د سر اشپزې ۹۰ ګړۍ پرلپسې پخلی

باچي
د عکس تشریح، باچي وايي، له پخلي سره یې مینه د خپلې مور له پخلي پیل شوې ده

د نایجېریایۍ سراشپزې هیلدا باچي پخلي د هېواد په کچه لویه غوغا راپارولې ده. هغې د څه باندې ۹۰ پرلپسې ګړیو لپاره په دې هیله پخلی وکړ، چې د ګینیس نړیوالو ریکارډونو کې یې نوم ثبت شي.

هیلدا باچي د پنجشنبې په ورځ د ګرینویچ پر وخت ۱۵:۰۰ بجې د نغري بلولو له شېبې څه باندې ۱۰۰ بېلابېل ډوله خواړه پاخه او چمتو کړل.

د هغې دا پخلی سیاستوالو، مشهورو څېرو او همدارنګه سلګونه راغونډو شویو خلکو وکوت او دا یې وهڅوله.

تر دې وړاندې د پرلپسې پخلي ریکارډ په ۲۰۱۹ کال کې د هند ریوا ښار یوې سراشپزې لتا توندون مات کړی و. هغې ۸۹ ګړۍ او ۴۵ دقیقې پرلپسې پخلی وکړ.

د ګینیس د ریکارډونو اداره وايي، مخکې له دې چې باچي ته د ریکارډ ماتولو لقب ورکړي او که نه،‌ د ټولو ثبتونو ارزونه کوي.

که څه هم د ګینیس کوم مسؤول تن د نایجېریا لاګوس په لیکي لوکسه سیمه کې د دغه پخلي پرمهال موجود نه و،‌ خو د پخلي د ثبت لپاره کامرې چالانې وې.

۲۷ کلنه باچي په پیل کې د ۹۶ پرلپسې ګړیو پخلي هوډ کړی و، خو خلک د پخلي د نندارې شاوخوا کې راټول شول او هغه یې د ۱۰۰ پرلپسې ګړیو پخلي بشپړولو ته وهڅوله.

باچي تر ډېره په دې ننداره کې دودیز نایجېریایي خواړه پاخه کړل،‌ لکه جولوف وریجې،‌ بېلابېل ګلان او مکروني، هغې د اکارا په نامه هغه دودیز خواړه هم پاخه کړل چې د نایجېریا پر سړکونو او کوڅو کې پلورل کېږي. دا خواړه له سړو کړل شویو بینډیو پخېږي او مېلمنو ته ورکول کېږي.

د ویډیو تشریح، نایجېریایۍ سر اشپزې ۹۰ ګړۍ پرلپسې پخلی وکړ

د باچي مرستې ته د یوه تن ورتللو اجازه وه او هره ګړۍ کې یې پنځه دقیقې دمه کوله.

دغې سراشپزې بي بي سي ته نیوزویژن ته له پخلي پیلولو مخکې وویل:‌ "دا هڅه د هغې پیاوړیا ښکارندويي کوي چې څنګه ځوانانو ته فرصتونه پیدا کوي".

د پخلي پرمهال پر باچي د ستومانۍ او ستړیا خولې بهېدلې، هغې به کله کله پر خپله ټنډه یخ ټوکر کېښود او د دمې پرمهال به یې خپلې پښې موښلې.

د هغې د پخلي نندارې ته د لاګوس والي باباجید سانو اولو هم ورغلی و او د نایجېریا مرستیال ولسمشر ییمي اوسینباجو هغې ته ټیلیفون وکړ.

سانو اولو وویل: "ویاړو چې هیلدا دا سفر زموږ له ولایته پیل کړ. هرڅه به څارم او د وروستۍ پایلې د اعلان تر شېبو به هرڅه ګورم".

باچي وویل، له پخلي سره یې مینه د هغې د مور د ځانګړي پخلي له کبله پیدا شوه چې وايي مور یې په ډېر مهارت "دودیز خواړه" پخوي.