تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هندۍ فلمي ستورې: "په خپلو لاړو د مخ دانو درملنه کوم"؛ خو دا ادعا څومره سمه ده؟
هندۍ فلمي ستورې تمنا باټيه په خپله یوه تازه مرکه کې د خپل پوستکي د ساتنې په اړه ادعا کړې چې هغه د خپل مخ د دانو درملنه د خپلې خولې په لاړو کوي.
په مرکه کې په دې اړه د تمنا باټيه خبره داسې وه، "سهار د غاښونو تر برش کولو مخکې مې لاړې د خپل مخ پر دانو وهم. دا د مخ دانې/ځوانکۍ ورکوي. د شپې زموږ په خوله کې د باکتریاو ضد ماده پیدا کېږي چې د مخ دانو په درملنه کې مرسته کوي."
د دې هندۍ فلمي ستورې دغو خبرو ښايي ځينو ته د خپلو نیاګانو دا او یا دې ته ورته خبرې او ټوټکې ور په زړه کړې وي.
په موږ کې د ځینو پر مخونو ځوانکۍ یا دانې کله د بلوغت عمر ته تر رسېدو د مخه راخېږي او پر ځينو بیا تر هغه وروسته هم کلونه دوام کوي او مخ یې له ځوانکیو یا بخاره ډک وي.
د پوستکي په دې ناروغۍ کې پر مخ تور او یا سپين سر لرونکې دانې رابرسېره کېږي او وروسته یې د ځینو داغونه او تش ځایونه هم پاتې کېږي. کله چې پر پوستکي وړو سوریو یا مسامونو ته تېل، خیری، خاورې او دوړې یا باکتریا ور ننوځي نو دا سوري بند شي. له همدې سره پر پوستکي سور رنګه وړې دانې راوخېږي چې (پېمپلز) یې بولي.
د دغو دانو سرونه عموماً له زوو ډک وي او کله درد او خارښ هم کوي.
کله چې دا دانې وچې شي او یا را وشکول شي نو پر مخ یې داغونه او سوري هم پاتې کېږي.
له کلونو راهیسې خلک له دې دانو او داغونو د خپل مخ د ساتنې لپاره بېلابېلې لارې چارې او ټوټکې کاروي او دا سلسله تر ننه روانه ده.
خو که دا ټوټکې او ازمايښتونه له چتې واوړي نو ستونزه ډېرولی شي. نو ځکه په کار دا ده چې په دې اړه تر کومې پرېکړې مخکې باید له یوه متخصص ډاکټر سره مشوره وشي.
که څه هم د هندۍ فلمي ستورې تمنا باټيه دې ادعا یا دعوې د مخ دانو د درملنې په هکله ډېرې پوښتنې را ولاړې کړې دي خو دلته په دې ځان پوهول غواړو چې د دغو دانو د راختلو اصلي لاملونه څه دي او سهار له خوبه د راپاڅېدو په وخت کې زموږ په لاړو کې داسې خاص څه وي چې دانې مو ورسره ښې شي او که نه؟
د انسان په لاړو کې څه وي؟
د انسان لاړې ۹۸ سلنه له اوبو جوړې دي او پاتې دوه فیصده یې د ګڼو کیمیاوي موادو ګډوله ده.
نو ځکه د دې هرې کیمیاوي مادې کار او رول هم مختلف دی.
لومړی دا چې له دې کیمیاوي مادو یې یوه هم د (امایلیز) په نوم انزایم دی.
دا انزایم د ډوډۍ په هضمولو او د نشایستې په ماتولو کې مرسته کوي. همداراز پر ژبه شته (لپيز) ماده د غوړو په هضم کې همکاري کوي.
د خولې په لاړو کې له (لایسوزومز، لیکټوفیرن او امیونوګلوبیولنز) جوړ محافظتي پروټين هم وي چې په خوله کې د انتاني ناروغیو د قابو کولو په برخه کې مرسته کوي.
د هند د اپولو روغتون ډاکټر سشروت دېشموک وايي چې، "د خولې لاړې الېکټورلیټونه (سوډيم، پوټاشیم، کېلشيم او بایکاربونېټ) لري چې یو ډول غوړ چمتو کوي او د ډېرو وړو باکتریاو مخه نیسي. دا داسې متوازن لعاب دی چې د خولې چاپېریال منظم ساتي."
ډاکټر دېشموک زیاتوي، "له ډوډۍ د خوند اخیستلو او د مړۍ پر تېرولو سربېره لاړې د خولې په روغ ساتلو کې هم مهم رول لري. دا خوله نرمه او لمده ساتي. له خوراک وروسته تېزابیت کموي، د خوړو ذرې پاکوي او هغه باکتریاوې قابو کوي چې د غاښونو د پوچېدو او د وریو د خرابېدو لامل کېږي."
لاړې دانې پیدا کوونکې باکتریاوې ختمولی شي؟
د مخ دانو یا ځوانکیو د پیدا کېدو لاملونه ګڼ دي خو په اړه یې په هره ټولنه کې ډېرې ناسمې خبرې او ټوټکې هم دود دي.
ځينې خلک فکر کوي چې که دانې چاودې کړي او یا یې وشکوي نو ژر به ښې شي خو دا فکر سم نه دی، ځکه چې د ځوانکیو له شکولو سره که یو خوا دا دانې سوی او خارښ ډېروي نو بلخوا یې پر مخ د داغ پاتې کېدو خطر هم وي.
یو بل نظر هم دا دی چې که د چا د مخ پوستکی غوړ وي نو هغوی دې غوړ کریم یا (موسچرایزر) نه کاروي خو د دغو کریمونو نه کارول هم د دانو وضعیت خرابولی شي.
پر دانو د لاړو وهلو په اړه هم ناسمې انګېرنې شته.
ډاکټر سشروت دېشموک وايي، "پر پوستکي د خولې لاړو وهل هېڅ ګټه نه لري. که څه هم په لاړو کې د میکروبونو د وژلو خاصیت شته خو په هغوی کې په خوله کې شته باکتریاوې هم ګډې وي. نو که لاړې پر دانو ووهئ شاید مشکل مو لا ورسره ډېر شي او یا مو دانو ته نوې باکتریاوې هم ورننوځي."
ډاکټر دېشموک زیاتوي، "له باکتریاو سره د مبارزې او له ناروغۍ یا ټپ د رغېدو لپاره د انسان بدن خپل ځانګړی محافظتي نظام لري او همداراز د درملنې خپلې لارې چارې شته. په دغو ټولو کې یوه لار هم په لاړو پورې نه ده تړلې. د پوستکي اړوند ناروغیو په درملنه یا ډرماټالوژۍ کې هېڅ داسې شواهد نه شته چې لاړې دې د مخ دانې و درملل شي. بلکې، د دې امکان شته چې له دې سره ستونزه لا ډېره شي."
د هند د چنئ سیمې د (ریلا روغتون) ډاکټره کتیجا ناسیکا وايي، "که څه هم دا خبره رښتیا ده چې د ځينو څېړنو له مخې، په لاړو پيدا کوونکو غدو کې ځينې داسې انزایمونه شته چې د (پراکنيبیکټيریم) غوندې باکتریاوې ختمولی شي؛ خو دا هم رښتیا دي چې کله موږ پر خپل پوستکي خپلې لاړې وهو نو له دې سره مو پر پوستکي نورې باکتریاوې هم لګېږي. په دې توګه د ګټې پر ځای تاوان ډېر کوو نو ځکه وایم چې پر ځوانکیو/دانو لاړې وهل هېڅ ګټه نه لري."
د ډاکټرې ناسیکا په وینا، "د ځوانکیو د درملنې لپاره ډاکټر لومړی ستاسې د دانو معاینه کوي او بیا دوا درته تجویزوي. دا درمل د هر چا لپاره فرق کوي. یوه دوا د هر چا په پوستکي باندې کار نه کوي. داغونه یې هم د مخ په رنګ او غوړوالي ته په کتو رامنځته کېږي او د لاړو په وهلو نه ورکېږی."
د خېټې او د مخ دانو ترمنځ کوم تړاو شته؟
کله چې د پوستکي په سوریو یا مسامونو کې تر اړتیا ډېر غوړ، مړې حجرې او باکتریاوې راټولې شي نو بند شي. د دې تر څنګ، زموږ په بدن کې هورموني بدلونونه مو هم پر پوستکي د غوړو مقدار زیاتولی او کمولی شي چې سوی هم ورسره مل وي او په پایله کې یې بېلابېلې دانې او داغونه پر مخ رابرسېره کېږي."
ممبۍ مېشته د پوستکي ډاکټره شریفه چاوس وايي، "د مخ دانو تر ټولو عام لامل په بدن کې هورموني بدلونونه دي. ځوانکۍ تر ډېره د بلوغت، میاشتېني عادت، میندوارۍ او ذهني فشار پر مهال پر مخ راخېږي او زیاتېږي. دا بدلونونه په بدن کې د غوړو کچه ډېروي او مسامونه بندوي. د ډېرو خلکو پر مخونو د دانو راختلو تر شا اصلي کیسه همدا په بدن کې هورموني بدلونونه دي."
اغلې چاوس زیاتوي چې زموږ د پوستکي او د کولمو د روغتیا ترمنځ نېغه او ژوره اړیکه شته. که کولمې مو ښې یا روغې نه وي نو په بدن کې مو سوی ډېرېږي او له دې مو پوستکی هم اغېزمنېږي.
د کولمو نه پاکېدل او پکې د تاواني یا ضرري باکتریاو شتون د انسان په بدن کې د هورمونونو او مدافعتي نظام ګډوډوي چې له کبله یې دانې یا ځوانکۍ پیدا کېږي.