"له ایرانه هر کال د دوه میلیارده ډالرو توکي واردوو، خو زموږ تولیداتو ته مارکېټ‌ نه برابروي"

سوداګري
    • Author, ببرک احساس
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، افغانستان هر کال له ایرانه د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت توکي اخلي، خو ایران د افغانستان محصولاتو ته لازم بازار نه برابروي.

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل: "موږ له ایران سره ډېرې ښې سوداګريزې اړیکې لرو، د سوداګرۍ کچې پراخېدو ته هم ژمن یو، د دواړو خواوو ظرفیتونه هم په دې برخه کی ډېر دي. موږ هر کال له ایرانه نژدی د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت واردات لرو او دا کچه مخ په ډېرېدو ده."

خو ښاغلی عزیزي زیاتوي "زموږ ډېر نژدې وروڼه، ایرانیان د افغانستان محصولاتو ته لازم مارکېټ نه ورکوي، موږ دا خبره ایراني چارواکو ته هم کړې ده." هغه زیاتوي چې هڅه کوي افغان سوداګرو ته په ایران کې ښه مارکېټ‌ برابر کړي.

له ایران سره یو اړخیزه سوداګري

د شمېرو له مخې، له ایران سره د افغانستان د صادراتو او وارداتو تر منځ توپیر ډېر زیات دی او له ایرانه د افغانستان واردات، ایران ته د افغانستان د صادراتو پرتله څو برابره دي.

ایرانی چارواکی وایي، د روان کال په لومړۍ درېیو میاشتو کې ایران افغانستان ته څه باندې ۷۲۴ میلیونه ډالره صادرات کړي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۸ سلنه زیات شوي دي.

ښاغلی عزیزي وايي: "کله چې موږ هر کال د ایران په څېر هېواد ته د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت مارکېټ ورکوو، باید په ایران کې د خپلو کرنیزو او کانونو د تولیداتو او نورو خدماتو په پلورلو سره د دې شمېرې لږ تر لږه ۲۵ سلنه ترلاسه کړو. موږ غواړو، ایران له تبعیض پرته د افغانستان محصولاتو ته بازار ورکړی."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د افغانستان د سوداګرۍ ټوله کچه شاوخوا لس میلیارده ډالرو ته رسېدلې، چې له دې څخه نژدې دوه میلیارده ډالر صادرات او له ۸ میلیارده دالرو ډېر واردات وو.

خو ایراني چارواکي وايي، چې په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان ته له تیلو نه پرته د ایران صادرات یو میلیارد او ۸۷۱ میلیونه ډالره وو، چې د تېر کال د همدې وخت په پرتله ۱۳،۶ سلنه زیاتوالی ښيي. افغانستان د ایران د صادراتي توکو په کتار کی اووم ځای لری.

د ټیټ کیفیت ایراني تېلو مخنیوی

د طالبانو حکومت چارواکي وایي، په تېر یوه کال کې یې هېواد ته د ۱۲۸ زره ۸۱۱ ټنه ټیټ کیفیت تیلو او ګازو د واردولو مخه نیولې ده.

خو دا نه وايي چې له کومو هېوادونو دا ټیټ کیفیت تېل او ګاز افغانستان ته وارد شوي، خو په تېر یوه کال کې دغې ادارې څو ځلې ایران ته د ټیټ کیفیت د تېلو د بیرته لېږدولو اعلان کړی.

ښاغلي عزیزي له ایرانه افغانستان ته د ټیټ کیفیت تېلو د واردولو په اړه وویل، تر یوه حده د دې کار مخه نیول شوې او د طالبانو حکومت له ګاونډیو هېوادونو د وارداتي توکو پر نورمونو او معیارونو ډېر جدي کار کوي. هغه وایی"په دې برخه کې لا هم ستونزې شته، موږ غواړو په دې برخه کې له خپلو سوداګرو سره یوه هوکړه لرو، چی که دوی هېواد ته د ټیټ کیفیت لرونکي تېل وارد کړي، هغه به بېرته ستنول کېږی."

له پاکستان سره سوداګریزۍ ستونزې

اقتصاد

په افغانستان کې د طالبانو حکومت او د پاکستان ترمنځ‌ له سیاسي ناندریو وروسته،‌ د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ سوداګریزه راکړه ورکړه هم اغېزمنه شوې ده.‌

نورالدین عزیزي له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د ستونزو په اړه وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې دې له توپیري چلنده ډډه وشي، "افغانستان له اقتصادي او سوداګریزې پلوه په هېڅ هېواد پورې تړلی نه دی او نه له چا سره په دې برخه کی توپیري چلند کوي." خو هغه زیاتوي، "دا د پاکستان پالیسی ده او موږ په وار وار پاکستاني چارواکو ته ویلي چې اقتصادي موضوعات له سیاسته جلا کړي."

د طالبانو په حکومت کې د سوداګریزې راکړې ورکړې دغه لوړ پوړی چارواکی زیاتوي، هېواد يې له پاکستان سره د دوديزې او اسانه سوداګرۍ کچې کمولو اراده نه لري. د هغه په خبره له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه په کال کی يو ميليارد ډالرو ته رسېږي او افغان سوداګر ترې لږ تر لږه ۲۵ سلنه ګټه پورته کوي.

د افغانستان پر سوداګرۍ د بندیزونو اغیزې

وروسته له هغه چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، دغه هېواد کې پر بانکونو بندیزونو ولګېدل او د بانکونو له لارې د پیسو د لېږد را لېږد بهیر ډېر ټکنی شو. له همدې امله یې پانګوالو ته ډېر زیان رسېدلی دی.‌

اقتصاد

د عکس سرچینه، @afghanrailway

ښاغلي عزیزي د افغانستان پر سوداګرۍد نړیوالو اقتصادي بندیزونو داغېزو په اړه وايي، "بندیزونه د افغانستان خلکو، خصوصي سکتور، صنعت، سوداګرۍ او د افغانستان اړتیا وړ لومړنیو توکو ته ډېر زیان رسولی." خو زیاتوي، "دا بندیزونه، اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) ته نه، بلکې افغانانو ته زیان رسوي او خلک د مهاجرت، بیوزلۍ او نورو ستونزو پر لور بیايي."

د ښاغلي عزیزي په وینا "اوسمهال په افغانستان کې له ۲۰۰ څخه ډېرو بهرنيو شرکتونو د کرنې، کانونو او صنعت په برخه کې د اوو میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده."

پر سوداګرو ښځو د طالبانو د نويو محدودیتونو اغیزې

ښاغلی عزیزي په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو فعالیتونو په اړه وایي: د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو فعالیتونو ته ژمن دی. هغه وايي، (پنځوس زره) سوداګرې ښځې له کابل ښاروالۍاو (لس زره) سوداګرې مېرمنې د صنعت او سوداګرۍ له وزارت سره ثبت او راجستر دي. د هغه په وينا، يواځينى بدلون چې د سوداګرو مېرمنو په فعاليتونو کې راغلى دا دى، کله چې سوداګرې مېرمنې سفر کوي، بايد يو نارينه محرم یې ملتیا وکړي. خو ګڼ خلک په دې باور دي چې د ښځو په اړه د طالبانو ځپونکې تګلارې د ښځو پر کاروبار منفي اغیز کولای شي.

ښاغلی عزیزي د طالبانو د حکومت له لوري پر ښځو د لا زیاتو بندیزونو دلګولو په اړه د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکرد وزارت د وروستي حکم په اړه وايي: "دا فرمانونه د دین او شریعت له مخې وضع شوي دي"، خو د ده په خبره هغه ډاډه دی چې دا حکمونه د سوداګرو مېرمنو فعالیتونه نه محدودوي.