ایفون ۱۴ له کومو ځانګړنو سره بازار ته راځي؟

The New Apple iPhone 14

د عکس سرچینه، Apple

اپل کمپنۍ دا ځل د خپلو ځیرکو مبایلونو د لړۍ په دوام د ایفون ۱۴ مخکتنه وکړه.

دغې کمپنۍ امریکا کې د ایفون ۱۴ مخکتنه په یو لړ رسمي مراسیمو کې کړې چې له کورونا وبا وروسته پکې د لومړي ځل لپاره ګڼو خلکو هم ګډون کړی وو.

ټاکل شوې چې د ایفون دغه نوې بڼه به ډېر ژر بازار ته وړاندې شي.

په دغه مخکتنه کې د اپل ساعت الټرا بڼه هم نندارې ته وړاندې شوې چې ایفون ۱۴ سره به یو ځای بازار ته روړاندې کېږي.

د ایفون نوی لاسي ساعت د دغو ساعتونونو د لړۍ اتمه بڼه ده چې د (سیریز اېټ) تر نامه لاندې به بازار ته وړاندې کېږي.

اپل ساعت اتمه بڼه

بازار ته نوې راتلونکی دغه لاسي ساعت د موټر د ټکر تشخیص، په ښځو کې د حمل اخیستو لپاره د بدن د تودوخي درجې مالومولو خبرتیا او اوږده موده چارج ساتلو وړتیا تر څنګ یو لړ نورې ځانګړنې هم لري.

له هغه راهیسې چې امریکا کې د حمل لېرې کولو په اړه قوانین نوي شول، ډېرې مېرمنې اوس د خپل میاشتني عادت په اړه احتیاط کوي او غواړي کره وخت یې مالوم وي.

اپل ساعت اتمه بڼه

د عکس سرچینه، Apple

اپل ساعت له نویو ځانګړنو سره ښځینه کارونکو ته د خپل میاشتنې عادت په اړه معلومات ورکوي او د ځینو معلوماتو له ثبت وروسته ان دا ورته مالوموي چې په کوم وخت کې یې د بدن تودوخه زیاته او د مېندواره کېدو چانس لوړ دی.

هغه ښځې چې غواړي مېندوارې شي، د ساعت د سیسټم له برابرولو وروسته په شپه کې له هرو پنځو ثانیو وروسته د بدن وضعیت کنټرولوي او په بدن کې د ډېر کوچني بدلون له پېښدو سره هم یو زیګنال ورکوي چې څه وخت کې د مېندوارۍ چانس لوړ وي.

په دې اړه يو شمېر ښځو سره اندېښنې وې چې اپل واچ له لارې یې مالومات نورو سره شریکېږي، خو اپل کمپنۍ یې اوس د خوندیتابه ډاډ ورکړی چې ځانګړی کوډ به لري اوبل څوګ ورته لاسرسې نه شي موندلی.

د اپل کمپنۍ عملیاتي مشر جیف ویلیمز وايي:" موږ د ښځو روغتیا برخه کې خپله ژمنیتا لا پسې زیاتوو."

د دغه ساعت بله نوې ځانګړنه د موټر د ټکر تشخیصول دي، چې له ټکر وروسته سم لاسي د ساعت څښتن بېړنیو خدمتونو سره نښلوي او د پېښې د کره ځای او وخت په اړه مالومات ورکوي.

درېیمه ځانګړنه یې ډېره موده د چارچ دوام دی، نوې ماډل ساعت د دې وړتیا لري چې ۳۶ ساعته چارج وساتي.

د اپل واچ سیریز۸ بیه امریکا کې ۳۹۹ ډالره او انګلنډ کې ۴۱۹ پونډه ده.

ساعت

د عکس سرچینه، Apple

د عکس تشریح، اپل ساعت الټرا بڼه

اپل ساعت الټرا بڼه

د اپل کمپنۍ دا نوی ساعت په دسې بڼه جوړ شوی چې اوبه او خاورې نه ور ننوځي او د باندنیو ضربو پر وړاندې یې مقاومت زیات دی.

اپل کمپنۍ د پولر او ګرمېن په نامه سیالو شرکتونو پر وړاندې د دغه نوي ساعت د مقاومت زیاتوالي اعلان وکړ.

ټول الټرا ساعتونه تر ۳۶ ساعتونو پورې د چارچ ساتلو وړتیا لري.

د دغو ساعتونو بیه امریکا کې ۷۹۹ ډالر او انګلنډ کې په ۸۴۹ پونډه ټاکل شوې.

ایفون

آیفون ۱۴

ایفون ۱۴ په دوو اندازو کې کوچنی(ایفون ۱۴) او لوی(ایفوین ۱۴ پلس) بازار ته راځي.

دغه نوی مبایل د سټیلایټ له لارې په عاجل یا بېړنیز حالت کې د پیغام استولو وړتیا لري. دا مبایل په بېړنیز وضعیت کې د شاوخوا ګرځنډ سټیلایټ موقعیت ښيي او دا هم ښيي چې څنګه موبایل د سټیلایټ پر لور برابر کړل شي. دا د یوه لومړني پیغام استولو لپاره له ۱۵ ثانیو تر څو دقیقو پورې وخت اخیستلای شي.

د سي سي اېس انسایډ یو شنونکی بن ووډ وايي:" د سپوږمکۍ وړتیا ډېرولو برخه کې پانګونې ته باید په کمه سترګه و نه کتل شي، کلونه وخت یې نیولی چې اپل شرکت دا ځانګړنې اضافه کړي چي د سټلایټ له لارې بیړنیز حالت کې پیغام واستول شي."

د تخنیکي چارو شنونکي پاولو پېسکاټور ویلي باوري دی چې دا نوښتونه به هغو کاروونکو ته ښه زیری وي چې سختو لارو کې وي.

Apple iPhone 14 Pro

د عکس سرچینه، Apple

د ایفون ۱۴ کمره

د ټکنالوژۍ دغه لوی شرکت د نوي ایفون ۱۴ کمره ۱۲میګا پېکسله اعلان کړه چې له یوه خوځنده او متحرک څیز په چټکۍ عکس اخلي، دغه شرکت ادعا کوي چې نوې کمره یې په کمه رڼا کې تر ۴۹ سلنه ښه عکس اخلي.

په لومړي ځل یې کامره داسې جوړه شوې چې د مخ (سلفي کمره) آټو فوکس عکس اخیستو وړتیا لري.

د اپل په وینا، د آیفون کاروونکو تېره ۱۲ میاشتو کې له درې تریلیونو ډېر عکسونه اخیستي.

د ایفون ۱۴ بیه امریکا کې ۷۹۹ ډالره او انګلنډ کې ۸۴۹ پونډه ټاکل شوې ده.

AirPods Pro

د عکس سرچینه، Apple

ایفون ۱۴ پرو

د ایفون ۱۴ او ایفون ۱۴ پرو مکس ډيزاین کې تر ټولو لوی بدلون د سکرین پورتنۍ برخه کې دی چې ګولۍ ته په ورته بڼه پرې کړل شوی.

ایفون ۱۴ کې بل لوی بدلون دا دی چې تل یې سکرین روښانه وي، یوازې هغه وخت یې د سکرین رڼا کمېږي چې نه یې کاروئ.

دا مبایلونه د سپین، طلایي او تور رنګونو تر څنګ په بنفش رنګ کې هم جوړ شوي.

بیه یې امریکا کې ۹۹۹ ډالره او انګلنډ کې ۱۰۹۹ پونډه ټاکل شوي ده.

غوږۍ(ايېرپونډز)

ایفون ۱۴ لپاره ځانګړې غوږۍ هم جوړې شوي چې د مخکینیو پرتله یې موندل اسانه دي.

هره جوړه له یوه نوي سیسټم سره راغلې چې له مخې یې یوه ورکه شوې هغه موندل کېدی شي. کله چې ترې ولویږې نو زنګ وهي. له دې سربېره د غوږۍ ډبی خپل لوډسپیکر لري او له (فاینډ مای اپ) له غوښتلو سره لوړ غږ کوي.

نوي ایېرپوډز پرو ۲۴۹ ډالره په امریکا کې او ۲۴۹ پونډه انګلنډ کې پېرل کېږي.