ایا ټوله شپه موبایل چارجول بیټرۍ ته زیان رسوي؟

موبایل ټیلیفون

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, محمد صهیب
    • دنده, بي بي سي اردو

د ډي کنورسیشن جریده چې د ساینس او ټیکنالوژۍ په اړه راپور ورکوي، وايي ډېری نوي زیرک ګرځنده ټیلیفونونه د چارجولو لپاره له ۳۰ دقیقو تر دوو ساعتونو پورې اړتیا لري.

د چارجولو لپاره د اړتیا اندازه هم ستاسو د موبایل د بیټرۍ ظرفیت سره تړاو لري او دا چې تاسو سره شته چارجر څومره ځواکمن دی.

په شپه کې د موبایل په چارج کې پرېښودل نه یوازې غیر ضروري دي، بلکې دا ستاسو د موبایل ټیلیفون د بیټرۍ وړتیا په چټکۍ سره د کمېدو لامل کېږي، چې په دې توګه د موبایل بیټرۍ کمزورې کوي.

د کارپوهانو مشوره دا ده چې د ټیلیفون له بشپړ چارجولو څخه ډډه وکړئ (د بېلګې په توګه د موبایل بیټرۍ په یوه چارج کې له صفر څخه سل سلنه ما چارجوئ). د سامسنګ لارښوونه کوي چې ستاسوموبایل سل په سلو کې ډیر ځله چارجول ستاسو د موبایل بیټرۍ ته زیان رسولی شي.

د کارپوهانو په وینا، غوره ده چې موبایل په یو وخت کې له ۲۰ تر ۸۰ سلنې پورې چارج کړئ. خو دوی دا هم وايي چې ستاسو د موبایل بیټرۍ د اوږدې مودې لپاره چارجولو له امله د چاودېدلو چانس لږ دی. د ګرځنده ټیلیفون بیټرۍ چاودلو لاملونه ښايي بیټرۍ کې د نورو نیمګړتیاو له امله وي.

معمولا، د چارجولو غلط کېبل یا بیټرۍ چې د تودوخې د ضایع کیدو توان نلري، هم ښایي د چاودنې لامل شي.

ولې د لیټیم بیټرۍ چاودنه کوي؟

ګرځنده ټیلیفون

د عکس سرچینه، Getty Images

د کمبرېج پوهنتون کې د انرژۍ زېرمه کولو کارپوه پروفیسورې کلیر ګري بي بي سي ته د لیټیم بیټرۍ په اړه وویل، موږ اوس باید د بیټرۍ خوندي ټیکنالوژۍ خوا ته ولاړ شو.

د اغلې ګري په وینا که څه هم د دغو بیټریو د جوړولو پر مهال ډېرې ستونزې په ګوته شوې، خو لا هم ځینې ستونزې پر ځای پاته دي.

د دې لپاره چې پوه شئ، ولې د لیټیم بیټرۍ چووي، دا مهمه ده پوه شئ چې بیټرۍ څنګه کار کوي. د بیټرۍ جوړښت داسې دی چې دا کیتوډ، انود او لیټیم لري.

د کیتوډ او انود ترمنځ یوه عضوي مایع شته چې د الکترولیت په نوم یادېږي او دا یوه جلا کوونکې مایع ده.

لیټیم د انود او کیتوډ ترمنځ د جلا کوونکي په توګه موجود دی. که بیټرۍ ډېر ژر چارج شي، تودوخه ورسره تولیدېږي او د لیټیم پلېټونه کولای شي د انوډ په شاوخوا کې د شارټۍ لامل شي.

همدارنګه ځینې نورې ډېرې وړې تېروتنې هم په بټرۍ کې د شارټ کېدو لامل کېدای شي، لکه په بېټرۍ کې د فلزي نوکې پاتې کېدل، یا په بیټرۍ کې یو کوچنی سوری، چې ښايي تر یوه وخته ښکاره نه شي، تر هغه چې تاسو یې دوه یا درې ځله چارج کړئ.

د موبایل د خوندي جارجولو ځینې لارښونې

موبایل

د عکس سرچینه، Getty Images

د دغو لارښوونو له لارې کېدای شي ستاسو د ټیلیفون بیټرۍ د اوږدې مودې لپاره کار وکړي او د احتمالي پېښو رامنځ ته کېدو کې هم ستاسو مرسته کولی شي.

د خپل موبایل وروستی سافټویر ته تازه کړئ

د موبایل لپاره اصلي یا منل شوي چارجرونه وکاروئ، ښايي نور چارجرونه د برېښنا ټاکلې اندازه ونه لېږدوي.

موبایل مو له ډېرې لوړې او یا ټیټې درجې تودوخې څخه وساتئ. له صفر تر ۳۵ درجو غوره تودوخه ده.

هڅه وکړئ خپل موبایل له ۲۰ څخه تر ۸۰ سلنې پورې چارج وساتئ او هېڅکله ټیلیفون په بشپړ ډول ۱۰۰ سلنه مه چارجوئ.

خپل موبایل د شپې چارجولو ته مه ږدئ او که بیټرۍ یې په بشپړ ډول چارج شوې وي نو سمدلاسه یې له چارجه وباسئ.

که تاسو فکر کوئ چې ستاسو د ګرځنده ټیلیفون ګرمېږي او یا بیټرۍ یې پړسېدلې ده، سمدلاسه یې اړوند د جوړولو ځای ته ورسوئ.