د یوه پخواني ایراني ماشوم عسکر د ژوند ترخې تجربې: "زما بدن کې لاهم د مرمۍ ۲۵ پارچې شته"

د عکس سرچینه، Masoud Hashemi
- Author, بي بي سي فارسي
مسعود هاشمي وايي: "ما له نیمې پښې سره یو بوټ ولید، دا وېروونکې صحنه وه."
هغه بي بي سي ته وویل، ۱۴ کلن و چې د ایران-عراق جګړې لومړۍ کرښې ته لاړ او ډېر ژر یې د لومړي ځل لپاره د یوه ملګري سرتېري پاتې شوني ولیدل.
اوس ۵۶ کلن مسعود د هغو ګڼو ایراني ځوانانو له ډلې دی، چې د خپلې ځوانۍ یوه برخه یې د دې اته کلنې جګړې په سنګرونو کې تېره کړې. د ایراني چارواکو په وینا، د ښوونځي نیم میلیون زده کوونکي دې جګړې ته استول شوي وو.
رضا شکر الله وایي، جګړې ته چې ولاړ یوازې ۱۱ کلن و؛ یوه جګړه چې د ده په بدن کې یې د مرمیو ۲۵ پارچې پرېښودې.
او مهدي تلاتي، چې ۱۵ کلن جګړې ته تللی و، ښه یې په یاد دي چې د خپلو ګڼو ملګرو مړي یې په خپلو لاسونو خاورو ته سپارلي دي.
څلور لسیزې وروسته، دغو درېیو کسانو د بي بي سي فارسي له یوه مستند فلم سره د خپلو تجربو د اغېزو په اړه خبرې کړې دي.

د ۱۹۸۰ کال سپټمبر کې، د هغه وخت د عراق ولسمشر صدام حسین ځواکونو پر ایران یرغل وکړ، چې لامل یې سیاسي او سرحدي شخړې وې.
عراقي مشر ژمنه کړې وه چې دا به یوه چټکه بریا وي، خو له ایراني ځواکونو سره مخ شو، چې ډېرو یې خپل نوي انقلابي مشر آیت الله روح الله خمیني ته شدید مذهبي اخلاص درلود.
په ۲۰۲۳ کال کې، دې درېیو پخوانیو سرتېرو په خپلو مرکو کې وویل، څنګه د اتلولۍ د یوه نمونه کلتور او د شهادت د ستاینې له لارې جګړې ته راجلب شول.

د عکس سرچینه، Reza Shokrollahi
د جګړې په لومړیو کې، یو ۱۳ کلن هلک حسین فهمیده د آیت الله خمیني له لوري وستایل شو؛ ځکه چې د رسمي روایت له مخې، هغه له یوه لاسي بم سره د عراقي ټانک لاندې ځان والوزاوه.
رضا وویل، هغه او د ده همزولي د فهمیده د کړنې ستایونکو له پوسټرونو او شعارونو "ډېر اغېزمن" شوي وو. هغه وویل، د جبهې په لیکو کې د ماشومانو د حضور تلویزیوني راپورونه یې لیدلي وو، همدا لامل شو چې په جګړه کې د ګډون لپاره "سخت لېوال" شوی و.
د هغه په یاد دي چې پلار یې پرېکړه وکړه دواړه به جګړې ته لاړ شي او دا یې هم په زړه دي چې خلکو له ده سره، چې د خپل قد هومره لوی کلاشینکوف یې نیولی و، د عکسونو اخیستلو غوښتنه کوله.
هغه وویل، په هغه وخت کې یې ځان "لوی... لکه یو اتل" احساساوه، خو اوس دا "یو ناورین" بولي.
د ۱۹۷۹ له انقلاب مخکې، ایران د جنیوا کنوانسیونونو یو پروتوکول لاسلیک کړی و، چې هېوادونه یې له ۱۵ کلونو د کم عمره ماشومانو له ګومارلو منع کول. خو درې واړو نارینه وو وویل، چې دا عمرې محدوده مؤثره نه وه عملي شوې. ایران لا هم دغه پروتوکول نه دی تصویب کړی.

د بي بي سي په مستند فلم کې د هغو هلکانو مرکې شاملې دي چې خپل عمرونه یې ۱۲، ۱۳ او ۱۴ کلن ښودلي او ویلي یې دي چې دوی د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېدل.
مسعود، چې اوس په جرمني کې یو رستورانت چلوي، وویل په جګړه کې N شاملېدو په موخه یې خپل د زیږون سند بدل کړی و. هغه زیاتوي چې یو ترافیکي افسر د جبهې پر لور له روان بس، دی ښکته کړ، خو دوه اوونۍ وروسته، هغه له بل بس لاندې پټ شو او بیا ولاړ.
دی په داسې یوه کنډک کې پر کار بوخت شو، چې ماینونه یې شنډول. نوموړی وايي، کله یې چې په لومړي ځل د ماینونو پر سیمه پښه کېښوده، ۱۵ کلن و او باور لري چې د کنډک ۶۰٪ غړي تنکي ځوانان وو. "دوی ۱۶، ۱۵، ۱۴، ۱۳ کلن وو..." هغه زیاته کړه، ځوانان په ځانګړي ډول ځکه غوره کېدل، چې هغوی چټک او سپک وو.
"دا کار فوق العاده خطرناک و... کمعمره هلکانو پرې ډېر فکر نه کاوه."
د هغه کشر ورور ۱۵ کلن و چې په جګړه کې ووژل شو. یو کال وروسته، د دوی پلار د زړه د حملې له امله وفات شو. مسعود په تأثر سره وویل: "هغه دا درد نشو زغملای."

مهدي، چې وروسته د منځني ختیځ په اړه علمي څېړونکی شو، د ۱۵ کلنۍ په عمر د "بسیج" له لارې جګړې ته ولېږل شو. بسیج یوه رضاکاره ملېشه وه، چې د ایران د اسلامي انقلاب د ساتنې لپاره جوړه شوې وه.
مهدي وویل "زموږ له ټولګي اوه یا اته نور هلکان هم د جګړې کرښې ته تللي وو – یوازې یو یې بېرته ژوندی راستون شو".
هغه زیاته کړه، ډېری کسان چې جګړې ته تلل، د جګړې په اړه یې یو "هالیووډي تصور" درلود، خو له لومړنیو عملیات وروسته "زموږ ټولې هیلې له منځه ولاړې".
لومړی ځل چې هغه د هاوان چاودنه ولیده، یو همسنګر یې د ده مخې ته ووژل شو: "ګولۍ (مرمۍ) د هغه سر وواهه - همالته سملاسي مړ شو."

د عکس سرچینه، Getty Images
رضا، چې اوس ۵۲ کلن دی، وویل "زموږ په عمر ډېر ماشومان" په جګړه کې جنګېدل.
هغه وویل: "موږ یو حد مات کړ، چې باید نه مو وای مات کړی، خو کله
چې مو مات کړ، نور موږ ماشومان نه وو".
هغه وايي، یو نژدې د ښوونځي ملګری یې- چې کورنۍ یې د جګړې مخالفه وه، یو ځل ټینګار وکړ چې جګړې ته ورسره ولاړ شي.
رضا یادونه کوي: "ما ورته وویل باید د فلاني دفتر ته ولاړ شې. هغه وویل: 'خو دوی به تضمین وغواړي.' ما ورته وویل: 'که یې وغوښت، زما نوم ورکړه.'"
رضا وویل "یوه شپه هغه د جګړې کرښې ته لاړ، خو بېرته راستون نه شو - مستقیمې مرمۍ وویشت".
هغه د اوښکو پر وړاندې مقاومت وکړ او د جنازې په مراسمو کې د ګډون هڅه یې وکړه: "د هغه کورنۍ ژړل او پر ما یې لعنت ویل. دوی زه له مراسمو وشړلم."
د هغه مخ د مرمۍ له ټپونو ډک دی او یوه بله پېښه کې د هغه تر څنګ چاودنې د هغه مخ، لاسونه، سر، سینه او پښې ټپي کړې – د هاوان ټوټې لا هم د هغه په بدن کې پاتې دي.

په ۱۹۸۸ کال کې، آیتالله خمیني ته قناعت ورکړل شو چې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب اوربند ومني، چې له دې سره د ځوانو جنګیالیو د جګړې پر کرښه وخت پای ته ورسېد.
د رسمي ایراني شمېرو له مخې، شاوخوا ۲۰۰,۰۰۰ ایرانیان ووژل شول، چې یوازې یو لږ شمېر یې ملکي وګړي وو.
د جګړې پر مهال د وژل شویو کسانو د عمر بشپړ تفصیل نه شته، خو د رسمي شمېرو پر بنسټ، اټکل کېږي چې نژدې یو پر څلورمه برخه یې د ښوونځي عمر لرونکي ماشومان او ځوانان وو.
رسمي شمېرې هم ښيي چې له ۱۹۷۹ کال راهیسې له ۸,۰۰۰ زیات ماشومان، چې عمرونه یې د ۱۱ او ۱۵ کلونو ترمنځ وو، د ایران "شهیدان" ګڼل شوي دي. ډېری دا کسان احتمالاً د ایران-عراق جګړې پر مهال وژل شوي دي.
ایراني حکومت ادعا کوي چې د دوی سیاست دا نه و چې کم عمره ماشومان جګړې ته واستوي، خو وايي چې دوی په خپله خوښه د خپل هېواد او دین د دفاع لپاره تللي وو.
عراق هم د دې جګړې پر مهال درانه تلفات ولیدل، که څه هم د دواړو لوریو د مرګژوبلې دقیق ارقام خورا متفاوت دي.
یو لړ شواهد ښيي چې عراق هم ماشومان د سرتېرو په توګه کارولي وو، خو د هغوی د شمېر په اړه کره معلومات نه شته.

د عکس سرچینه، Getty Images
ملکي ژوند ته د سرتېرو بېرته راستنېدو نوې ستونزې راوړې.
رضا وموندله چې ځینې زاړه ټولګیوال یې په دې هیله د پوهنتون داخلې ازموینو ته تیاری نیسي، چې ډاکټران یا انجنیران شي.
رضا وویل: "د دوی لپاره ژوند دوام درلود، خو زموږ لپاره درېدلی و".
دی اوس یو خبریال دی او له خپلې مېرمنې او زوی سره په پراګ کې ژوند کوي، خو وايي چې ټول ژوند یې په "نارامۍ" کې تېر شوی، له یوې سیمې بلې ته کډه شوی.
هغه زیاته کړه: "اته دېرش کاله تېر شول... خو زه لا هم د جګړې د هرې شېبې په چنګ کې یم".
مهدي وویل "زموږ ډېرو د جګړې له پای رسېدو وروسته له ژوند سره تطابق نشو کولی".
دی وايي ځینې جنګېدلي کسان "په یوازیتوب او انزوا کې" مړه شول، ځینو یې خپل ژوند پای ته ورساوه او د نورو کورنۍ یې وپاشل شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
پخوا، مهدي د جګړې په اړه مثبت نظرونه لرل، ان یو ځل یې د سرتېرو ګډ عزم د مرګ پر وړاندې "ښایسته" بللی و.
خو دی وايي، له دوو یا درېیو ساعتونو ډېر خوب نشي کولی: "زه تل د جګړې ملګري په خپلو خوبونو کې وینم."
مسعود وايي، د کیمیاوي وسلو له بریدونو سره مخامخ شوی و، اوس د ساه اخیستلو له ستونزو کړېږي او همدا راز، د ده په دماغ کې لا هم د مرمۍ ټوټې بندې دي.
هغه وویل: "اته دېرش کاله تېر شول، خو زه لا هم د هغو وحشتناکو صحنو خوبونه وینم. ناڅاپه ویښ شم، چیغې وهم او بیا مې ټوخی پیل شي".
رضا وویل له "واقعاً تیارو" درملنیزو ناستو وروسته یې خپل تېر منل پیل کړل: "که یې زه بوتلم، که یې زه مجبور کړم، که یې زما مخنیوی ونه کړ، زه بیا هم جګړې ته لاړم."
"د دې منل په دې معنا دي چې ومنم ما عادي ژوند نه درلود او اوس یې هم نه لرم او هېڅکله به یې ونه لرم".








