امریکا کې د 'کډوالۍ اړوند ځواکونو' یو پخوانی افغان ژباړن نیولی

د عکس سرچینه، Getty Images
په امریکا کې د کانګرېس غړي او مدافع وکیلان وايي، د دغه هېواد د کډوالۍ او ګمرکي چارو اړوند ځواکونو (ICE) په کنېکټیکټ ایالت کې د امریکايي ځواکونو یو پخوانی افغان ژباړن نیولی دی.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د کانګرېس غړو او او وکیلانو له قوله ویل شوي، دغه افغان ژباړن د کډوالۍ اړوند مخ پټو وسله والو ځواکونو له خوا ونیول شو او په یوه موټر کې له ایالت څخه واېستل شو.
هغوی یاد افغان ژباړن د هغه د کورنۍ د خوندیتابه لپاره یوازې د ضیاء په نامه یاد کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې یې د جګړې پر مهال له امریکايي ځواکونو سره د ژباړن په توګه کار کړی دی.
وکیلانو، د کانګرېس غړو او د بشري حقونو مدافعانو ویلي، ضیاء په قانوني ډول په امریکا متحده ایالتونو کې اوسېږي او د هغوی په وینا، د ګرین کارت غوښتنلیک اړوند یوې مرکې وروسته د کډوالۍ اړوند ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
ولسمشر ډونلډ ټرمپ په تېره جنورۍ کې له دوهم ځل ولسمشر کېدو وروسته د کډوالو پر وړاندې پراخ ګامونه اوچت کړي دي.
د کنېکټيکټ ایالت دیموکراټ سناتور ریچارډ بلومینتل د بشري حقونو له مدافعانو او خبریالانو سره په ټیلیفوني خبرو کې د ضیاء او دوه نورو افغانانو په تړاو چې د کډوالۍ اړوند ځواکونو له خوا نیول شوي، ویلي: " هغه څه چې له هغه سره شوي، له 'بنسټیزو اخلاقو' تر ټولو ناوړه سرغړونه ده."
ښاغلي بلومینتل زیاته کړې: "ضیاء په حقیقت کې د ډیموکراسۍ د بنسټیزو ارزښتونو او حقونو د ساتنې لپاره په افغانستان کې کار وکړ او خپل ژوند یې په خطر کې واچاوه."
بلومینتل او دوه نورو دیموکراټ سناتورانو؛ جهانه هېس چې په کنېکټيکټ ایالت کې د ضیاء اوسېدو سیمې استازيتوب کوي او بیل کیټینګ چې د میساچوسټس ښار چې ضیاء په کې بندي دی، استازیتوب کوي، د هغه د راخوشي کېدو لپاره د ګډې مبارزې ژمنه کړې ده.
یوه قاضي له متحده ایالتونو د ضیاء د اېستلو د مخنیوي لنډمهاله بندیز صادر کړی، خو ضیاء لا هم په توقیف کې دی.
مدافع وکیلې پر ضیاء لګول شوی تور رد کړی
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، ضیاء د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۸ مه امریکا ته راغلی او د یوه "جدي جرمي تور" په تړاو تر څېړنو لاندې دی. د هغه ټولې ادعاوې به د قاضي له خوا واورېدل شي."
د ضیاء مدافع وکیلې، لارین پیټرسن ویلي، ضیاء ته په ۲۰۲۴ کال کې د امریکا 'پرول بشري ویزه' ور کړل شوې، ځکه چې هغه ته د طالبانو مستقیم ګواښ متوجه و.
اغلې پیټرسن ویلي، ضیاء هیڅ جرمي مخینه نه لري، خو کله چې له هغې د امریکا د کورني امنیت وزارت د بیان په تړاو پوښتنه وشوه، نو ویې ویل: "زه په دې اړه هیڅ نه پوهېږم چې دوی څه شي ته اشاره کوي."
پرول بشري ویزه د امریکايي قوانینو له مخې په دغه هېواد کې د اوسېدو لنډمهالی اجازت لیک دی چې د بېړنیو بشري لاملونو یا پاموړ عامه ګټو په پام کې نیولو سره یو کس ته ور کول کېږي. تر لاسه کوونکی یې په امریکا کې د اوسېدو او کار کولو اجازه لري.
د امریکا د کورني امنیت وزارت په وینا، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پخواني دیموکراټ ولسمشر جوبایډن له خوا "د عملیاتي ملګرو هرکلی" تر نوښت لاندې له ۷۰ زرو ډېر افغانان امریکا ته ننوتلي دي.
د ټرمپ ادارې له خوا د کډوالۍ ضد عملیاتو کې د هغو خلکو ډله ییز اخراجول او له هغوی د "لنډمهاله خونديتابه حیثیت" بېرته اخیستل شامل دي چې واردمخه په امریکا کې دي او د وسله والو شخړو، طبیعي پېښو یا نورو نامعمولو عواملو له مخې خپلو هېوادونو ته نه شي ستنېدلی.
امریکایي ادارو د شاوخوا ۱۴۶۰۰ افغانانو لپاره د دغه 'حیثیت' لغوه کولو لپاره اقدام کړی دی.
په امریکا کې د افغانایوېک په نامه د پخوانیو امریکايي سرتېرو د یوه مدافع بنسټ مشر شان وانډایور ویلي، هغه لږ تر لږه د دوو نورو افغانانو په هکله چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی و، خو امریکا ته له داخلېدو وروسته نیول شوي، معلومات لرل.
افغانایوېک بنسټ د امریکا له حکومت سره د افغانانو د بیا مېشتېدنې په برخه کې همکاري کوي.
ښاغلي ډایور ویلي، د هغه او د پخوانیو سرتېرو نور بنسټونه د یادو افغانانو د خلاصون لپاره کار کوي.











