د جو بايډن او کاملا هرېس په اړه د اېلون مسک جنجالي پوسټ کې څه وو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د پټو چوپړونو ادراه چې د ولسمشر، د هغه د مرستيالې او د امریکا د حکومت د څو نورو لوړ پوړو چارواکو د ساتنې دنده پر غاړي لري بي بي سي ته ويلي چې د جوبايډن او کاملا هرېس په اړه د اېلون مسک له جنجالي پوسټه "خبر" دي.
اېلون مسک چې مېلياردر، د ټېسلا او د اېکس ټولنيزې شبکې (پخواني ټوټېر) څښتن دی په يوه پوسټ کې ليکلي، "ولې هېڅوک ان د ولسمشر بايډن او کاملا هرېس د وژلو هڅه نه کوي."
که څه هم ښاغلي مسک چې د ډونلډ ټرمپ نژدې متحد بلل کېږي پر اېکس خپور دغه پوسټ لېرې کړی خو پر ټولنيزو رسنيو پرې زرګونه کسانو تبصرې کړې او د امریکا سپينې ماڼۍ هم غندلی دی.
تېره ورځ د امريکا فلوريډا ايالت کې د جمهوريپال ګوند له خوا ولسمشريزو ټاکنو ته د نوماند ډونلډ ټرمپ د ګولف ګلب ته څېرمه چېرته چې نوموړي لوبه کوله ډزې شوې وې چې هغه ته په کې هېڅ زيان نه و اوښتی.
د سپينې ماڼۍ په يوه اعلاميه کې چې د اېلون مسک د څرګندونو په تړاو د سې شنبې په شپه خپره شوې راغلي چې، "دا ډول ژبه کارول او خبرې په حقيقت کې غيرمسولانه دي... تاوتریخوالی بايد وغندل شي، هېڅکله ونه هڅول شي او طنز پرې ونشي... سياسي تاوتريخوالی بايد هېڅکله په دې هېواد کې ځای ونلري."
په همدې مهال د امریکا د پټو چوپړونه ادارې ويلي، له پېښې "خبر" دي خو وايي په دې اړه نور جزيات نشي ورکولی.
"زموږ د دندې د بڼې په توګه، موږ د هغو مسايلو په اړه چې د خونديتوب معلوماتو پورې اړوند وي، تبصره نه کوو... خو هغه څه چې موږ ويلی شوو دا دي چې پټې ادارې ټول ګواښونه چې زموږ تر محافظت لاندې کسانو ته مخامخ وي پلټنه يې کوو."
دوه مياشتې وراندې په پنسلوانيا کې پر ډونلډ ټرمپ له بريد وروسته ښاغلی مسک د هغه د نوماندۍ په ملاتړ او پر جوبايډن او کاملا هرېس سختې نيوکې کوي.
اېلون مسک په تازه پوست کې ويلي، "يو درس چې نن مې زده کړ، دا و که چېرې يو څه د خلکو په منځ کې د خندا وړ وي، په دې معنی نه ده چې که پر اېکس يې پوست کړو ټول به يې خندوونکي ومومي."
څو ورځې وړاندې ډونلډ ټرمپ ویلي وو، که سپینې ماڼۍ ته یو ځل بیا بريالی شي، اراده لري چې اېلون مسک په خپله کابینه کې وګوماري.
د اېلون مسک له خوا لېرې کړل شوی پوسټ پر ډونلډ ټرمپ د دویم بريد هڅې ته د غبرګون په توګه ګڼل کېږي خو په همدې حال ډېری خلک دا د جوبايډن او کاملا هرېس پر وړاندې "تاوتريخوالي" ته هڅونه بولي.











