اوکرايين کې جګړه؛ د بيړنيو چارو کارکوونکو لا نور مړي موندلي

د ویډیو تشریح، اوکرايين کې جګړه؛ د بيړنيو چارو کارکوونکو لا نور مړي موندلي
اوکرايين کې جګړه؛ د بيړنيو چارو کارکوونکو لا نور مړي موندلي

اوکرايين کې د بيړنيو چارو کارکوونکو لا نور مړي موندلي، چې کېف کې د يوې استوګنيزې ودانۍ تر کنډوالو لاندې وو.

د دغې ودانۍ يوه برخه وړمه ورځ پر اوکرايين د روسیې هوايي ګوزار کې ويجاړه شوې وه.

ملګرو ملتونو ويلي ډېره شونې ده، چې د ماشومانو پر يوه روغتون د وړمې ورځې ګوزار د يوه روسي توغندي مخامخ لګېدنې له امله و.

واړه ماشومان چې د دغه ښار بد زيانمن شوي روغتون کې یې درملنه کېده، د کېف سيمې نورو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د بي بي سي خبریال جېمز واټرهاوس پرې نور حال لري: