ملګرو او خپلوانو ته پیسې پور ورکول مو ولې په ستونزه کې ښکېلوي؟

هغه چا ته چې تاسو ورسره مینه لرئ پیسې پور ورکول کولی شي تاسې ته د خپګان احساس درکړي، ځکه خلک ډېری وختونه هغه پیسې بېرته نه ورکوي چې دوی یې ترلاسه کړي وي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هغه چا ته چې تاسو ورسره مینه لرئ پیسې پور ورکولی شئ خو هله د خپګان احساس درکوي، چې خلک ډېر وختونه هغه پیسې بېرته پر وخت ونه سپاري.
    • Author, بريان لوفكين
    • دنده, بي‌بي‌سي

کله چې ځینې دوستان یا د کورنۍ غړي د پیسو پور غوښتنه کوي نو ډېر ژر عجیبه حالت پېښېږي، نو ولې داسې کېږي؟

موږ ډېرو دا تجربه کړې ده چې خپلو نژدې خپلوانو ته مو پیسې پور ورکړي وي؛ که دا د داسې یوه خپلوان لپاره بانکي چک وي چې د کور کرایه یې نه ده ورکړې، یا د یوه دوست لپاره یوه اندازه نغدې پیسې وي - دا چاره معمولاً ډېره اراموونکې نه وي.

دا ستونزه بیا هغه وخت لا پسې ډېرېږي، کله چې هماغه شخص ستاسې پور د څو میاشتې د کرایې ورکولو له کبله ځنډولی وي، یا داسې ښکاري چې ګنې ستا د پور بېرته درکولو هېڅ لېوالتیا نه لري، دا به داسې یو څوک وي چې تاسو یې په سخت وخت کې لاس نیوی کړی دی.

سره له دې، ډېر خلک په ځانګړې توګه په سختو وختونو کې له خپلو دوستانو او خپلوانو د اضافي پیسو د پور اخیستو لاره غوښتنه کوي.

د امریکا د فدرالي ریزرف بانک یوه نظرپوښتنه چې په ۲۰۱۹ کال کې شوې وه ښيي، کله چې یو څوک له داسې بې‌ اټکله مصرف سره مخ شي چې ارزښت یې ۴۰۰ ډالرو ته رسېږي او هغه پیسې سملاسي نه لري، نو تر ټولو عام دویم غوراوی دا وي چې له یوه دوست یا خپلوان پور واخلي (تر ټولو لومړی انتخاب د کریډیټ کارت کارول دي).

د کورونا وبا پر مهال، ښایي ډېرو خلکو په ځانګړې توګه خپلو نژدې او باور وړ کسانو ته د مرستې لپاره لاس اوږد کړی وي.

له شک پرته د شخصي اړیکو ترمنځ د پیسو راکړه ورکړه حالات یو څه ناشنا کولی شي. موږ عموماً له هغو کسانو سره ډېر نژدې یو چې پیسې ورکوو، خو کارپوهان وایي د پیسو پور ورکول په دې نژدې اړیکه کې توازن ګډوډولی شي.

دا کار دواړو خواوو ته پېچلي احساسات پیدا کولای شي، لکه شرم، خجالت یا غوسه.

له داسې وضعیته وتل ګران وي، خو ډېره هغه ناخوښي چې د یوه دوست له ستونزې د راویستلو پر مهال رامنځته کېږي، په ډانګ پېیلو (روښانه) خبرو، د تمې او د پیسو بېرته ورکولو لپاره د وخت مشخصولو له لارې یې مخنیوی کېدلی شي.

Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، غوره دا ده چې د پور ورکولو پرمهال خط (قرارداد) ولیکل شي، چې کله به یې بېرته درکوي

ماګي بيګر، چې د روانپوهنې کارپوهه او د مالي چارو متخصصه ده او د متحده ایالاتو د پنسلوانیا ایالت کې ژوند کوي، وایي خلک ډېر د پیسو په اړه غږېږي، خو د یو بل د مالي وضعیت په اړه په تفصیل نه پوښتي. هغې زیاته کړه: "د پیسو په اړه یوه ډول ناڅرګندتیا شته، چې څه لرې او څه نه لرې."

جی مایکل کولینز، چې د متحده ایالاتو د ویسکانسین پوهنتون د مالي امنیت مرکز مشر دی، وایي پیسې یوه داسې موضوع ده چې څوک پرې چوپ پاتې کېدلی نه شي او دا د اړیکو د پېچلتیا او ناڅرګندتیا لامل ګرځي.

هغه په ډاګه کوي: "که تا بانک ته لاړې او پور دې واخیست، بانکوال پوهېږي چې ته پور ورکولی شې که نه او ته به قرارداد لاسلیک کړې که تا پیسې ورنه کړې، نو پایلې به ولري، لکه ستا تنخا به دوی بنده کړي یا دې موټر بېرته درنه واخلي. خو کله چې موږ خپلوانو یا دوستانو ته پیسې ورکوو، دا ډول قرارداد نه لرو."

دا "ناڅاپي" تړون او د "څار او حساب ورکولو نشتوالی" خلک اندېښمنوي.

همدارنګه، د پیسو ورکول د اړیکې ټول جوړښت بدلوي. بیګر وايي: "که چا ته پیسې ورکړې، هغه ستا پوروړی کېږي، که پیسې بېرته درکړي یا نه – بیا ته ناڅاپه په اړیکه کې پیاوړی اړخ ګرځې."

دا په اړیکه کې ستا رول بدلوي. براد کلونتز، چې د مالیاتو روانپوهنې پوه او د نبراسکا د کریټن پوهنتون استاد دی، وايي: "ته نور یوازې ملګری یا د کورنۍ غړی نه یې، بلکې ناڅاپه د پور مسئول ګرځې."

همدارنګه، پور ورکوونکی له ډېر زیات شک او ناڅرګندتیا سره لاس او ګرېوان وي، ځکه که څه دی له هغه چا سره نژدې دی چې پیسې ورکوي، خو ممکن دا ونه پوهېږي چې هغه کس د پیسو په چارو کې څنګه چلن کوي. کارپوهان وایي زیاتره پورونه بېرته نه ورکول کېږي. بیګر وایي: "په لسو کې نهه ځله، هغه کس چې له ملګري یې پور اخیستی، پیسې بېرته نه ورکوي!"

کلونتز هم په دې خبره موافق دی او وایي: "ته باید له لومړۍ ورځې ۱۰۰٪ چمتو وې چې کېدلی شي هغه پیسې چې دې چې ورکړې دي بېرته ترلاسه نه کړې."

ډېری خلک د پیسو پور اخیستلو لپاره ملګرو او کورنۍ ته مخه کوي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ډېری خلک د پیسو پور اخیستلو لپاره ملګرو او کورنۍ ته مخه کوي.

ډېر ځله هغه څوک چې له تاسو پور غواړي، خپلو ټولو بېلونه او نورو لګښتونو ته لومړيتوب ورکوي، مخکې له دې چې ستا د پور بېرته په درکولو فکر وکړي او ان په دې حالت کې هم، هغه کس داسې ګومان کوي تاسو له مالي پلوه دومره بېغمه یئ چې د خپل پور بېرته ترلاسه کولو پروا نه لرئ!

کلونتز وايي: "په ټوله کې هغه څوک چې له تاسو پور اخلي، له تاسو ځان ګوښه کوي، بيا تاسو د خپګان احساس کوئ. داسې احساس کوئ چې ګنې له تاسې ناوړه ګټه اخيستل کېږي او داسې انګېرئ چې څوک ستاسو حدودو يا تاسو ته شخصاً درناوی نه لري."

هغه زياتوي: "دا ډېرې حساسې شېبې وي، ځکه که پور ورکړئ، کېدلی شي دا اړیکه ورانه کړي او که پور ورنه کړئ هم کېدای شي اړیکه پرې شي، ځکه هغوی ممکن د دې احساس وکړي چې کله چې هغوی تاسو ته اړتيا درلوده، تاسو يې په سختو شېبو کې مرسته ونه کړه".

څېړونکي پر دې همغږي دي که تاسو په دې حالت کې پرته له دې چې د خپلو پېسې د بېرته ترلاسه کولو روښانه پلان ولرئ، نو ډېر احتمال لري چې پایلې به يې منفي وي. کلونتز وايي: "دا د خپګان د احساس لپاره يوه لار ده."

طبيعي ده چې د يو دوست لپاره د خوړو يا څښاک لګښت ورکول يو کس ته له ځانګړي مبلغ پور ورکولو سره ډېر توپير لري. خو څېړونکي وايي ملګرو ته په پور پیسې ورکول هغه وخت ستونزه پیدا کوي چې له یو ځل ډېر تکرار شي او ملګری مو تمه درنه لري چې د بېلونو ورکولو ته یې دوام ورکړئ.

که یو چا له تاسې د ډېرو پیسو پور ورکولو غوښتنه وکړه، نو "لومړۍ قاعده دا ده ځان ته وخت ورکړئ چې پرې فکر وکړئ"، لکه څنګه چې بيکر وايي، او تاسو بايد د خپل ژوند له ملګري/ملګرې، کورنۍ يا هر چا سره چې مالي پرېکړو کې مو شريک وي، مشوره وکړئ.

کولينز وايي که څه هم ليکلی قرارداد نه وي، بيا هم بايد د تاديې لپاره له ټاکلو نېټو سره يوه پلان جوړ کړئ. که تاسو يو کس ته د هغه نيمايي کرایه ورکړئ - لکه ۵۰۰ ډالره - ورته ووایاست: "زه پوهېږم چې ته د مياشتې په ۱۵مه معاش ترلاسه کوې، نو څنګه فکر کوې چې ۵۰۰ ډالره به ما ته پر ۱۷مه نېټې راکوې؟ که غواړې دا میاشت کې دوه ځله راکړې، نو ۲۵۰ ډالره په ۱۵مه او ۲۵۰ ډالره په ۳۰مه نېټه راکړه".

کولينز وايي: "په دې اړه ډېر دقيق اوسه."

بيګر وايي: "کېدلی شي دا د ځينو لپاره ګرانه ښکاره شي، خو زه به هغه کس لیکلي قرارداد ته اړ کړم چې له ما پور اخلي".

بيګر ټينګار کوي پور ورکوونکی بايد هر څومره چې امکان ولري مشخص وي او حتی د پور پر پيسو سود غوښتل هم باید مطرح کړي، که څه هم سود د بانک د سود په اندازه نه وي.

هغې زياتوي: "دغه کس ته فرصت ورکړئ چې په دې اړه ښه فکر وکړي او پوه شي چې ايا هغه واقعاً له تاسو پور غواړي که نه او که بهتره وي چې بانک ته ولاړ شي. دا کار بايد شخصي نه وي او ستاسې ترمنځ اړیکې خرابې نه کړي."

او پرته له دې چې پور څنګه ورکړل شي، تاسو بايد له هغه دوست ځان د پور ورکولو کې ډېر لیرې وساتئ چې په مالي چارو کې بدنامه وي.