په مېندوارۍ کې د درنو وزنونو پورته کول مور او ماشوم ته کوم خطرونه پېښوي؟

د هندي پولیسو یوه مشره چې د حمل یې اوومه میاشت ده، د وزن پورته کولو سیالۍ کې ګډون کړی. تصویر کې ښکاري د لوبڅار یې تر شا ولاړ دی او دا وزن پورته کوي. د وزن پورته کولو فشار یې په څېره کې ښکاري ځکه مخ یې سور شوی او د مرۍ رګونه یې پړسېدلي دي.

د عکس سرچینه، Sonika Yadav/Facebook

په هندوستان کې د دیلي پولیسو یوې مشرې سونیکا یادو د اوو میاشتو حمل لرلو پرمهال د وزن پورته کولو سیالۍ کې ۱۴۵ کیلو وزن پورته کړ چې بحثونه یې را پورته کړي دي. دغې مېرمنې په دې سیالیو کې یو مډال یې هم وګاټه.

ځینې کسان په دې باور دي چې په داسې حالت کې وزن پورته کول د مېندوارې ښځې او ماشوم لپاره خطرناک دي. خو سونیکا وايي، په هندوستان کې ډېری خلک مینداري د یوې ناروغۍ په څېر ګڼي او دا هڅه کوي چې دغه ناسم فکر په وړاندې مبارزه وکړي.

د اندرا پردیش په "ال‌انډیا پولیس ویټ لیفټینګ" سیالیو کې دا اخیستل شوې ویډیو ډېره مشهوره شوې ده چې په کې د اوو میاشتو مېندوارې سونیکا یادو ۱۴۵ کیلو وزن پورته کړی او د کانسي مېډال یې خپل کړ.

ويډیو کې ښکاري چې دا وزن پورته کوي‌ خو کله چې وزن بېرته کښته کوي نو مېړه یې د مرستې لپاره ورمنډه اخلي او په همدې وخت ډېرو خلکو ته معلومېږي چې سونیکا حامله ده.

دغه ویډیو وایرل شوه، خلکو یې ستاینه وکړه. خو بل پلو بحثونه هم پیل شول چې ایا هغه خپل ځان او ماشوم په خطر کې اچوي که نه.

په ټولنیزو رسنیو ډېرو خلکو د سونیکا په دې پرېکړې پوښتنې کړې ځېنو یې دا کار خطرناک او بې‌ پروایي ګڼلې، او ځینو خو ان ویلي چې هغه خپل ماشوم په خطر کې اچوي.

سونیکا وايي چې هغه ښه پوهېږي چې څه کوي.

هغې وویل:

"زه له تېرو دوو یا درېیو کلونو راهیسې پاور لیفټینګ کوم. ما د دې سیالۍ له ګډون مخکې خپل ډاکټر سره مشوره کړې وه. ډېرو کسانو ان دا هم وویل چې زه د خپل راتلونکي ماشوم سره مینه نه لرم. دا حقیقت نه دی. زه په خپل نس کې لویېدونکي ماشوم سره هغومره مینه لرم لکه څومره چې له خپل لوی زوی سره لرم."

سونیکا ویټ لیفټېنګ ته څنګه راغله؟

.

د عکس سرچینه، Sonika Yadav

سونیکا په دې برخه کې خپل سفر د ۲۰۲۲ کال په پیل کې د ویډیو له وایرل (مشهور) کېدو مخکې پیل کړی و.

هغې وویل:

"په هغه وخت کې زما وزن ډېر زیات و او له همدې امله زه په بېلابېلو ناروغیو اخته شوې وم، د دې ستونزو د حل لپاره جیم ته لاړم."

سونیکا زیاتوي:

"زما مېړه مشوره راکړه چې که زه دومره وزن پورته کوم، نو باید په کومه سیالۍ کې ګډون وکړم. د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې مو پرېکړه وکړه چې زه به په پاورلیفټینګ (وزن پورته کولو سیالیو) کې برخه واخلم."

همدغه کال په اګست کې سونیکا یادو لومړی ځل د ایالتي ډیډلیفټ سیالیو کې برخه واخېسته او د سرو زرو مېډال یې وګاټه.

کله چې سونیکا د پولیسو (ویټ لیفټینګ کلسټر) لپاره چمتووالی پیل کړ، نو ډېر ژر خبره شوه چې هغه مېندواره ده.

هغې وویل:

"د یوې شیبې لپاره مې فکر وکړ چې کېدای شي دا تېروتنه وي او زما لوبه پرې اغېزه وکړي."

خو د ماتې منلو پر ځای سونیکا له خپل ډاکټر سره مشوره وکړه.

سونیکا وايي:

"ما ډاکټر ته وویل، زه وزن پورته کوم او په تېرو دوو کلونو کې مې په ملي کچه برخه اخیستې او زه سږ کال هم سیالۍ کول غواړم، زه دمه نه غواړم."

ډاکټر ورته وویل:

"که بدن دې اجازه درکوي، نو دا کار جاري وساتئ خو بدن ته مو هم پام کوئ."

دغه مشوره سونیکا ته لارښودنه شوه. هغې په احتیاط سره تمرین وکړ او د خپل ډاکټر سره په اړیکه کې پاتې شوه.

.

د عکس سرچینه، Sonika Yadav

د هغې په خبره:

"زه په دې کار کې بریالۍ شوم، ما د مېندوارۍ پر مهال وزن پورته کول نه و پیل کړي. زما بدن په تېرو دوو یا درېیو کلونو کې د دې لوبې سره ډېر ښه بلد شوی و. زه هماغه کار کوم چې له مخکې ورسره بلده یم."

د هغې مېړه تل له هغې سره و، هغه یې ساتنه کوله او بشپړ ملاتړ یې کاوه.

سونیکا وايي:

"زما مېړه په دې سفر کې زما تر ټولو لوی ځواک پاتې شوی دی."

کارپوهان څه وايي؟

.

د عکس سرچینه، NikhilDatar/Facebook

کارپوهان وايي، د هرې مېرمنې مېندواري له نورو بېل وي نو هر حاملې ښځې ته د سونیکا یادو په څېر د فعالیت سپارښتنه نه شي کېدای.

د ممبۍ د کلاوډناین روغتون مشر ډاکټر نېکهل داتار وايي:

"هر څوک داسې کار نه شي کولی او باید یې هم و نه کړي."

هغه زیاتوي:

"په ځینو حالاتو کې د مناسبو طبي مشورو او روزنې سره ښځې کولی شي په خوندي ډول د ځواک تمرینونه جاري وساتي."

خو ډاکټر خبرداری ورکوي چې د سونیکا قضیه ځانګړې ده:

"هغه یوه اتله ده چې د کلونو روزنې تجربه لري. د ډېرو حاملو ښځو لپاره داسې دروند وزن پورته کول خوندي نه دی. خو دا په دې معنی نه ده چې حاملې ښځې باید هېڅ ډول ورزش ونه کړي."

مېندوارې مېرمنې باید کوم ډول ورزش وکړي؟

,

د عکس سرچینه، Getty Images

ډاکټر داتار وايي:

"سپک ورزش نه یوازې خوندي دی، بلکې ګټور هم دی. موږ باید دا فکر پرېږدو چې حمل یواځې د بشپړ استراحت معنی لري."

هغه وايي چې سپک ورزشونه، لکه چکر وهل، یوګا، یا د روزونکي تر څارنې لاندې نور تمرینونه، د مېندوارې ښځې لپاره مناسب دي.

د ډاکټر په وینا، دغه فعالیتونه کولی شي د وینې جریان ښه کړي، د وزن په کنټرول کې مرسته وکړي او بدن د ماشوم د زېږون لپاره چمتو کړي.

ډاکټر نېکهل داتار د ناروغانو د حقونو فعال هم دی او په بېلابېلو محکمو کې یې د ښځو د روغتیا اړوند ګڼې غوښتنې وړاندې کړي دي.

هغه زیاتوي:

"خطر یوازې د پورته شوي وزن له امله نه دی، بلکې د ښځې فټنس، د بدن غبرګون او د مناسب طبي لارښود مسله هم ده. د دې لپاره ډاکټران، روزونکي او ورزشکاران باید ګډ کار وکړي."

د ورزش د علومو څېړنې هم د ډاکټر د څرګندونو ملاتړ کوي: د مېندواري پر مهال معتدل ورزش د برداشت، د زړه روغتیا او رواني تندرستۍ لپاره ګټور دی.

خو زیات شدت لرونکی تمرین او دروند وزن پورته کول یوازې د طبي څارنې لاندې خوندي دي.

.

د عکس سرچینه، Sonika Yadav

ډاکټر داتار وايي، مېندوارې مېرمنې نه باید یو ناڅاپه دروند ورزش وکړي.

ان سونیکا خپله هم نورو ته مشوره ورکوي چې دا کار و نه کړي.

هغې وویل:

"چا چې مخکې تمرین نه وي کړی او زما له کیسې اوریدو وروسته دې د حمل پرمهال د وزن پورته کولو هڅه نه کوي. زما بدن له کلونو راهیسې له دې کار سره عادت شوی دی او ما یوازې د خپل ډاکټر له مشورې وروسته دا کار وکړ."

سونیکا وايي:

"پاور لیفټینګ ما ته دا باور راکړ چې زه هم مور کېدای شم او هم ورزشکاره."

هغې زیاته کړه:

"ما د نورو هېوادونو د ښځو په اړه لوستي چې د حمل پر مهال یې خپل ورزش په خوندي ډول جاري ساتلی. که هغوی دا د طبي لارښود لاندې کولای شي، نو موږ یې ولې نه شو کولی؟"

سونیکا وايي:

"ډېرې ښځې مېندواري د یوې ناروغۍ په توګه ګڼي خو زه غواړم دا تصور بدل کړم. دا د ژوند یوه مرحله ده، نه ناروغي."

په ۲۰۱۴ کال کې، امریکایي منډه وهونکې الیسیا مونتانو د اته میاشتو په مېندواري کې سیالیو کې برخه واخېسته.

له یوې لسیزې وروسته مصري فینسر ندا حفیظ د پاریس اولمپیک کې برخه واخېسته، هغه هم د اوو میاشتو مېندواره وه.

سونیکا وايي:

"دغه کیسې ما ته را یادوي چې ځواک په بېلابېلو بڼو راځي. دا مې هڅوي چې د خپل بدن پر وړتیا باور وکړم."