څنګه ماشومان د روژې لومړیو ګامونو ته وهڅوو؟

    • Author, ختام عامر
    • دنده, بي بي سي نيوز عربي
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

ډېر وخت ماشومان د روژې په میاشت کې د روژې نیولو تجربې ته لېواله وي، ځکه چې هغوی هڅه کوي د خپل مور او پلار په څېر دا مذهبي فریضه ادا کړي، که څه هم د ماشومانو لپاره د لوږې او تندې زغمل اسانه کار نه دی.

له همدې امله، دا راپور ځینې داسې نظرونه او لارښوونې لري چې له میندو او پلرونو سره مرسته کوي چې خپل ماشومان په داسې صحي او رواني خوندیتوب کې روژې نیولو ته وهڅوي چې د هغوی لپاره د ستړیا او زړه توري کېدو له احساس پرته د منلو وړ وي.

هغه پوښتنه چې د ډېرو کورنیو په ذهن کې وي دا ده: زما ماشوم باید کله روژه نیول پیل کړي؟ د کورنیو د روغتیا متخصصې ډاکټرې لبنى حسن له بي بي سي سره په خبرو کې وویل: "باید له ماشوم سره په تدریجي ډول کار پیل شي، په ځانګړې توګه د روژې په پیل کې، ماشوم کولی شي د روژې په لومړۍ اونۍ کې تر غرمې روژه ونیسي، بیا یې تر مازدیګره پورې او وروسته یې بیا تر ماښامه وغځوي چې دې سره به د روژې له فضا سره عادت شي." د ماشومانو او نويو زیږېدلو متخصصې ډاکټرې بتول الصیفي هم له دې نظر سره همغږي وښوده او بي بي سي ته یې وویل: "موږ باید ماشوم ته په تدریجي ډول د روژې تمرین ورکړو، د بېلګې په توګه که د ماشوم عمر ۷ کاله وي، هغه کولی شي شاوخوا ۴ ساعته روژه ونیسي، او که ۸ کلن وي ۵ ساعته، دا هر څه د ماشوم په وړتیا او زغم پورې اړه لري." هغې زیاته کړه: "د روژې پیلولو لپاره کوم ځانګړی عمر نشته، دا د مور او پلار په تشخیص او د ماشوم په روغتیا پورې اړه لري، خو له لویه سره غوره ده چې روژه له بلوغ وروسته، د ۱۰ کلونو شاوخوا کې ونیول شي."

څه ډول خپل ماشومان د روژې نیولو ته وهڅوو؟

د هغو وسیلو د پوهېدو لپاره چې مور او پلار یې کاروي، ما په بېلابېلو هیوادونو کې له یو شمېر مسلمانو کورنیو او د هغوی له ماشومانو سره خبرې وکړې چې پوه شم ایا دا لارې ګټورې دي که نه.

"ښه بېلګه، کورنی چاپېریال او په رمضاني چارو کې د ماشومانو ګډون دی"

ام محمد د هغو لارو په اړه خبرې وکړې چې له خپلو پنځو ماشومانو سره یې کاروي: "زه خپل ماشومان د خپل ژوند د ښو بېلګو له لارې هڅوم؛ کله چې هغوی ویني مور او پلار یې په خوښۍ او ارامۍ روژه نیسي، هغوی هم هڅوېږي چې دا تجربه پخپله وکړي." هغې زیاته کړه: "د روحاني کورنۍ چاپېریال هم لویه ونډه لري، لکه د اذکارو او دعاوو اورېدل، د قرآن کریم تلاوت، د کور په سینګارولو کې د هغوی ګډون، او یا هم د روژه ماتي او پشلمي/چرګ بانګي په چمتو کولو کې مرسته." ام محمد ټینګار وکړ چې صبر او درک خورا مهم دي: "ماشومان ښايي په پیل کې له ستونزو سره مخ شي، دا ډېره مهمه ده چې هغوی ته دا احساس ورکړل شي چې که ټوله ورځ روژه پوره نه کړي، نو هغوی کومه تېروتنه نه ده کړې، بلکې دا د زده کړې او ودې یوه بهیر دی."

۱۶ کلنې ندا وویل: "په ماشومتوب کې روژه نیول یوه ښکلې او سپېڅلې تجربه ده. له کورنۍ سره یوځای د کور سینګارول او د دیني او تاریخي کیسو اورېدل موږ هر کال روژې ته نور هم لېواله کوي."

"خواله رسنۍ زما د زوی لپاره تر ټولو لوی هڅوونکې وې"

ام لیث بي بي سي ته وویل چې د خپل ۱۱ کلن زوی لپاره یې په ټولنیزو رسنیو کې داسې څه وموندل چې ماشومان په عصري بڼه روژې، لمانځه او قران لوستنې ته هڅوي. هغې وویل: "موږ لیث او د هغه وروڼو ته د څو ساعتونو روژې په بدل کې مادي او معنوي ډالۍ ورکولې، چې دې کار په هغوی کې د لاسته راوړنې او ویاړ احساس پیدا کاوه." لیث هم دې خبرې ته سر وخوځاوه: "زما د مور او پلار لارې زه ډېر وهڅولم، ما به په پیل کې د (صوم العصافير/د مرغیو روژه) یعنې نیمه ورځ روژه نیوله."

"ستاینه د ماشوم لپاره د هڅونې بنسټ دی"

ابو غازي چې درې ماشومان لري، وايي: "موږ د روژې له راتګ مخکې ماشومان په ذهني ډول چمتو کوو، د روژې په فضیلت ورته غږېږو او په ځانګړې توګه د مېلمنو او دوستانو پر وړاندې د هغوی ستاینه کوو، ان که هغوی نیمه ورځ روژه هم نیولې وي."

"زه په مخامخ ډول د خوړو او څښاک پر کیفیت څار کوم"

حنان الجاک بي بي سي ته وویل: "زما دنده دا ده چې د ماشومانو پر خوړو څارنه وکړم چې هغوی ته زیان ونه رسېږي. زه له هغوی سره خبرې کوم، پوښتم یې چې د روژې ساعتونه مو څنګه تېر کړل؟ ایا وږي شوئ که تږي؟ ترڅو هغوی په رښتینولۍ سره روژه ونیسي."

"خپلې لور ته وایم: خدای بښونکی دی"

ام ایة چې ۹ کلنه لور لري، وايي: "ما خپله لور هڅولې چې د خپلو وروڼو په څېر روژه ونیسي، خو ورته وایم چې که ستړې شوې، روژه ماتولی شې، ځکه (خدای بښونکی دی)." آیة وویل: "زه غواړم سږکال روژه ونیسم د دې لپاره چې د هغو ماشومانو احساس درک کړم چې خواړه نه لري او هم الله له ما راضي شي."

د روژې په بهیر کې د ماشومانو لپاره مناسب صحي چاپېریال څه دی؟

ډاکټرې بتول الصیفي ځینې مهم ټکي یاد کړي:

۱.تدریجي پیل: ماشوم باید د روژې له فضا او ګټو خبر شي او روژه په خپله خوښه پیل کړي، نه په زور او جبر.

۲.د فشار نشتوالی: که ماشوم ستړی شو، باید اجازه ورکړل شي چې روژه ماته کړي. هره ورځ ۱۵ دقیقې وخت زیاتول د بدن د عادتولو لپاره ښه لاره ده.

۳.روغتیایي پاملرنه: هغه ماشومان چې په لومړی درجه شکر (Diabetes Type 1)، د پښتورګو ناروغۍ، یا شدید کم خونۍ اخته وي، باید د اوږد وخت لپاره روژه ونه نیسي.

۴.متوازن خواړه: پشلمی او روژه ماتی باید پروټین (غوښه، کب، هګۍ)، کاربوهایډریټ (وریژې، کچالو)، سبزیجات او میوې ولري.

۵.مایعات: له روژه ماتي وروسته باید ماشوم ته پوره اوبه او مایعات ورکړل شي.

۶.د پشلمي ځنډول: پشلمی باید تر ممکنه حده ناوخته وشي چې ماشوم د ورځې په اوږدو کې انرژي ولري.

مور او پلار ښايي کومې تېروتنې وکړي؟

ډاکټرې الصیفي خبرداری ورکړ چې والدین باید:

ماشوم ته د یو بالغ په سترګه ونه ګوري او د روژې په نه پوره کولو یې سزا ور نه کړي.

پر ماشوم د دروغو تور پورې نه کړي (که چیرې په پټه څه وخوري)، بلکې په مینه ورته تېروتنه وښيي، نه په وېرولو او د دوزخ په یادولو.

د ماشوم پوښتنو ته په ساده او سمه توګه ځواب ووایي.

په پای کې، د روژې میاشت یو ځانګړی رنګ او برکت لري، هره ټولنه او هره سیمه خپل دودونه او چاپېریال لري، که هر څومره لارې بېلابېلې وي، هدف یو دی: د ماشومانو په زړونو کې د دې مذهبي دود او عبادت سره مینه په داسې بڼه پیدا کول چې هغوی روغ پاتې شي او نورو ته خپل ښه احساس ولېږدوي.