تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر ټرمپ برید
پر ټرمپ برید
د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډونلډ ټرمپ له یوه وسلهوال بریده ژوندی راوتلی. پر نوموړي دا وسلهوال برید پنسلوانیا کې د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال وشو.
پنسلوانیا کې د ټرمپ د ټاکنیزې غونډې له پیلېدا پنځه دقیقې وروسته د ډزو غږ واورېدل شو.
په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې د هغه امنیتي ساتونکو د ډزو د غږ له اورېدو سره سم دریځ ته وردانګي. پر نوموړي راټولېږي او لاندې یې پټوي.
له څو شېبو وروسته د امنیتي مامورانو غږ اورېدل کېږي چې وايي بریدګر له پښو وغورځول شو.