"ټرمپ د پوتین په څېر فکر لري": دا به د نړيوال لېبرال نظم پای وي؟

Activists in Germany in February 2025 wear masks to caricature who they believe to be US President Donald Trump's allies - Alice Weidel from Germany's far-right AFD party, Tesla and SpaceX CEO Elon Musk, Russian President Vladimir Putin and US Vice-President JD Vance

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ګریګور اتانیسیان
    • دنده, بي‌بي‌سي روسيه

پر اوکرايين د روسيې د ستر یرغل درې کاله پوره شول، په دې موده کې امریکا او نړيوالو متحدانو یې هغه روسيه څنډې ته یا منزوي کړه چې له نړيوالو قوانینو په سرغړونو تورنه ده.

خو د امریکا اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه هر څه سرچپه کړل. د دې پر ځای چې روسيه یرغلګر او اوکرايين د جګړې قرباني شوی هېواد وبولي، له روسيې سره اړيکې وغځولې.

دا موضوع هله برالا او په نړيواله کچه رسوا شوه چې تازه د ټرمپ او ولوديمير زېلېنسکي تر منځ په لیدنه کې ناندریزې خبرې تبادله شوې او په اوکرايين کې د جګړې د پای ته رسولو پر څرنګوالي په عام محضر کې خبرې وشوې.

ځينې فکر کوي چې دا حالت ښکاروي چې په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د راټوکېدلي "لېبرال نړيوال نظم" زوال رارسېدلی؛ خو ريښتیا هم خبره همداسې ده؟

د لېبرال واکمنۍ پېر

"لېبرال نړيوال نظم" داسې یو سیسټم دی چې پکې نړیوالې اړیکې، نړيوالو تړونونو، اصولو او نورمونو ته پر ژمنتیا ولاړې وي او بین المللي قوانین او ادارې لکه ملګري ملتونه او د هغې عمومي اسمبله او امنیت شورا یې اصلي بنسټ جوړوي.

دا نظام همدا راز د ازاد تجارت په څېر ځينې معیارونه ټاکي او وړاندې کوي يې چې د سوداګرۍ نړيواله اداره یا (ډبلیو‌ټي‌او)، د پيسو نړيوال صندوق یا (ای‌اېم‌ ایف) او نړیوال بانک یې ملاتړ کوي.

د دغه نظام په اړه عمومي انګېرنه او ایډيالوژيک باور دا دی چې ګواکې د لوېديځ لېبرال ډيموکراسي د حکومتولۍ تر ټولو غوره ماډل یا ډول دی.

د دغه نظام له مخې، له نړيوالو قوانینو د سرغړونې مخه په رسمي ډول د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ او یا د عدالت نړيوالې محکمې له لوري نيول کېدای شي. ورپسې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر سرغړوونکو، اقتصادي بندیزونه لګولی شي او په ډېر ناوړه حالت کې ان د پوځي مداخلې یا اقدام اجازه ورکولای شي.

که څه هم د دې برعکس ډېری بندیزونه او پوځي مداخلې د ملګرو ملتونو له تاييد پرته ترسره شوې دي چې روسيه پرې له کلونو راهیسې نيوکه کوي.

په ۲۰۰۷ کې په مونيخ کې امنیتي غونډې ته د وینا پر مهال روسي ولسمشر ولاديمير پوتين ویلي وو چې، "یوازې هغه مهال له زوره کار اخیستل جایز ګڼل کېدای شي چې ملګري ملتونه یې اجازه ورکړي خو د هغې لپاره د ملګرو ملتونو پر ځای د ناټو او اروپايي ټولنې ځواکونو ته د ښکېلېدو اړتیا نه شته."

په ۲۰۲۳ کې د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د امریکا د هغه مهال ولسمشر جوبایډن د اوکرايين جګړه "د خپلواکۍ لویه جګړه" وبلله او دا یې پر اصولو له ولاړ هېواد سره له زوره د کار اخیستونکي نظام تر منځ جګړه یاده کړه.

ګڼ هېوادونه په دې اند دي چې پر اوکرايين له ستر برید سره که یو خوا روسيې له نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې ده نو بلخوا یې نړيوال نظم هم ګډوډ کړی دی.

په ۲۰۱۴ کې روسي ولسمشر پوتين پخپله هم د ملګرو ملتونو له اجازې پرته پوځي زور وکاراوه.

د لوېديځو هېوادونو په نظر پر اوکرايين د روسیې برید له سړې جګړې راهیسې پر اصولو د یوه ولاړ نظام له لوري تر ټولو ستره سرغړونه ده.

د پرنسټن پوهنتون د سیاسي او نړیوالو چارو استاد جي جان ایکنبېري فاینېنشیل ټایمز رسنۍ سره د خبرو پر مهال ویلي چې، "موږ د نظم له درېیو مهمو اصولو ښکاره سرغړونه ليدلې ده. لومړی دا چې په زور د هېوادونو پولې نه شئ بدلولئ. دویم، په جګړه کې له ملکیانو سره تاوتريخوالی د وسلې په توګه نه شئ کارولئ او درېيم دا چې، د اټومي وسلو ګواښ نه شئ کولائ. خو پوتین دوه لومړۍ سرغړونې کړې دي او د درېيمې يې ګواښ کړی دی. نو ځکه دا پر اصولو او قاعدو د یوه ولاړ نظام لپاره ډېر ژور ناورین دی."

خو د دې په غبرګون کې د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف استدلال کوي چې لوېديځ هېوادونه پخپلو کړونو سره نړيوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو ادارو ته هېڅ راز درناوی نه لري او نه یې اصول مني.

روسيې په ځلونو په ۱۹۹۹ کې د ناټو ځواکونو له لوري پر یوګوسلاویه د بمبارۍ، په ۲۰۰۳ کې د امریکا په مشرۍ عراق باندې برید او په ۲۰۰۸ کې په رسميت د کوسوو د خپلواکۍ د پېژندلو مثالونه ورکړي چې ګواکې غربي قدرتونو دا هر څه د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا له اجازې پرته کړي او روسيه دا د ملګرو ملتونو له اصولو سرغړونه بولي.

د امریکا او د اوکرایین د ولسمشرانو غونډه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امریکا او د اوکرایین د ولسمشرانو غونډه

د لېبرال نړيوال نظم یوه ډېره مهمه او تازه بېلګه یا ازمېښت د اسرائيل او حماس ترمنځ د جګړې په اړه د واشنګټن دريځ و. ګڼو هېوادونو د وسله ‌وال ملاتړ له کبله د بایډن پر ادارې توندې نيوکې وکړې او واشنګټن یې تورن کړ چې د زرګونو فلسطینیانو مړینه بابېزه ګڼي او پر وړاندې يې بې پروا دی.

د ترکيې پارلمان مشر نعمان کرتلمش واشنګټن پوسټ ته په یوه مرکه کې ویلي چې، "دا ډېر ښکاره منافقت او دوه‌ مخي ده. دا یو ډول توکمپالنه ده. ځکه چې که تاسې فلسطيني قربانیان له اوکراييني قربانیانو سره برابر نه ګڼئ نو معنا دا چې تاسې په انسانيت کې یو ډول درجې رامنځته کوئ او دا د نه منلو خبره نه ده."

ایکنبېري دا مني چې، "لېبرال نړيوال نظم تر ډېره په امریکا، امریکايي ډالر او د امریکا په اقتصاد پورې تړلی و. دا د ملګرو ملتونو امنیت شورا نه ډېر د ناټو او د ناټو د متحدانو و."

دی وايي چې دې ته د امریکا "لېبرال واکمني" ويل کېدای شي.

امریکا څنګه د نظم له پلي کوونکې پر اخلالوونکې بدله شوه؟

د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن

هغه هېوادونه چې اوسنی نړيوال نظم ننګوي په دودیز ډول "بدلون غوښتونکي قدرتونه" بلل کېږي. امریکايي قانون جوړوونکي او شنونکي له کلونو راهیسې دا اصطلاح د چین او روسیې لپاره کاروي او دا دلیل ورته راوړي چې ګواکې دغه دواړه هېوادونه په نړيواله کچه د امریکاد نفوذ کمول غواړي.

پروفیسر ایکنبېري وايي چې امریکا پخپله په دې وروستيو میاشتو کې پر یوه مخکښه بدلون غوښتونکې ځواک بدله شوې ده. د ټرمپ اداره له نړیوالې سوداګرۍ او اتحادونو رانیولې بیا له ډيموکراتيک پيوستونه تر د بشري حقونو خوندیتوب پورې، د "لېبرال نړیوال نظم" نږدې د هر اړخ د له منځه وړلو لپاره کار کوي.

په دې وروستیو کې ټرمپ ویلي چې، "زما اداره له تېرې ناکامې بهرنۍ تګلارې او د پخواني حکومت له ماتو او په ټوله کې له ماضي په غوڅ ډول ځان لرې کوي."

د ټرمپ ادارې له لوري د نورو بنسټيزو بدلونونو خلاف د دغه تغیر مخنیوی به په ځانګړي ډول کانګرس او قضایه قوې ته ځکه سخت وي چې بهرنۍ تګلارې یا پالیسۍ د ولسمشر په واک یا صلاحیت کې راځي.

د ټرمپ ادارې له روسیې سره د اړیکو د ښه کولو اقدام داسې توجیه کړی چې ګواکې په دقیق ډول د امریکا ګټې پکې خوندي دي.

د امریکا مرستیال ولسمشر جېمز ډېوېډ ونس پر خواله رسنۍ لیکلي، "زموږ په باور د جګړې دوام نه د روسیې، نه د اوکرايين او نه هم د اروپا په خیر دی. تر ټولو مهمه ده چې د امریکا په تاوان دی."

که څه هم د ټرمپ ډېپلوماتیک بدلون د ډېرو د خوښې تګلاره نه ده، خو یوې وروستۍ نظر پوښتنې ښودلې چې امریکايان د کډوالۍ په اړه د ده پالیسي تر بل هر څه ډېره خوښوي، خو د روسيې او اوکرايين او د اسرائيل او فلسطين تر منځ د جګړې په هکله یې دريځ تر ټولو کم ملاتړي لري.

په همدې حال کې دوه پر درې برخه امریکایان اوکرايين خپل متحد ګڼي او نږدې نیمايي وګړي يې د اوکرايين د ولسمشر ولوديمير زېلېنسکي په اړه مثبت نظر لري.

د ټرمپ ډېپلوماتیک بدلون

په غزه کې ویجاړۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په غزه کې ویجاړۍ

د بریتانیا اکسفورډ پوهنتون کې د روسيې او یوروایشیا مطالعاتو څېړونکې ډاکټره جولیا نیوټن وايي، "د ۲۰۲۵ کال تر فبرورۍ میاشتې پورې پخپله امریکا د قوانینو او قواعدو پر بنسټ د ولاړ نظم د له منځه وړلو لپاره ګواښ دی."

ډاکټره نیوټن د ثبوت په توګه د ټرمپ هغې غوښتنې ته اشاره کوي چې غواړي د اوکرايين پر طبيعي سرچينو کنټرول ترلاسه کړي، همدا راز له روسیې سره د اړیکو عادي کول، پر زېلېنسکي په عام محضر کې لفظي بریدونه او په اروپا کې له ښي اړخو ګوندونو سره د ټرمپ د متحدانو ملاتړ هم دا ثابتوي.

د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکرايين د روسیې د یرغل درېيمه کلیزه پوره شوه. امریکا د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د هغه پرېکړه ‌لیک پر ضد رایه ورکړه چې د روسیې یرغل او د اوکرايين د خاورې اشغال یې غندلی و.

د امریکا ډېپلوماتانو په بې پروايۍ سره بیان وړاندې کړ چې ویلي یې وو، "د روسیې د فدراسيون او اوکرايين تر منځ شخړه کې د خلکو د ژوند پر ضایع کېدو خواشيني دي." په همدې حال کې ټرمپ وویل چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د بیارغولو په اړه له پوتین سره پر خبرو لګیا دی.

ډاکټره نیوټن زیاتوي، "د ټرمپ په سیاست یا ډیپلوماسۍ کې دا بدلون د هیلسينکي منشور اصول ماتوي او امریکا د خپلو متحدانو په نظر د یوه مخالف په توګه ښکاروي."

د ۱۹۷۵ کال هیلسينکي تړونونه د امریکا، شوروي اتحاد او د اروپایي هېوادونو ترمنځ هغه تړونونه وو چې موخه یې د ځمکنۍ بشپړتیا، پر پولو د تېري نه کولو او د یوه او بل په کورنیو چارو کې د لاس نه وهلو ته د ژمنتیا اصولو پياوړي کول وو.

په جان هېپکنز پوهنتون کې د یوه روسي کارپوه سرګي رادچينکو په وینا، "ټرمپ د پوتين غوندې فکر کوي، بیخي لکه د ۱۹مې پېړۍ امپریالېست."

رادچينکو زیاتوي، "اروپا پر روسیې د فشار راوړلو لپاره د پام وړ اقتصادي ځواک او مالي وسایل لري. مهمه نه ده چې ټرمپ له پوتین سره خبرې تر کومه بریده مخکې بیايي، خو د دې تصور ګران دی چې اروپايي هېوادونه به هم په موازي ډول له روسیې سره اړیکې عادي کړي."

د اتلانتيک شورا د یورویشیا مرکز کارکوونکې شېلبي ماګېد وايي، لا وختي ده چې وګڼل شي "لېبرال نړیوال نظم" پای ته رسیدلی. ځکه چې پر روسیې لا هم د امریکا لګول شوي بندیزونه شته او د ټرمپ اداره یې یوازې په هغه صورت کې د لرې کولو ویلي چې روسيه په اوکرايين کې جګړه پای ته ورسوي.

اغلې ماګېد وايي، "زه منم چې دا هر څه په خطرناک ډول د عادي کېدو له ګواښ سره مخامخ دي، خو موږ تر اوسه هغه حالت ته نه یوو رسېدلي. لنډه دا چې پر نړيوال نظم د اغېز څرنګوالی له دې ټاکل کېدای شي چې جګړه څه وخت پای ته رسېږي او په ترڅ کې يې د سولې څه نتیجه راوځي."