سعودي عربستان وايي، پر سعودي تېل‌ لېږدونکې بېړۍ د ایران برید کې دوه فلیپیني سمندري کارکوونکي وژل شوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

سعودي عربستان هغه برید وغانده چې په وینا یې ایران د دوشنبې په شپه د سعودي ملکیت پر یوه ستره نفت‌ لېږدونکې بېړۍ ترسره کړی او له امله یې دوه فلیپیني سمندري کارکوونکي وژل شوي دي.

د سعودي د ملي باروړونکي شرکت 'بحري' د چهارشنبې په ورځ تائید کړه چې د دغه شرکت بېړۍ 'سدر' د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو پر مهال ''له یوې امنیتي پېښې سره مخ شوې ده''.

د سمندري امنیتي شرکتونو په وینا، سدر بېړۍ د عمان د مسندم ټاپووزمې په شمال کې د نامعلومو توغندیو یا مرمیو له لګېدو سره مخ شوې. راپورونه وایي چې د سویلي کوریا ملکیت لرونکې یوه بله ستره نفت‌ وړونکې بېړۍ، 'سېنېګال پراسپېرټي' هم د مسندم ختیځ لوري ته په نږدې هماغه وخت کې په نښه شوې ده.

ایران تر اوسه د سعودي د دې تور په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. خو مخکې یې ویلي وو چې دوو نفت‌ وړونکیو بېړیو وروسته له هغې اور واخیست چې د هرمز تنګي له لارې د غیرمجازې لارې په کارولو سره له ماینونو سره ولګېدې.

د بحري شرکت په اعلامیه کې راغلي چې د سدر بېړۍ پر وړاندې دغه ''امنیتي پېښه'' د دوشنبې په ورځ له ځايي مهال سره سم د شپې په۱۱:۴۰ بجو په هرمز تنګي کې رامنځته شوې ده.

شرکت زیاته کړې: ''په ژورې خواشینۍ سره بحري تائیدوي چې د دې پېښې له امله یې دوو فلیپیني سمندري کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.''

شرکت د قربانیانو له کورنیو، دوستانو او همکارانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

وروسته د سعودي د بهرنیو چارو وزارت د ''ایران لخوا د سعودي نفت‌ وړونکې بېړۍ (سدر) د په نښه کولو'' غندنه وکړه او ویې ویل چې بېړۍ د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو په حال کې وه.

وزارت دغه راز پر اردن، بحرین او کویت د وروستیو ایراني بریدونو غندنه وکړه او د کړکېچ د لا زیاتېدو د مخنیوي، د نړیوالو سمندري لارو د امنیت او خوندیتوب، د نړیوالو انرژۍ رسولو، ملي حاکمیت او نړیوالو قوانینو د درناوي غوښتنه یې وکړه.

دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وشوې چې د سمندري خطرونو او استخباراتي چارو شرکتونو Marisks او Kpler راپور ورکړ چې د سعودي د خامو تېلو بار وړونکې دوې بېړۍ، چې هرې یوې یې دوه میلیونه بېرله تېل لېږدول، د دوشنبې ناوخته د هرمز تنګي له لارې د وتلو پر مهال د څو دقیقو په واټن د نامعلومو توغندیو له برید سره مخ شوې.

د مارېسکس د راپور له مخې، سدر بېړۍ د عمان د خاصب ښار شمال ختیځ ته شاوخوا ۱۶ سمندري میله (۳۰ کیلومتره) لېرې په ۱۹:۵۲ ګرینویچ وخت د نامعلومو توغندیو په وسیله وویشتل شوه. دغه راز سېنېګال پراسپېرټي بېړۍ د خاصب ختیځ ته شاوخوا ۱۷ سمندري میله لېرې د درېیو نامعلومو توغندیو له لګېدو سره مخ شوه.

د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې (UKMTO) هم په همدې سیمو کې د دوو جلا پېښو راپور ورکړی دی.

دا خبرونه په داسې حال کې خپاره شوي چې د امریکا پوځ پر ایران د هوايي بریدونو یوه لړۍ ترسره کړې او ایراني ځواکونو په ځواب کې د ګاونډیو عربي هېوادونو دننه د امریکا پر اډو د توغندیو او ډرونونو بریدونه کړي دي. دا له جولای میاشتې راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ تر ټولو ستر تبادل ګڼل کېږي.

د چهارشنبې په ورځ د ایران د روغتیا وزیر وویل چې د امریکا په بریدونو کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۱۰۸ نور ټپیان دي. ایران امریکا د ''جنګي جرم'' په ترسره کولو تورنه کړې او وايي د هېواد په سویلي ښار سیریک کې د واده پر مراسمو برید کې څلور کسان، چې دوه ماشومان هم پکې شامل وو، وژل شوي دي. د امریکا پوځ وايي، د دغو راپورونو ارزونه کوي.

بل لور د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند، سټېفن دوجاریک د چهارشنبې په ورځ وویل: ''د ملګرو ملتونو عمومي منشي د تېرې شپې په اوږدو کې د امریکا او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د نښتو او متقابلو بریدونو له بیا پیل په هکله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. هغه په ځانګړي ډول د ملکي تلفاتو د راپورونو له امله اندېښمن دی، په ځانګړې توګه د هغو راپورونو له کبله چې د واده پر مراسمو د برید یادونه کوي. پر ملکي وګړو برید په هېڅ صورت د منلو وړ نه دی.''

ښاغلي دوجاریک، چې په خپلې ورځنۍ خبري غونډه کې یې خبرې کولې، ټینګار وکړ:

''عمومي منشي له ټولو ښکېلو خواوو غوښتنه کوي چې تر ټولو د لوړې کچې زغم او احتیاط غوره کړي، د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي، او له هر هغه اقدام یا څرګندونې ډډه وکړي چې د کړکېچ د لا زیاتېدو سبب ګرځي.''

هغه زیاته کړه:

''عمومي منشي لا هم باور لري چې د دې کړکېچ لپاره پوځي حل لاره نشته. ډیپلوماسي یوازینۍ لاره ده. هغه له ټولو خواوو غواړي چې له ځنډ پرته د خبرو او دیپلوماتیکو هڅو لارې ته بېرته وګرځي.''

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش څو ورځې وړاندې په قرغیزستان کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره لیدلي او خبرې یې کړې وې.