هغه اور ګاډی چې ۷۰ کیلومتره له چلونکي پرته تللی، څنګه ودرول شو؟

د عکس سرچینه، ANI
په هند کې د رېل ګاډي چارواکو د هغه بار وړونکي ریل ګاډي په اړه د پلټنې امر کړی چې له چلوونکي پرته یې تر ۷۰ کیلو مترو ډېر مزل کړی.
په ټولنیزو رسنیو کې شریکې شوې ویډیوګانې ښیې، چې بې چلوونکي چټک رېل ګاډی له څو تم ځایونو تېریږي.
د راپورونو له مخې، دا بار وړونکی رېل ګاډي د یکشنبې په ورځ د هند تر کنټرول لاندې جمو -کشمیر له کتوا سیمې څخه د پنجاب ایالت هوشیارپور ولسوالۍ ته له چلوونکي پرته روان و.
د رېل ګاډي ادراې چارواکي وايي، دوی په سختۍ د ګاډي په درولو توانیدلي او چا ته پکې کوم زیان نه دی اوښتی.
د رېل ګاډي ادارې چارواکو د هند دولتي خبري اژانس پریس ټرسټ اف انډیا (پي ټي ای) ته ویلي، دا پېښه په ځايي وخت د ماښام د ۷:۲۵ او ۹ بجو ترمنځ شوې ده.
په دې اورګاډي پورې ۵۳ بار وړونکې واګونونه تړلي وو، چې ډبرې او چپس پکې بار وو. دا مالونه له جمو او کشمیر څخه پنجاب ته وړل کېدل. د چارواکو په وینا، د کتووا په یوه سټېشن یا تم ځای کې، رېل ګاډي د کارکوونکو د بدلون لپاره ودرېد او چلوونکی او نور کارکوونکي یې ښکته کړل، خو په همدې وخت کې، یې ورو ورو خپله حرکت پیل کړی او وروسته یې سرعت په ساعت کې تر سل کیلومترو رسېدلی و، مخکې له دې چې ودرېږي له پنځو تمځایونو (سټېشنونو) تېر شوی و.
د اورګاډي په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته چارواکو د دې پر وړاندې دروازې وتړلې.
د رېل ګاډي ادارې چارواکو (پي ټي ای) ته ویلي، " وروسته تر هغه چې اړوند کارکوونکو د ریل ګاډي په پټلیو کې د لرګیو خنډونه جوړ کړل، رېل ګاډي په بریالیتوب سره ودرول شو."
د لرګیو بلاکونو یا خنډونو د رېل ګاډي سرعت په ورو کولو کې مرسته وکړه.
چارواکو (پي ټي ای) ته دا هم ویلي، دوی هڅه کوي په کتوا کې تر درېدو وروسته د رېل ګاډي د بیا حرکت پیلولو اصلي لامل معلوم کړي، چې په راتلونکي کې د ورته پیښو مخه ونیسي.











