نوښت، ګیټس بنسټ او ځینو نورو ادارو په ګډون، د سویلي افریقا د ویټز ارایچ ای څیړنیز انستیتوت سره په ګډه شوې ده.
ویټز ارایچ ای پروفیسره صایقه ملک په دې هکله له بي بي سي سره خبرو کې وايي:
"د ډېرو ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو لپاره، د ایچ ای وې مخنیوي لپاره ارزانه درملنې ته لاسرسی یو فېشن یا تجمل نه دی، بلکې یوه اړتیا ده،"
هغې زیاته کړه چې لناکاپاویر دا وړتیا لري چې د مخنیوي لارې بدلې کړي، په ځانګړي ډول د هغو ځوانانو او محرومو ټولنو لپاره چې کلینیکونو ته د بیا-بیا تګ له ستونزو سره مخامخ دي:
"اصلي کار اوس پیلیږي، دا چې له ټولنو او حکومتونو سره همکاري وکړو، غوښتنه لوړه کړو، ژمنې ترلاسه کړو، او سیستمونه چمتو کړو، او دې سره هېوادونه چمتو وي چې دا درمل ژر معرفي او خپاره کړي."
لناکاپاویر په ازمایښتي پړاوونو کې غوره پایلې درلودې، او په جولای میاشت کې یې د ایچ ای وې مخنیوي لپاره د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) رسمي ملاتړ ترلاسه کړ.
دا پیچکاري په کال کې دوه ځله ورکول کېږي او هر ځل د شپږو میاشتو لپاره د ایچ ای وې له انتان څخه خوندیتوب چمتو کوي.
کارپوهان وایي چې د اوږدې مودې اغېز لرونکي ستنې لکه لناکاپاویر کولی شي د نوو انتاناتو کچه راکمه کړي، په ځانګړي ډول په هغو وګړو کې چې تر ټولو زیات له خطر سره مخامخ دي، په دې کې ځوانان، ځوانې مېرمنې، ایل جي بي ټي کسان، جنسي کارکوونکي، او هغه کسان شامل دي چې مخدره مواد کاروي.
تمه کېږي چې دا به د ایچ ای وې مخنیوي درملو د اوسنۍ بڼې، چې د PrEP په نوم پیژندل کیږي، ځای ونیسي، چې د خولې له لارې اخیستل کېږي او هر کال د هر کس لپاره ۴۰ ډالره لګښت لري.
همدغه ګولۍ باید هره ورځ وخوړل شي، چې دا کار د ناروغانو لپاره ستونزمن وي، او په ځینو ټولنو کې بدنامي هم له ځانه سره لري. هره ورځ د درملو اخیستل دا هم ستونزمنوي چې خلک دې درملو ته په دوامداره توګه لاسرسی ولري. د ګیټس بنسټ د معلوماتو له مخې، یوازې ۱۸ سلنه هغه کسان چې له PrEP ګټه اخیستی شي، اوس مهال ورته لاسرسی لري.
لیناکاپاویر سږکال د امریکا د خوراکي توکو او درملو کنټرول ادارې (ایف ډي اې) او د اروپايي کمېسیون له خوا تائید شوی دی.
د تېر کال جون کې د امریکا د درملو جوړولو شرکت ګیلیاډ اعلان وکړ چې د ایچ ای وې ضد درمل لیناکاپاویر ازموینه یې سل په سلو کې بریالۍ وه.










