د نیویارک ښاروال په خپله وینا کې څنګه پښتو ژبه یاده کړې؟

د ویډیو تشریح، د نیویارک ښاروال په خپله وینا کې څنګه پښتو ژبه یاده کړې؟
د نیویارک ښاروال په خپله وینا کې څنګه پښتو ژبه یاده کړې؟
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن

د نیویارک نوي مسلمان ښاروال زهران ممداني د لوړې مراسمو نه وروسته په خپله وینا کې پښتو هم د نیویارک یوه مهمه ژبه یاده کړې ده. هغه ویلي، غواړي د دغه ښار "نوې کیسه" یا برخلیک له سره ولیکي چې ټولو وګړو ته پکې بې‌توپيره ځای وي او په وینا یې، دا کیسه به د نورو ژبو ویونکو تر څنګ پښتو ویونکي هم لیکي.