تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران د اسلامي انقلاب ۴۷مه کلیزه: بي بي سي له تهرانه ځانګړی راپور لري
څو اوونۍ وړاندې د امنیتي ځواکونو لخوا د حکومت ضد اعتراضونو تر ځپلو وروسته، د بي بي سي لوړپوړې نړیوالې خبریالې، لیز دوسېت، د لومړي ځل لپاره ایران ته سفر کړی دی.
لیز دوسېت له تهرانه پر دې شرط راپورونه چمتو کوي چې هېڅ یو رپوټ به یې پر بي بي سي فارسي نه خپرېږي. دا محدودیت ایران کې په ټولو فعالو نړیوالو رسنیو پلی کېږي.
د ایران مشرانو پر واټونو د بیرغونو او لیکدړو لګولو سره د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د انقلاب د بریا اووه څلوېښتمه کلیزه پرون ولمانځله. خو د اعتراضونو د پای ته رسولو لپاره د ځواک له بې ساري کارولو وروسته، له ډېرو سره درد لا هم تازه دی. د بشري حقونو فعالانو د ۶۴۰۰ لاریونیانو وژل کېدل تایید کړي، خو خبرداری یې ورکړی چې د وژل شویو اصلي شمېره ښايي له اعلان شوې هغې ډېره لوړه وي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د انقلاب د ۴۷مې کلیزې په مراسمو کې وویل: "موږ له خلکو سره د مقابلې په لټه کې نه یو." هغه زیاته کړه: "زه د حکومت د مسؤل په توګه د نیمګړتیاوو او کمیو له امله بښنه غواړم." هغه وویل: "چمتو یو چې د خلکو غږ واورو." او زیاته یې کړه "له بده مرغه هغه کارونه چې د مرغومي یا جدي پر ۱۸ او ۱۹ نېټه وشول، زموږ هېواد لپاره یې لوی غم رامنځته کړ" او "موږ د خلکو پر وړاندې شرمینده یو."
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د ناکامۍ په پایله کې به نور پوځي بریدونه وکړي.
د ایران رسنیو هم ننیو مراسمو کې په بېلابېلو ښارونو د خلکو د پراخ ګډون راپور ورکړی او دا یې د ایران له دولتي مشرانو او د ۱۳۵۷ کال له اسلامي انقلابه د خلکو د ملاتړ دلیل ګڼلی دی.
امریکا هم په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور زیات کړی او ښاغلي ټرمپ خبرداری ورکړی چې که تهران د خپل هستوي پروګرام په اړه هوکړې ته ونه رسېږي او د لاریونیانو وژنه بنده نه کړي، نو د پوځي بریدونو نښه به وګرځي. ښاغلي ټرمپ پرون سې شنبه (د سلواغې ۲۱مه) وویل چې منځني ختیځ ته پر الوتکې وړونکې بېړۍ او د دویمې ضربتي ډلې پر لېږلو غور کوي.
په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې ترینګلتیا د زیاتېدو لوري ته رهي ده او د ایران د هستوي پروګرام د کابو کولو لپاره خبرې اترې دوام لري، ښاغلی ټرمپ به تر راتلونکو څو ساعتونو پورې په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره وګوري.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د انقلاب د ۴۷مې کلیزې په مراسمو کې په خپله وینا کې وویل چې "د هستوي وسلو په لټه کې نه یو" او "چمتو یو چې هر ډول ریښتیا موندنې ترسره شي." ایران تېره اونۍ په عمان کې د خپل هستوي پروګرام پر سر له امریکا سره خبرې وکړې.
ښاغلي پزشکیان ټینګار وکړ چې "د بې باورۍ لوړ دیوال چې اروپا او امریکا جوړ کړی، اجازه نه ورکوي چې دا خبرې اترې یوې پایلې ته ورسیږي. ایران به د ډېرو غوښتنو پر وړاندې سر ټیټ نه کړي." هغه زیاته کړه "د سیمې د سولې او ټیکاو لپاره په ټول ځواک سره، له ګاونډیو هېوادونو سره په خبرو اترو بوخت یو." ښاغلي پزشکیان وویل "په همدې حالت کې چې دوښمن هڅه کوله زموږ پر خلاف توطئه پلې کړي یا تېری وکړي، ګاونډیو او اسلامي هېوادونو اړیکې نیولې."
د ایران ولسمشر د ترکیې، اذربایجان جمهوریت، قطر، اماراتو، پاکستان، سعودي عربستان او مصر په څېر له ګاونډیو هېوادونو مننه وکړه.
د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر واشنګټن ته د ښاغلي نتانیاهو د سفر په تړاو یوه ویناپاڼه خپره کړې: "لومړی وزیر باور لري چې هر ډول خبرې اترو کې باید د بالسټیکو توغندیو محدودول او د ایراني محور د ملاتړ پای ته رسول په کې وي."
د ایران د مذهبي مشر ستر سلاکار علي شمخاني د انقلاب د کلیزې د لاریون په څنډه کې وویل: "د ایران توغندیز ځواک سره کرښه ده او دا دوسیه د خبرو اترو میز ته نه راځي." ښاغلي شمخاني زیاته کړه: "امریکا تر ډېره د خبرو اترو د بهیر د باوري ښودلو لپاره، په ورته وخت کې د ګواښ له وسیلې هم کار اخلي."
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په یوه اړیکه کې د ترینګلتیا د کمولو او د سیمې د ثبات لپاره د هڅو په اړه خبرې وکړې. د قطر د امیر دفتر اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو مشرانو د چهارشنبې پر ورځ له یو بل سره خبرې وکړې. دا اړیکه هم د بنیامین نتانیاهو سره د ټرمپ د لیدنې په درشل کې ترسره شوې ده.