سهیل شاهین د هالیووډ ممثلې ته: موږ هېڅکله ښځې له پیشوګانو سره نه پرتله کوو

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
د ملګرو ملتونو د ۷۹ عمومي اسمبلۍ په څنډو کې د افغان ښځو پر کړاو خبرې شوې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي هم په کې ګډون درلود. په دې ناسته کې د امریکايي سینما ممثلې میریل سټریپ وویل چې اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو لخوا پر ښځو محدودیتونه دومره ډېر شوي چې ان د هغې په خبره "حیوانات له ښځو ډېر حقونه لري".
د امریکايي سینما هاليووډ یوې مشهورې ستورې میریل سټریپ له افغان مېرمنو سره د همغږۍ د څرګندونو په لړ کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د طالبانو مخه ونیسي چې ښځې ونه ځپي.
د اغلې سټریپ څرګندونو ته په غبرګون کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین بيبيسي پښتو راډیو ته وویل:
"هېڅوک په افغانستان کې د ښځو له هغو حقونو انکار نه کوي چې اسلام ورکړي، موږ ښځو ته د مور، خور او ښځې په صفت ډېر درناوی لرو، ښځې د کورنیو او ټولنې ډېره مهمه برخه جوړوي او موږ یې هېڅکله له پیشوګانو سره نه پرتله کوو لکه دوی چې پرتله کړي. همدا اوس هم په زرګونو ښځې د عامې روغتیا، پوهنې او کورنیو چارو په وزارتونو کې په دندو بوختې دي. دغه راز ګڼې ښځې ازاد کاروبار کوي."

د عکس سرچینه، EPA
د هالیووډ دغې ممثلې په افغانستان کې د ښځو ازادي د پېشوګانو له ازادۍ سره پرتله کړه او ویې ویل:
"نن ورځ په کابل کې یوه پيشو له یوې ښځې نه ډېره ازادي لري. یوه پيشو کولای شي چې د لمر وړانګو ته وغځېږي او د لمر وړانګې پر خپل مخ احساس کړي. کولای شي چې په یوه خړلمي پسې تر پارکه پورې منډې وهي، ان یو خړلمی اوس مهال په افغانستان کې د یوې نجلۍ پرتله ډېر حقونه لري."
اغلې سټریپ زیاته کړه چې اوس مهال کابل کې مرغۍ هم کولای خپل غږ وباسي، خو نجونې نشي کولای. هغې دغه حالت د نه منلو او دا یې د طبعي قانون ځپنه وبلله.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ورته مهال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش هم ویلي تر هغه چې په افغانستان کې ښځو ته د کار او زدکړو اجازه نه وي ورکړل شوي، افغانستان به هېڅکله په نړیوال ډګر کې خپل ځای پیدا نه کړي:
"له لوستو مېرمنو پرته، د مشرتابه په ګډون دندو کې د ښځو نشتون او د نیمايي نفوس د حقونو او ازادیو پېژندلو پرته افغانستان به هېڅکله پر نړیوال دریځ د خپلې وړتیا ځای ونه نیسي."
د ښاغلي ګوتېریش او د هالیووډ سینما ممثلې دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې تېره میاشت د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون تصویب کړ چې له مخې یې د ښځو مخ او غږ عورت بلل شوی او له دې سره په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د حکومت له خوا د ځینو په باور لګېدلي محدویتونه لا ډېر شول.
د امریکا په مشرۍ اروپايي هېوادونو د امر بالمعروف قانون غندلی، خو طالبان وايي چې دا قانون د اسلامي شریعت په رڼا کې جوړ شوی دی.
دغه راز طالب چارواکو ویلي چې له اسلامي اصولو سره سم هڅه کوي چې د ښځو او نجونو ثانوي او لوړو زد کړو ته زمینه برابره کړي ځکه نو تر امر ثاني پورې د ښځو پر ثانوي او لوړو زدکړو بندیز لګول شوی دی.








