د هانګ کانګ روغتیا سکرتر: د سګرېټ څکوونکو مخنیوي لپاره سترګې ورته برګې کړئ

د عکس سرچینه، Getty Images
د هانګ کانګ ښار روغتیا سکرتر وايي، خلک باید هغو کسانو ته برګ وګوري چې په ممنوع ځایونو کې سګرېټ څکوي.
لو چونګ ماو له سګرېټو د ښار پاکولو لړ کې پوښتنې ځوابولې او په وینا یې له پولیسو دا تمه نه شي کېدای، چې سګرېټ څکونکي کسان دې ونیسي.
په هانګ کانګ کې اوسمهال د تمباکو کارولو پر ضد د اقداماتو سختونو بحثونه روان دي. همداس اوس د دې ښار په رستورانونو، کارځایونو، عامه ځایونو کې دننه او د ځینو عامه ودانیو په شاوخوا کې بهر هم پر سګرېټو څکولو بندیزونه لګېدلي دي.
هانګ کانګ کې د سګرېټو کارولو کمولو لړ کې له ولس سره د سلا مشورو یوه پروګرام پیلولو لړ کې پروفیسر لو همکارو قانون جوړونکو ته وویل، خلک په دې لړ کې یو رول لري او د پولیس لپاره به ګرانه وي، چې سګرېټ څکونکي لاس په لاس پر وخت ونیسي.
پروفیسر لو چې د طب ډاکتر هم دی وايي، سګرېټ د هر چا د روغتیا لپاره زیانمونکي دي او په وینا یې ''هانګ کانګ په ټولنه کې یوه داسې کلتور ته اړتیا لري، چې خلک د قانون عملي کېدو هیله ولري.''
نوموړي زیاته کړه: ''کله چې خلک ګوري چې ځینې کسان په هغو ځایونو کې سګرېټ څکوي چې اجازه یې نه لري، که هلته سملاسي د امنیتي ځواکونو هېڅ یو کس هم نه وي، موږ کولای شو، سګریټ څکونکو ته برګ وګورو.''
پروفیسر لو وايي، د ښاري امنیت ځواکونو فعالیتونو کې به پرمختګ وشي. اوسمهال هغه کسان تر ۱۹۲ امریکايي ډالرو پورې جریمه کېدای شي چې د هانګ کانګ تدخین یا تمباکو کارولو له اړوند قوانینو سرغړونه وکړي.
په هانګ کانګ کې د سګرېټو څکولو عادت کمولو لپاره پر ځینو نویو اقدماتو هم غور کېږي چې له یو ځانګړي کال وروسته پیدا شویو خلکو ته د سګریټ څکولو ممنوعیت او د سګریټو پر هر ډبي د مالیې پاموړ زیاتول هم پکې شامل دي.











