د هامبورګ ایالتي پارلمان غړې: دې بوتل کې د افغانستان خاوره ده چې ځان سره یې ګرځوم
د جرمني د یوه ایالتي پارلمان غړې، د افغانستان د نقشې په بڼه جوړه شوې غاړکۍ تل پر غاړه ګرځوي او وايي، په یوه بوتل کې ورسره افغانستان کې د هغه ځای خاوره هم ده چې په کې زېږېدلې او تل لاسي بکسه کې ورسره وي.
مېرمن آشفتې د حقوقو او سیاسي علومو برخه کې زدکړې کړي او د سیاسي فعالیتونو تر څنګ د حقوقو پوهنځي استاده او مدافع وکیله هم ده. هغه وايي، افغانستان کې د ښځو سخت حالت درک کوي او د هامبورګ ایالتي پارلمان د غړې په توګه یې غږ پورته کوي.
هغې د بيبيسي خبریالې تورپېکۍ غرنۍ سره خبرو کې سیاست ته د راتلو په اړه ویلي، څوک چې د داسې یوه ځای وي چې تل په کې جګړه وي، له سیاست پرته بله لار نه ویني او باید سیاست سره اشنا وي.
مهریه اشفته وايي، په افغانستان کې ښځو ته امکانات نه وي برابر او همدا د دې لامل کېږي چې بهر ته له راتلو سره سخت کار وکړي، له شته امکاناتو ګټه واخلي او ځان تر یوه ځایه ورسوي.



