د ایران لخوا پر کویت د ډرون تازه بریدونه
د ایران لخوا پر کویت د ډرون تازه بریدونه
د کویت پوځ د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د ایران لخوا د ډرون تر بریدونو وروسته د کویت ښار په یوې لوړپوړې ودانۍ (کویت سېټي ټاور) او څو نورو ملکي تاسیساتو کې اور لګېدلی دی.
چارواکي وايي، دا اورلګېدنې د دفاعي سیستمونو په وسیله د هدف ګرځول شویو ډرونونو د پاتې شونو د راغورځېدو له کبله رامنځ ته شوې.
دا بریدونه تر هغې وروسته شوي، چې په تهران کې تېره شپه د اسرائیل او امریکا په هوايي بریدونو کې د تېلو زېرمتونونه په نښه شول.


