پولنډی سړی چې د ډنمارک لومړۍ وزیره یې په سوک وهلې وه، پر ۴ میاشتې زندان محکوم شو

د عکس سرچینه، Getty Images
یو پولنډی سړی چې د ډنمارک لومړۍ وزیره 'مېتې فرېډریکسن' یې په سوک وهلې وه، پړ بلل شوی دی.
کوپنهاګن کې یوې محکمې دغه سړي ته د څلور میاشتو زندان او له ډنمارک د ایستل کېدو سزا اورولې ده.
محکمې دا حکم هم کړی چې دی به تر پنځو کلونو بیا ډنمارک ته نه شي ننوتی.
دغه ۳۹ کلن سړي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، د سېشنبې پر ورځ محکمې ته ویلي وو، د پېښې پر مهال ډېر نشه و او نه یې یادېږي چې څه پېښ شوي.
دا پېښه په جون میاشت کې د ښار په یوه څلور لارې کې شوې وه.
اغلې فرېدریکسن په سوک په اوږده لګېدلې او برسیرنه ټپي شوې وه.
محکمې لخوا ګرم پېژندل شوی سړی له یوې دولتي کارمندې سره پر تاوتریخوالي سربېره، د جعلکارۍ په ګډون څو نورو قضیو کې هم ګرم پېژندل شوی دی.
دی به د خپلې سزا له کتلو او د بند مودې له تېرولو وروسته ایستل کېږي.
نوموړی اړ دی چې پر دې قضیې د شوي لګښت تاوان هم ورکړي.
له اغلې فرېدریکسن نه وو غوښتل شوي چې محکمې ته د شاهدې په توګه حاضره شي.
محکوم شوي کس د ډنمارک پر لومړۍ وزیرې د برید تور نه دی منلی، خو ځینې نور موارد یې منلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پر اغلې فرېدریکسن دا برید جون میاشت د اروپايي پارلمان تر ټاکنو یوازې دوه ورځې مخکې شوی وی.
هغه په غاړې او اوږې یو څه ټپي شوې او د انتخاباتي کمپاین وروستۍ ورځ یې قضا کړې وه.
نوموړې هغه مهال ویل دغه برېد 'لړزولې' خو 'ښه' ده.
۴۶ کلنه مېتې فرېدریکسن د سوسیال دیموکراتانو مشره ده، چې د ډنمارک په واکمن اېتلاف کې تر ټولو ستر ګوند دی.
اغلې فرېدریکسن په ۲۰۱۹ کال کې د واک په ترلاسه کولو سره د ډنمارک د تاریخ تر ټولو ځوانه صدراعظمه شوه.








