د هند په یوه نایټ کلب کې اورلګېدنه

چارواکي وايي، اور په لومړي سر کې د کلب په پخلنځي کې لګېدلی و.

د عکس سرچینه، Screengrab

د عکس تشریح، چارواکي وايي، اور په لومړي سر کې د کلب په پخلنځي کې لګېدلی و.

هند کې د ګوا ساحلي سیمې ځايي چارواکي وايي، د سیمې په یوه مشهور شپني کلب کې د اورلګېدنې له کبله ۲۵ کسان مړه شوي دي.

داسې باور کېږي، چې په شمالي ګوار کې د ارپورا سیمې دې کلب کې وژل شوي ډېری کسان د کلب کارکوونکي دي، خو سېلانیان هم پکې شامل دي.

پولیس چارواکي وايي، له ځايي وخت سره سم بېګا نیمه شپه د کلب په پخلنځي کې اورلګېدلی، چې وروسته یې نورو برخو ته هم خپور شوی دی.

د یکشنبې پر ګهیځ بیا چارواکو وویل، د مړو شویو کسانو شمېر له لومړنیو شمېرو ۲۳ کسانو زیات شوی او ۲۵ ته رسېدلی دی. ویل کېږي، شپږ ټپیان په روغتون کې بستري شوي، چې روغتیايي وضعیت یې ښه ښوول شوی دی.

د ګوا پولیسو مشر الوک کومار وايي، اور په لومړي سر کې پر ځمکتل د پخلنځي په شاوخوا کې خپور شوی دی. اور نژدې نیمه شپه لګېدلی او اوس کنټرول شوی دی.

دی زیاتوي، د ډېری وژل شویو کسانو مړي د پخلنځي په شاوخوا کې موندل شوي او ''دا ښيي چې د پېښې ډېری قربانیان د کلب کارکوونکي وو.''

پولیسو د پېښې په ځای کې پلټنې پیل کړې دي.
د عکس تشریح، پولیسو د پېښې په ځای کې پلټنې پیل کړې دي.

د ګوا اعلی وزیر پرمود ساونت خبریالانو ته وویل، درې کسان د سوځېدو له کبله مړه شوي او نور کسان د ساه بندېدو له کبله مړه شوي دي. نوموړي زیاته کړه، ''درې، یا څلور سېلانیان'' هم په دې پېښه کې مړه شوي، خو نوموړي د سېلانیانو هویت په هکله څه نه دي ویلي.

د انډین ایکسپرېس خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، اور په بېرچ نومي کلب کې لګېدلی و، چې په رومیو لین ایټ باګا سیمه کې دی. د سمندرغاړې هغه سیمه چې دا کلب پکې موقعیت لري، د کلبونو، مېلمستیاوو او ساعتیري لپاره مشهوره ده او معمولاً پکې د سېلانیانو ګڼه ګوڼه لیدل کېږي.

د ګوا اعلی وزیر وايي، د پېښې په هکله پلټنې پیل شوې دي.

ګوا د عرب سمندرګي په غاړه د پرتګاليانو پخوانۍ مستعمره ده، چې د شپنې ژوند، شګلن ساحلونه او د ساعتیري ځایونه یې هر کال میلیونونو سیلانیان راجلبوي.

رسمي معلومات ښيي چې د کال په لومړۍ نیمایي کې شاوخوا پینځه اعشاریه میلیونه سیلانیان ګوا ته ورغلي وو، چې ۲۷۰ زره یې له بهره ورغلي وو.