د لیبیا مرګونی سېلاب؛ دانیال توپان څنګه د مدیترانې هېوادونو کې د ویجاړۍ لامل شو؟
د دانیال له سخت توپان وروسته د لیبیا په درنه ښار کې د ویجاړۍ کچه نوره هم په ډاګه شوې ده. د یکشنبې په ورځ، دانیال یوازې په څو ساعتونو کې د درنه دوو بندونو په شاوخوا ځینو ځایونو کې ۴۰۰ ملي متره باران وشو.
لومړی او لوی بند چې په لیبیا کې د سیاسي ګډوډۍ له امله په سمه توګه ساتل شوی نه و، مات شو او د سونامي په څېر یې دغه ساحلي ښار ته اوبه رسولې او دویم بند یې هم مات کړ.
د جمعې په ورځ، د درنه ښاروال اټکل وکړ چې په دې پیښه کې د ۱۸۰۰۰ او ۲۰۰۰۰ ترمنځ خلک مړه شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې سېلابونو د لیبیا په شمال کې یو شمېر نور ښارونه هم اغېزمن کړي دي. ملګري ملتونه اټکل کوي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې لږ تر لږه ۹۰۰ زره کسان مرستو ته اړتیا لري.
دغه سازمان وايي، که د دې سېلاب د رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکړل شوی وای او له اغېزمنو سیمو د اوسېدونکو ایستل په وخت ترسره شوي وای، ښايي د انساني تلفاتو شمېر کم شوی وای.
خو تر ليبيا وړاندې دانيال توپان په يو شمېر نورو هېوادونو کې هم زيانونه اړولي وو.
دغه توپان په یونان کې د بې ساري سېلابونو لامل شوی او په ترکیه او بلغاریا کې یې یو شمېر کسان وژلي دي.

د عکس سرچینه، AFP
د اتن د ملي مشاهداتو څېړنیز مرکز کې د اتموسفیر ساینسپوه او د مدیترانې چورلیځې شبکې ساینسي همغږی کوونکی سټاوروس ډیفیس وايي، ډانیال توپان یوه استثنايي پدیده وه.
هغه بي بي سي ته وویل: "دا یو له خورا ویجاړوونکو او وژونکو توپانونو څخه و چې موږ په معاصر تاریخ کې لیدلی دی." موږ هېڅکله د کال په دې وخت کې د مدیترانې په دغه برخه کې د دانیال په څېر سیسټم نه ګورو. دا یوه عادي پدیده نه ده. "کله چې دانیال مدیترانې ته ننوت، ډېر یې ځواکمن کړ، چې ګرمه او مرطوبه هوا ورسره ملګرې شوه."
هغه وايي چې دا توپان د ایانوس په پرتله درې برابره قوي و چې په ۲۰۲۰ کې یونان ته ورسېد.
د ښاغلي ډیفیس په وینا، دانیال توپان مخکې له دې چې د لیبیا پر لور حرکت وکړي، د یونان په مرکزي برخه کې په دریو ورځو کې شاوخوا یو متر او لس سانتي باران لامل شو.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
دغو بې ساري سېلابونو په یونان کې کلي تر اوبو لاندې کړي او لږ تر لږه ۱۰ تنه یې وژلي دي.
د سټلایټ عکسونو ښودلې چې د مرکزي یونان په تیسالي کې شاوخوا ۷۳۰۰۰ مربع متره ځمکه چې یوه مهمه زراعتي سیمه ده تر اوبو لاندې ده.
د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس وویل چې د هېواد خلک د طبیعت له "خورا غیر مساوي جګړې" سره مخامخ دي.
دا په هېواد کې د څو اونیو تودوخې هوا او له ځنګلي اورونو وروسته، د هوا د سخت بدلون یوه بله نښه ده.
ښاغلي ډفیس وویل چې د مدیترانې په اوږدو کې د توپان خورا ورو حرکت او د ډېر رطوبت او تودوخې جذب د دې لامل شوی چې دا د استوایي توپان ځانګړتیاوې ولري.
هغه وايي کله چې توپان وچې ته ورسېد، نو د باران په بڼه یې په زیاته اندازه جذب شوې رطوبت خارج کړ.

د عکس سرچینه، EPA
د لیبیا په شمالي ساحل کې د اورښت اندازه په یوه ورځ کې له ۱۵ سانتي مترو څخه تر ۴۰ سانتي مترو پورې حساب شوې چې دا په لنډه موده کې د ورښت غیر معمولي مقدار دی.
د باران اندازه په لوړو ځایونو او غونډیو کې لوړه وه.
ښاغلي ډوفیس وویل چې د انسان په لاس رامنځته شوي اقلیم بدلون دا ډول توپانونه پیاوړي کړي دي او که څه هم دوی لا هم نشي کولی د دانیال رامنځته کېدل مستقیما اقلیم بدلون ته منسوب کړي، مګر دا یقیني ده چې رطوبت او لوړه تودوخه یې د پیاوړتیا لامل شوی.
هغو دوو بندونو ځانګړې ګټه درلوده چې له دې توپان وروسته درنه ته نژدې مات شول.
د شیفیلډ پوهنتون انجینرې الیزابت بومن بي بي سي ته وویل، دا بندونه د دې لپاره ډیزاین شوي چې اوبه ورو کړي نه دا چې په بشپړه توګه یې ودروي.
د کاناډا وېروونکي اورونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې کال له لویو او بدو پېښو، د کاناډا اورونه هم ګڼل کېدای شي.
څېړونکو تېره اونۍ اعلان وکړ چې دا په هېواد کې د طبیعي اورونو لګېدو تر ټولو بد فصل دی.
د کاناډا د ځنګلونو د اور وژنې مرکز په وینا، په دغو اورونو کې ۱۳ میلیونه او ۳۰۰ زره هکتاره طبیعي سیمې هم سوځېدلې دي. دا په ۱۹۹۵ کې د ۷٫۱ میلیون هکتاره سوځېدلې ځمکې د پخواني ریکارډ دوه برابره دی.
دې اورونو په لسګونو زره خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل او د کاناډا او د امریکا متحده ایالاتو په ډېرو برخو کې یې هوا ککړه کړه چې لوګی یې ځینې وخت اروپا ته هم ورسېد.
د دې ترڅنګ د نړۍ نورې برخې د یونان او هاوای په ګډون د ویجاړوونکو اورونو شاهدې دي. د هاوای ایالت د ماوي ټاپو په لاهینا ښار کې د اورلګېدنې له امله ۹۷ تنه وژل شوي دي. مخکې د مړو شمېره ۱۱۵ وه، چې د سپتمبر په ۱۵ اصلاح شوه.
که څه هم ډېری ځنګلي اورونه د بریښنا یا تالندې یا د انساني کړنو له کبله رامنځته شوي، ساینس پوهان وايي چې د اقلیم بدلون یې لمن ډېر کله پراخه او ډېر سخته کړې ده.












