قطر وايي د اوس لپاره يې د اسرائیلو او حماس ترمنځ منځګړیتوب ځنډولی

د عکس سرچینه، Getty Images
قطري چارواکي وايي، د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند او یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره د منځګريتوب په موخه يې خپلې هڅې ځنډولې دي.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت وياند په يوه بيانيه کې ويلي، دا به هلې ځلې به هغه مهال بيا پيل کړي چې حماس او اسرائیل "مذاکراتو ته لیوالتیا وښيي."
قطري ویاند دواړه لوري تورن کړي، چې له روانو خبرو د هغه څه له پاره ناوړه ګټه پورته کوي، چې ده "محدودې سیاسي موخې" بللې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې لس ورځې وړاندې یې ښکېلو لوریو ته خبر ورکړی چې که حماس او اسرائیل هوکړې ته ونه رسېږي نو د منځګړي په توګه به خپلې هڅې د اوس لپاره وځنډوي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي د حماس او اسرائیلو تر منځ د قطر منځګړیتوب د اوس لپاره ځنډول شوی او کله چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره اړین جدیت رامنځته شي قطر به د جګړې پای ته رسولو او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره د هڅو سرلاری وي.
نوموړي قطر کې د حماس د دفتر د تړلو په اړه خپرو شویو رپوټونو ته غبرګون کې ویلي چې دا رپوټونه هم دقیق نه دي، ده ویلي قطر کې د حماس د دفتر هدف له ښکېلو لوریو سره د اړیکو ټينګول دي.
د قطر له خوا دا سپیناوی وروسته له هغه شوی چې رسنیزو رپوټونو کې وویل شول چې قطر غزه کې د اوربند لپاره هڅو کې د منځګړي په توګه لاس په سر شوی او حماس ته یې ویلي چې دوحه کې یې اوسنی دفتر بې ګټې دی.

د عکس سرچینه، Reuters
دغه راز یوې ديپلوماتیکې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرېس خبرې اژانس ته ویلي، تر هغه چې اسرائیل او حماس له خبرو ډډه کوي دوی منځګړیتوب ته دوام نه شي ورکولی او له همدې امله دوحه کې د حماس دفتر "بې ګټې" دي.
خو د حماس یوه لوړ پوړي غړي یاد اژانس ته ویلي قطر دوی ته نه دي ویلي چې دوحه کې خپل دفتر وتړي.
قطر، مصر او امریکا د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند لپاره منځګړیتوب کړی. د دې هېوادونو د هڅو په پایله کې د ۲۰۲۳ کال نومبر کې د یوې اوونۍ اوربند وشو حماس یو شمېر یرغمل شوي کسان او اسرائیلو فلسطیني زندانیان خوشی کړل. له هغه وروسته دیادو هېوادونو هڅې بې پایلې وې.
پوښتنه دا ده چې ولې په دې پړاو کې قطر له منځګړیتوبه لاس په سر کېږي؟ د نړیوالو شخړو د هواري امریکا میشتی کارپوه ډاکټر محمد شرقاوي وايي قطر لا له وړاندې د داسې یوې پرېکړې په اړه غور کړی وو.
نوموړی وايي، "جریانات ښيي چې د تېر کال اکتوبر له برید یوه اوونۍ وروسته قطر کې د حماس د دفتر د تړلو موضوع مطرح وه. تېر اوړي کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم قطر ته ویلي وو که حماس د اوربند لپاره شویو وړاندیزونو ته مثبت ځواب و نه وايي نو ځان ته دې بل ځای وګوري. قطر د تېر کال نومبر میاشت کې د زندانیانو د تبادلې لپاره ډېري هڅې وکړې. خو دا هېواد تېره اپریل میاشت کې وروسته له هغه ډېر ناهیلی شو چې ځینې اسرائیلي کړیو یې پرضد تبلیغ وکړ. ښکاري چې قطریان دې پایلې ته رسېدلي چې هڅو او اوږد صبر یې ښې پایلې نه لري."
د قطر د منځګړیتوب او د حماس د دفترد تړلو رپوټونه یوه ورځ وروسته له هغه خپاره شول چې وړمه ورځ رویټرز خبري اژانس د امریکا د حکومت د یوه لوړ پوړي چارواکي له قوله رپوټ ورکړ چې امریکا قطر ته ویلي، نور ورته دوحه کې د حماس دفتر د منلو نه دی.
دې چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې وویل لس ورځې وړاندې، قطر حماس ته د امریکا دا خبره رسولې، امریکا له قطریانو سره د حماس د سیاسي دفتر د تړلو په اړه په تماس کې وو او ورته یې ویلي چې اوس د دې دفتر د تړلو وخت را رسېدلی.








