پاکستان کې په خوله د طلاق قضیې؛ ولې یې ښځې تر ډېره قربانۍ دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
"کور کې لانجې کونجې هر وخت کېدې، ډېر وخت به یې په طلاقېدو ګواښلم، په هغه ورځ یې سر په سر درې ځله راته د طلاق لفظ وکاراه، خو بیا ترې منکر شو، ما لپاره یې زبادول ستونزمن وو او د همدې لپاره پرله پسې څلور کاله په محکمو ګرځېدم."
صبیحه (مستعار نوم) وايي مېړه یې په یو وخت درې ځله د طلاق لفظ ورته کارولی، خو دې سره داسې څه ثبوت نشته چې محکمې ته یې وړاندې کړای شي.
دا په خپل ذات کې د دې ډول یوازنۍ پېښه نه ده، بلکې پاکستان کې یې هره ورځ ګڼې بېلګې مخ ته راځي او پر کورنیو محاکمو یې له ګڼې ګوڼې ښه پته لکېدای شي.
خو په دې ډول قضیو کې د سړیو پرتله ښځې له له ډېرو زیاتو ننګونو سره مخامخېږي.
د کورنیو مسایلو اړوند محاکمو کې د طلاق او خلع اخیستو ګڼې قضیې روانې وي، خو په دوی کې ډېرې داسې هم وي، چې ښځې غواړي دا زباد کړي چې مېړه یې په خوله درې ځله طلاق ورکړی دی.
دمګړۍ یوازې د پېښور په محکمو کې د همدې ډول ۶۵ قضیې پرتې دي.
د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له پیل رانیولې د ۲۰۲۳ کال د اپرېل میاشتې تر پیله پېښور کې د کورنیو مسایلو اړوند شپږو محکمو کې د طلاق زر او د خلع اخیستو تر ۱۶۰۰ ډېرې قضیې ثبت شوې.
په دې موده کې تر ۶۰ ډېرې داسې پېښې هم مخ ته راغلې، چې له ښځو سره د طلاق کوم ثبوت نه وي، خو وايي مړونو په خوله طلاق کړې دي.
بي بي سي له همدې ډول ښځو سره خبرې او هڅه کړې دا مالومه کړي، چې په داسې وضعیت کې محاکمو ته تګ او ځان برحقه ثابتول څومره ستونزمن وي.
"محکمې ته په راتګ راتګ ستړې شوې یم، خو حوصله نه بایلم"

صبیحې ته اوس تر ټولو مهمه دا ده چې خپله زوی ترلاسه کړي. همدا لامل دی چې تېر څلور کاله یې محکمو ته منډې رامنډې کړې.
هغې بي بي سي ته وویل "دا کار اسان نه دی – خو ما ته مې د ژوند تر ټولو ستر هدف د زوی ترلاسه کول دي. که څه هم څلور کاله پر محاکمو ګرځېدو ستړې کړې یم، خو حوصله مې نه ده بایللې."
نوموړې زیاتوي چې قانون او محکمې ته په تګ ترې خپلو خپلوانو لاس اخیستی او راشه درشه یې ورسره پرېښې ده.
صبیحه وايي "داسې مې انګېرله چې محکمې ته په تګ به انصاف ترلاسه کړم - خپل حق به وګټم او زوی به مې په لاس راشي. اوس دا دی څلور کاله پوره کېدونکي دي، خو هېڅ هم نه دي شوي."
نوموړې ویلي "زه هره میاشت د محکمې تاریخونو ته ځم، خو مېړه مې نه راځي. پنځه شپږ میاشتې وروسته چې راشي، د شواهدو خبره کوي، ثبوتونه غواړي، شاهدان غواړي. زه شاهد له کوم ځایه راولم؟ ټول مې د مېړه خپل خپلوان دي."
لګښتونه
صبیحې له بي بي سي سره داسې حال کې خبرې کولې چې پلار یې هم ورسره و. هغه مایوسه ښکارېده.
نوموړې وویل هره میاشت چې محکمې ته راځي او تاریخونو کې حاضري ورکوي، نو لږترلږه له دوه تر دوه نیمو زرو روپیو مصرف پرې راځي.
هغه دا کار له تېرو ۴ کلونو کوي. دې په دې موده کې یو وکیل هم بدل کړی دی. د هغوی فیسونه هم ورتر غاړې دي.
صبیحه وايي مېړه یې له خپلوانو و. د واده لومړیو وختونو کې حالات ښه وو. "خو وروسته مالومه شوه چې مېړه مې کار نه کوي، له ملګرو سره ګرځي راګرځي. د همدې لپاره زه اړ شوم چې کار وکړم. خو خسرګنۍ مې ویل چې ته کار ته ځې نو د کلي خلک موږ پورې خبرې کوي."
د نوموړې په وینا په دې موده کې یې زوی هم شو خو بالاخره مېړه په ۲۰۱۹ کال کې په خوله طلاق کړه.
هغې دا موضوع له خپل پلا او ماما سره شریکه کړې، خو وايي مېړه مې اوس "کله دا خبره مني او کله انکار ترې کوي."
د منځګړو له هڅو سره سره کوم حل لاره پیدا نه شوه او صبیحه اړ شوه چې محکمې ته مخه کړي.
ما مجبورآ خلع واخیسته

د عکس سرچینه، Getty Images
د بلقیس (مستعار) په نوم یوه بله ښځه هم له ورته ستونزې سره مخ وه. خو دا وايي مجبورآ یې بالاخره له مېړه خلع واخیسته.
بلقیس لا کالج ته تلله چې د تره زوی ته واده شوه. له دې وروسته یې شخړې او لانجې ډېرې شوې.
هغه وايي پنځه وروڼه مې دي، زه یې یوازنۍ خور یم. خو یو هم راسره ونه درېد. چې محکمې ته راتلم نو یوازې مې مور راسره وه. څلور ماشومان لرم – مېړه مې په ۲۰۱۸ کال کې په خوله طلاق راکړی و. خو ما سره یې هېڅ شواهد نه وو.
نوموړې وايي – "محکمې ته یوازې تلم راتلم. څو وکیلان مې بدل رابدل کړل. بالاخره یې زما غوښتنه په خلع اخیستلو بدله کړه. اوس له مور او پلار سره اوسم. "
هاخوا صبیحه هم وايي محکمې له راتګ وروسته ورته مالومه شوه چې دلته د دې غوندې ګڼې نورې ښځې هم شته. ډېرې داسې مېرمنې شته چې دې ته له ورته وضعیته کړېږي.
وکیلان هم په شک کې دي

پېښور کې وکیل میا ولي شاه تر ډېره د کورنیو مسایلو اړوند دوسیې پر مخ وړي.
هغه وايي له نن شل کاله وړاندې پېښور کې د کورنیو مسایلو اړوند یوازې دوه قاضیان وو.
"هغه مهال به له دېرشو تر څلوېښتو دوسیې ثبتېدلې - پنځه یا شپږ به پکې د طلاق یا خلع اخیستو وې. د پرویز مشرف پر مهال قانون کې اصلاحات راوستل شول چې د طلاق او خلعې پېښې ورسره ډېرې شوې، ځکه د دغو تعدیلاتو له مخې ښځو ته د خلع اخیستل اسان شول."
دی زیاتوي اوس "یوازې پېښور کې د کورنیو د مسایلو اړوند اته محکمې دي او په هره محکمه کې د ورځې له سلو د ډېرو دوسیو پرېکړې کېږي. په دوی کې ګڼې دوسیې د طلاق او خلعې هم وي.
د وکیل شاه ولي په وینا محاکمو کې ډول ډول قضیې او مجرمان کښته پورته کېږي. کله چې د ښځو مخه راشي، نو دا ورته نوې نړۍ وي، ان په دې هم نه پوهېږي چې باید څه وکړي. ځینې مجبورېږي چې دلته باید هغه کیسې وکړي، چې خپلو میندو او پلرونو ته یې هم نه شي کولی.
محاکمو کې ترې ډول ډول پوښتنې کېږي."
دی وايي مړونه اکثرا په داسې قضایاو کې همکاري نه کوي - تاخیري حربې کاروي او ستونزې ټولې ښځو ته مخ کې پرتې وې.
وکیلان وايي ښځې اکثرآ هڅه کوي چې د طلاق او خلع اړوند قضیې له محکمې بهر د مشرانو، منځګړو او جرګو له لارې حل کړي.
حکومت څه رول لري؟
قانو کې د ژبې یا خولې د طلاق په اړه ابهام مجود دی.
که څه هم د طلاق دا ډول بڼې ډېرې وي، خو اکثرآ مړونه بیا ترې انکار کوي.
همدا د دې لامل کېږي چې ستونزه اوږده او د حل موندل یې کلونه کلونه وخت واخلي.











