ماشومان د انټرنېټ په نړۍ کې څنګه خوندي ساتلی شو؟

A stock photo of a girl and her dog looking at a phone on a couch

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملګري ملتونه وايي، هره نیمه ثانیه وروسته په نړۍ کې یو ماشوم انټرنېټ ته سر ورښکاره کوي.
    • Author, لوئس باروچو
    • دنده, بي بي سي نړیواله څانګه

په داسې حال کې چې په نړۍ کې انټرنېټ ته په هره نیمه ثانیه کې یو ماشوم لاسرسی مومي، کارپوهان وايي، انټرنېټ ته د ماشومانو لاسرسي له ډېرېدو سره په دې لړ کې جدي خطرونه هم زیاتېږي.

د لوېدیځ سیډني پوهنتون او سېو د چلډرن خیریه ټولنې په ګډون یوه سروې ښيي چې داسې ۳۵ سلنه احتمال ډېر شوی، چې ماشومان او بیا په ځانګړې توګه د لږ عاید لرونکو کورنیو ماشومان ښايي نه توانیزي د ناپېژاندو کسانو سره د پېژندګلوۍ له غوښتنو ځان وژغوري.

په بریتانیا کې یو نوی قانون له تکنالوژۍ کمپنیو غواړي چې د ماشومانو انلاین خوندیتوب په لړ کې لا نور اقدامات وکړي.

خو دا نوي اصول به له ۲۰۲۵ کال مخکې پلي نه شي او منتقدین وايي، کافي نه دي.

ورته قوانین په نړۍ کې ځینو نورو حکومتونو هم پلي کړي دي، نو څنګه باید د ماشومانو خوندیتوب یقیني شي، حکومتونه او شرکتونه داسې کوم اقدامات باید وکړي، چې د ماشومانو انلاین خوندیتوب ورسره لا زیات شي؟

د نړۍ ماشومان څومره وخت انلاین تېروي او څه ډول خطرونو سره مخامخ دي؟

اوس ماشومان د بل هر وخت پرتله ډېر وخت انلاین تېروي، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې هره نیمه ثانیه وروسته یو ماشوم انټرنېټ ته لاسرسی مومي.

شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۳ کال کې هغو ځوانو کسانو شمېر چې عمرونه یې د ۱۵ او ۲۴ کلونو تر منځ و، د انلاین اړیکو له مخکښانو وو، چې کچه یې د نړۍ نورو ۶۵ سلنه کسانو پرتله ۷۹ سلنه وه.

د ملګرو ملتونو ماشومانو ادارې یونېسف د شمېرو له مخې په ۳۰ هېوادونو کې د داسې ځوانو کسانو شمېر چې انلاین ځورول کېږي، د نورو ځوانانو پرتله درې برابره و او له دې هرو پنځو ځوانانو یو داسې و، چې له همدې کبله یې ښوونځی پرې ایښی.

پر ډیجیټل پاڼو کرکجنې څرګندونې، د توطئې مفکوره، ناسم معلومات، له تاو تریخوالي ډکه محتوا او د سخت دریځو ډلو له لوري جلب هم داسې څه دي، چې اندېښنې پاروي.

د ملګرو ملتونو دغه ادار وايي: ''تر ټولو زیاته خطرناکه خبره د انلاین جنسي ناوړه ګټې اخیستنې او رسوایۍ موضوع ده.''

دغې ادارې په ۲۵ هېوادونو کې د اتیا سلنه داسې ماشومانو یادونه کړې، چې جنسي ناوړه ګټې اخیستنې یا ځورول کېدو له احتمالي خطر سره مخامخ دي.

څه ډول کنټرول موندل کېږي؟

An iPhone screen showing social media apps including TikTok, Instagram, Facebook and X

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سره له دې چې د والدینو لپاره د کنټرول لارې، چارې شته، خو موندنې ښيي چې په ډېره پراخه کچه دغه وسائل نه کارول کېږي.

د نامناسبې محتوا کنټرول د شته فلټرونو او وسائلو د شتوالي تر څنګ څېړنې ښيي چې د کورنیو لویان دغسې فلټرونه ډېر نه کاروي.

د نړیوالو ماشومانو په نامه یوه سروې ښيي چې کلتوري توپیرونه هم شته. د بېلګې په توګه دوی د شتمنو اروپايي او سویلي امریکايي هېوادونو او بیا ګهانا، فیلپین یا سویلي امریکا تر منځ د فلټري محدودیتونو خبره کوي.

په هغو هېوادونو کې چې سروې شوې ایله درې سلنه داسې لویان شته، چې د خپلو کورنیو ماشومانو پر ګرځنده ټیلیفونونو یې فلټرونه لګولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په بریتانیا کې د انټرنېټ میټرز په نامه کمپنۍ د کنټرول داسې وسائلو یو نوملړ او د ګام پر ګام لارښود هم لري چې د کورنیو لویان یې د کوچنیانو لپاره کارولی شي.

د څار دغه وسائل د فېسبوک مسینجر ته هم لګول کېدای شي او د ټېک ټاک خواله رسنۍ مسوولین بیا وايي، د کورنیو تر منځ د تړاو لپاره د دوی پر پاڼو ځانګړې اله مېندو، پلرونو ته اختیار ورکوي چې که وغواړي د خپلو کم عمره اولادونو پاڼې شخصي کړي.

د انسټاګرام کنټرول وسائل بیا د هرې ورځې لپاره د ځانګړي وخت اجازه ورکوي، د وقفې لپاره ځانګړی وخت لري او د هغو پاڼو لیست ورکوي چې د دوی اولادونه یې رپوټ کوي.

د ګرځنده ټیلیفونونو لپاره کوم کنټرول شته؟

انډرایډ او اپل موبائل ټیلیفونونه او ټابلټونه بیا داسې اپلکشنونه لري، چې مېندې، پلرونه یې کارولای شي.

دغه اپلکشنونه بیا ځینو نورو هغو ته لاسرسی محدودلای شي، ځینې محتوا بندوي، د پېرلو مخه نیسي او انلائن فعالیتونه څاري.

اپل د سکرین کتلو وخت معلوموي، ګوګل د کورنۍ تر منځ د تړاو لپاره لینک لري او ورته وسائل د دریمګړیو اپلکشنونو له لوري هم ورکول کېږی.

له ماشومانو سره څنګه د خوندیتوب په هکله خبرې وکړو؟

په بریتانیا کې د ماشومانو یوې خیریه ټولنې این اېس پي سي سي مسوولینو په خبره له ماشومانو سره د انلاین خوندیتوب او کارولو څرنګوالي په هکله خبرې هم اهمیت لري.

دغه مسوولین وايي، په دې هکله خبرې باید د ورځني ژوند پر مسائلو د خبرو برخه وي. دوی وايي، دا خبرې باید داسې وي لکه له ماشومانو سره چې په ښوونځي کې د دوی د فعالیتونو په هکله خبرې کېږي او په وینا یې په دې هکله به خبرې ماشومانو ته اسانه کړي چې د خپلو اندېښنو په هکله وغږېږي.

په شورې پوهنتون کې د کمپیوټري خوندیتوب څانګې پروفیسر الن وډورډ په دې هکله بي بي سي ته وویل: ''تر ټولو ناوړه خبره دا ده، چې ماشوم ته وویل شي: ته نه شې کولای دا وګورې. دوی به ورته یوه لار ومومي. یا د وې پي این له لارې یا هم د بل چا حساب له لارې به یې وګوري.''

A stock image of a mother and daughter looking at a phone screen smiling

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دا وروستیو کلونو کې پر انټرنېټ پاڼو د ماشومانو خوندیتوب په موخه د قوانینو او اصولو چمتو کوونکو فعالیتونه ډېر شوي دي.

د نړۍ په لر او بر کې حکومتونه په دې برخه کې څه کوي؟

په دا وروستیو کلونو کې هغه کسان ډېر فعال شوي، چې د انلاین خوندیتوب لپاره د قوانینو او اصولو چمتو کولو برخه کې کار کوي. خو د خلوت مسلکي کسانو ټولنې په وینا په داسې حال کې چې دوی نژدې په یوه خوله وايي، چې د ماشومانو انلاین خوندیتوب لپاره باید لا نور قوانین چمتو شي، د بېلا بېلو قضايي ارګانونو تر منځ پر بېلا بېلو لارو چارو بحث کېږي.

د بېلګې په توګه په بریتانیا او کالفورنیا کې شرکتونو ته لازمه ده، چې خپل خدمتونه داسې چمتو کړي، چې په فعالانه توګه پکې د ماشومانو خوندیتوب ته پام شوی وي، خو د امریکا ځینې قوانین بیا انټرنېټ ته د ماشومانو لاسرسي برخه کې مېندو، پلرونو ته د څوکیدار رول ورکوي.

مثلا، د امریکا ارکنساس، لوسیانا، ټکساس او اوټاه په ګډون د یو شمېر ایالتونو قوانین خواله رسنیو ته اجازه نه ورکوي چې د مېندو، پلرونو له اجازې پرته ماشومان د دوی فیچرونه وکاروي.

تکنالوژي شرکتونه له دې مسئالې سره څنګه چلن کوي؟

د تکنالوژۍ شرکتونه په ټوله نړۍ کې نه یوازې د خلوت په هکله بلکې د انلاین خوندیتوب په هکله هم له ډېرېدونکي احتجاج سره مخامخ دي.

په نړیواله کچه مېندې، پلرونه او فعالان پر دې شرکتونو فشار ډېروي چې مسوولیت ومني یا داسې دریځونه چمتو کړي، چې د ماشومانو او ځوانانو لپاره ''طرحې له مخې خوندي واوسي.''

د جنورۍ په وروستیو کې د میټا شرکت مشر مارک زوکیر بیرګ د امریکا کانګرېس پوښتنو په ځواب کې د هغو ماشومانو له مېندو، پلرونو برالا بښنه وغوښته چې ماشومان یې د انلاین نامناسبې رویې ښکار شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د بي بي سي په ګډون یو شمېر څارونکو او رسنیزو ادارو پرلپسې شکایتونه کړي چې نامناسبه محتوا دې شرکتونو ته له شکایتونو او څو ځله اړیکو نیولو وروسته هم نه ده لېرې شوې.