زلاله هاشمي: له افغانستانه د وتلو پرېکړه مې خپله وکړه
افغان هنرمنده او د ''ستاره افغان'' سندریزې خپرونې مشهوره څېره زلاله هاشمي له څو میاشتو تري تم کېدو وروسته بالاخره غږ پورته کړی او وایي له افغانستانه بهر اوسي.
د سږ کال په وږي میاشت کې نوموړې ناڅاپه تري تم شوه او له هغه وروسته د دې په هکله ډول-ډول ګنګوسې خپرې شوې، تر دې چې ځینو ویلي و، زلاله هاشمي تښتول شوې ده.
زلاله هاشمي له نژدې شپږ میاشتو غیابت وروسته له افغان سندرغاړې او د ښځو حقونو له فعالې اریانا سعید سره اړیکه نیولې او وايي، ''ژوندۍ او روغه رمټه ده.''
زلاله هاشمي د بي بي سي له محجوبه نوروزي سره یوه ځانګړې مرکه کې چې اریانا سعید یې زمینه برابره کړې وه، په ټینګار سره وویل، چې له افغانستانه د وتلو پرېکړه یې خپله کړې او هېڅ یوه کس یا مرکز یې له هېواده د وتلو په چاره کې رول نه درلود.
مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت مسوولینو ویلي و، چې د زلاله هاشمي د تري تم کېدو په تړاو یې د هغې ځینې خپلوان نیولي او پلټنې یې پیل کړې دي.



