افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورټر رېچارډ بېنېټ سره مرکه

د ویډیو تشریح، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورټر رېچارډ بېنېټ سره ځانګړې مرکه
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورټر رېچارډ بېنېټ سره مرکه

رېچارډ بېنټ له دريو کلونو زیاته موده په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه کار کړی دی.

په دې موده کې، ښاغلي بېنټ د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو د زیاتېدو په اړه جدي خبرداری ورکړی، په ځانګړې توګه د ښځو، قومي لږکیو، خبریالانو او ټولنیزو فعالانو پر وړاندې. له همدې کبله د طالبانو حکومت هغه افغانستان ته له ورتګ منع کړی.

نوموړی يې د دوی د حکومت پر "ضد پر تبليغ" تورن کړی او د ده راپورونه یې د عامه افکارو د خرابولو هڅه بللې ده.

زموږ همکارې محجوبې نوروزي ورسره مرکه کړې ده.