نوی ایفون ۱۵ ولې ډېر ګرمېږي؟

ایفون

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

اپل شرکت د خپل چلیز نظام (اپرېټېنګ سیستم) کې خپله نیمګړتیا منلې ده او د اچې د انسټاګرام کاریال (اپلیکېشن په شان) اپونو تازه کولو کې یې د نوي ایفون ۱۵ د تودوخې درجه ډېره لوړېږي.

وروسته تر هغه چې سپتمبر کې اپل ایفون ‍۱۵ بازار ته راویوست، د نوي ایفون ځینو کارنو یې شکایت وکړ چې ګنې ډېر زیات ګرمېږي او ان ځینې وخت نه شي لمس کېدلی.

اپل شرکت ویلي، یوه تېروتنه یې په ګوته کړې ده چې ټیلیفون کې د ای‌او‌اېس ۱۷ سیستم تازه کولو پرمهال رامنځ ته کېږي.

خو دا ادعا هم کوي چې د دغه شرکت په نورو کاریالونو کې بدلونونه "پر سیستم د زیات بار راتلو لامل ګرځي".

د ایفون کاروونکي تمه لري چې موبایلونه د لومړي ځل چالانېدو او فعالېدو یا د بک اپ (شاتړ) لمېسې (کاپي) خوندي کولو پرمهال ډېر ګرمېږي.‌

خو دا ستونزه له ایفون ۱۵ سره لا ډېره شوې ده.‌

کارنو د خپلو شکایتونو ډاګیزه کولو لپاره خواله رسنیو ته مخه کړې چې وايي نوی ایفون ډېر ژر اور اخلي.

اپل شرکت ویلي دا ایفون په لومړیو ورځو کې "فعالیت ته د چمتو کېدو پرمهال یا د نا مطلوبو کاریالونو د ډېر فعالیت له کبله" یو څه ګرمېږي.

دغه شرکت زیاتوي: "دا څرک مو ولګاوه چې کوم څه د تمې خلاف د ایفون د حرارت درجې د لوړېدو لامل کېږي".

په دې کې د اې‌او‌اېس ۱۷ چلیز غونډال (اپرېټېنګ سیستم) تېروتنه هم شامله ده، دا ایفون کې د os تر ټولو وروستۍ او تازه بڼه ده.

اپل وايي "یوه بله ستونزه هم شته چې د نورو شرکتونو په تازه شویو کاریالونو کې پر چلیز نظام د بار د ډېروالي لامل ګرځي"، اپل اوس د کاریالونو له جوړوونکو سره پر دې کار کوي چې نیمګړتیاوې سمې کړي.

د نورو شرکتونو کاریالونه

ایفون

د عکس سرچینه، REUTERS

اپل وايي، انسټاګرام، اوبر او د وېډیويي لوبو اسفالټ ۹ (Asphalt 9)، کاریالونه هم د دې ستونزې راپیدا کېدو کې یو لامل بلل شوی.

انسټاګرام شرکت لا له وړاندې تېره اونۍ خپل کاریال کې ستونزه حل کړې ده.

په چلیځ سیستم ای‌او‌اېس ۱۷ کې په ډاګه شوې نیمګړتیا سمول به د ایفون کارندوالی عادي حالت ته راستون نه کړي.

اپل شرکت وايي، د ایفون د حرارت درجې لوړوالی پر نوې ټیټانیم پوښتۍ پورې اړه نه لري چې په ایفون ۱۵ پرو او ایفو ۱۵ پرو مکس کې د زنګ وهلو ضد مقاومت کوونکي پولاد پر ځای کارول شوې ده، چې پخوانیو ځیرک ټیلیفونونو کې کارېدلې وه.

اپل دا نه مني چې ګنې د موبایل ګرموالی دې پر نوي یو بي اسې سي چارجځي پورې تړاو ولي.

اپل شرکت ویلي دا ستونزه د الې پر سلامتیا پورې کوم تړاو نه لري او نه هم کارنو ته کوم خطر پېښوي او په اوږدمهال کې د ټیلیفون پر فعالیت هم اغېز نه کوي.