کرېکټ؛ افغانستان په لومړي ځل سوېلي افریقا ته ماته ورکړه

د عکس سرچینه، RCB
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې چارشنبه د متحدو عربي اماراتو شارجه کې د درېیو ورځنیو لوبو لړۍ په لومړۍ سیالۍ کې سویلي افریقا ته په شپږو وېکټو ماته ورکړه.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان سویلي افریقا ته د کرېکټ په یوه نړیواله لوبه کې ماته ورکوي.
د دې لوبې پچه سویلي افریقا ګټلې او لومړی یې پخپله د توپ وهنې پرېکړه کړې وه.
سویلي افریقا د ۳۴ اوور تر ۳ توپه د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۶ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۰۷ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري توپ اچونه کې فضل الحق فاروقي ۴، الله محمد غضنفر ۳ او راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.
د سویلي افریقا لپاره تر ټولو ډېرې(۵۲) منډې ویان مولېر وکړې.

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان له اړخه هم د پیل توپوهنه ښه نه وه او رحمانالله ګوربز د لومړي اور پر درېیم توپ د کومې منډې له جوړولو پرته وسوځېد.
رحمت شاه هم د اتم اوور په وروستي توپ په داسې حال کې په ۸ منډو وسوځېد چې افغانستان یوازې ۱۵ منډې درلودې.
۶۰ منډو ته د افغان لوبډلې رسېدو پورې ریاض حسن او لوبډلمشر حشمتالله شهیدي هم سوځیدلي وو.
خو وروسته عظمتالله عمرزي او ګلبدین نایب د لوبې تر ګټلو ملګرتیا وغځوله. دوی دواړو نسبتآ چټکه لوبه وکړه او د سویلي افریقا لخوا ورکړل شوي هدف یې په ۲۶م اوور کې ځان ورساوه.
د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه فضلالحق فاروقي ته ورکړل شوه چې ۴ لوبغاړي یې سوځولي وو.

د عکس سرچینه، ACB
په دې سره د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي په نړیوال کرېکټ کې خپلې ۱۰۰ ویکټې هم پوره کړې.
د افغانستان لپاره د حشمت شهیدي په لوبډلمشرۍ لوبډله کې رحمن الله ګربز (وېکټ ساتونکی)، ریاض حسن، رحمت شاه، ګلبدین نایب، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر او فضل الحق فاروقي اخیستل شوي وو.
د افغانستان کرېکټ يو ورځينو لوبو لوبډلمشر حشمت الله شهيدي ویلي و، که څه هم سياله لوبډله (سوېلې افريقا) ډېره پياوړې ده خو افغان لوبغاړي هم پوره چمتو دي او خپل تمرينات يې کړي دي
د افغانستان او سوېلي افريقا تر منځ د دريو يو ورځنيو سياليو لوبلړۍ د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب امارتو په شارجه کې نن چهارشنبې پیل شوه.
دا لومړی ځل دی چې جنوبي افريقا له افغانستان سره د کرېکټ لوبلړۍ ترسره کوي.
له جنوبي افريقا سره په دې لوبلړۍ کې د افغانستان تکړه توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ او بل تکړه ورو توپ اچوونکی مجيب ځدراڼ نشته. دوی دواړه د ټپي کېدو له کبله په لوبډله کې نه دی غوره شوي.








