د ناقانونه کډوالو نیولو پر سر ناکرارۍ: د امریکا په لاساینجلس کې ګرځبندیز اعلان شوی
د ناقانونه کډوالو د نیولو پر سر د پیل شوو اعتراضونو په ترڅ کې د امریکا د لاساینجلس د پولیسو اداره وايي چې د دغه ایالت په ځينو برخو کې ګرځبندیز اعلان شوی او "ګڼ کسان نیول شوي دي."
دې اداره پرخپله اېکسپاڼه د مظاهرچیانو په اړه لیکلي، "ګڼې ډلې د سپرېنګ او المیډا تر منځ سړکونو کې پر راټولېدو دي" او ګواکې پولیس به "دوی ته رسېږي، نیونې پيل شوې او ګرځبندیز لګول شوی دی."
د یادولو ده چې له تېرې شنبې (غبرګولی ۱۷/جون ۷) راهیسې په لاساینجلس کې پر ناقانونه کډوالو د چاپو او د هغوی د نیولو له کبله پراخو احتجاجونه زور اخیستی. د پولیسو او احتجاج کوونکو تر منځ تاوتریخوالی رامنځته شوی او پولیس د مظاهرو د کنټرول هڅه کوي.
په یوه خبري ناسته کې د دغه ایالت د پولیسو مشر جېم مکډونلډ وویل، "د پرلهپسې او زیاتېدونکې ګډوډۍ د مخنیوي او د انسانانو او د هغوی د شتمنیو د خوندیتوب لپاره ګرځبندیز اړین و. څوک چې سرغړونه ترې کوي، هغه به ونیول شي."
ښاغلي مکډونلډ همدا راز ویلي چې له دې امره خبریالان او هغه کسان مستثنا دي چې کارونو ته ځي.
ده وویل، "له تېرې شنبې راهیسې موږ په ناقانونه کړنو او خطرناک چلند کې د اندېښنې وړ زیاتوالی لیدلی. تر اوسه په ګډوډۍ کې ښکېل ۱۹۷ تنه نیول شوي دي."
احتجاج کوونکي څه وايي؟

خو احتجاج کوونکي بیا د کډوالو په اړه د ډونلډ ټرمپ له پرېکړې سره جوړ نه دي او د مظاهرو د کنټرول پولیسو له چلنده شکایت کوي. دوی چې ځینې یې د خپلو خپلوانو او اشنایانو په ملاتړ راوتلي دي، وايي چې په دغه هېواد کې یې کلونه ژوند کړی او باید ونه شړل شي.
بيبيسي له ځينو مظاهرچیانو او ځايي خلکو سره خبرې کړې دي.
یو مظاهره کوونکی وايي، "زه دلته د خپلو لاتیني مکسیکويي خلکو د ملاتړ لپاره راوتلی یم. ځکه چې دوی د پولهساتو ځواکونو له لوري ځورول کېږي."
یوه ځايي اوسېدونکې بیا وايي، "زه نه غواړم چې د ملي ګارد ځواکونه څوک کار ته له تګه راوګرځوي. نه پوهېږم چې په ټرمپ څه شوي دي؟"
د رپوټونو له مخې، په ځينو سیمو کې کډوال بند پاتې دي او د نیول کېدو له وېرې بهر نه راوځي.
پر ګرځبندیز سربېره د احتجاجونو دوام
خو د لاساینجلس په کوزه څنډه کې له ګرځبندیز سره سره د احتجاجونو رپوټونه ورکړل شوي.
په سیمه کې د بيبيسي خبریالان وايي، هلته وړې وړې مظاهرې لا هم روانې دي.
په عکسونو کې لیدل کېږي چې پولیس د اعتراضونو پر کنټرول لګیا دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters
په همدې ترڅ کې د کلیفورنیا والي ګیون نیوسم د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه ګام "سخت مخالفت" کړی چې هلته یې د ملي ګارد ځواکونو د ۴۰۰۰ تنو د ځایپرځای کولو پرېکړه کړې.
ښاغلي نیوسم ویلي چې ګواکې دې ګارد ته په غیرملکي جګړه کې د ښکېلېدو روزنه ورکړل شوې او باید په سيمهييزه کچه د احتجاجونو د کنټرول او یا د قانون د پلي کېدا لپاره ونه کارول شي.
دغه والي پر ټرمپ تور پورې کړی چې دا "پاروونکی ګام" یې د "توجه جلبولو" لپاره کړی دی.
ټرمپ بیا دی او د لاساینجلس والي "بې کفایته" بللي او پر دوی یې نیوکه کړې چې د ځنګلیزو اورونو په کنټرول کې پاتې راغلي وو او ګواکې د کار خلک نه دي او "د تل په څېر بې کفایته وو."
ښاغلي ټرمپ مخکې نیوکه کړې وه چې که دوی خپل کار نه شي کولی نو فدرالي حکومت به مداخله وکړي.












