نایجېریا کې د میندو او ماشومانو په ګډون ولې میلیونونه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي؟

نایجېریا
د عکس تشریح، د اووه میاشتنۍ ماشومې 'اومي' مور مړه شوې او پالنه یې مرجه ته ور په غاړه ده.
    • Author, مدینه مایشانو
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز، کټسینه

"په کومه ورځ چې خواړه وخورم نو شیدې لرم او ماشومان یې روي، خو داسې ډېرې ورځې وي چې څه خوړلو ته نه لرم،‌ ماشومان مې تی روي خو شیدې په کې نه وي او ژاړي"

دا د مرجه په نوم د یوې نایجېریایۍ مور خبرې دي چې عمر یې شاوخوا ۲۵ کاله دی او د دوو ماشومانو پالل ور په غاړه دي. یوه یې خپله لور او بله یې یتیمه خورځه 'اومي' ده چې تازه د خور له مړینې وروسته ورته پاتې شوې ده.

مرجه د نایجېریا شمالي ښار کټسینه ته څېرمه په یوه لرې پرته سیمه کې اوسېږي. اوه میاشتنۍ خورځه او خپله لور یې دواړه له کړاو او لوږې سره مخ دي.

مرجه وايي چې خپله بچۍ یې هڅه کوي خاپوړې وکړي خو د لوږې له کبله سېک نه لري.

Ummi and her aunt Murja and cousin
د عکس تشریح، مرجه له خپلې لور او خورځې سره

دا کورنۍ له شګو او خټو جوړو کوټنیو کې اوسېږي، برېښنا نه لري او ډېرې ګرمې دي.

مرجه په ټوله ورځ کې یوازې په یو وخت ډوډۍ باندې ګوزاره کوي چې دې یې شیدې وچې کړې دي.

دا وايي، "دا مې ځوروي چې نور ماشومان روغ رمټ او هډور دي خو زما خورځه اومي تر ورځ بلې ته کوچنۍ کېږي او ویلې کېږي."

د فصل راټولولو موسم هم سږ کال ځنډېدلی چې دې خوړو ته لاس‌رسی لا پسې سخت کړی دی.

سخته خوارځواکي

Murja and her two daughters
د عکس تشریح، له کلونو راهیسې روان تاوتریخوالی او جګړه د دې خوارځواکۍ او کړاو بنسټيز لاملونه دي

د شمالي نایجېریا په شپږو ایالتونو کې سخته خوارځواکي خپره شوې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، دغلته تر پنځه کلنۍ کم عمره ۴.۴ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ او نږدې ۶۰۰ زره میندواره ښځې د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

دا وضعیت لا په خرابېدو دی او دغه سازمان وايي چې د تېر کال پرتله له سختې خواځواکۍ سره د مخ ماشومانو شمېر سږ دوه برابره شوی دی.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان د روغتیا برخې مدیره 'کاترین ون اورلوپ' وايي، "دا د ماشومانو پر ودې او د ادراک پر ځواک ناوړه اغېز کولای شي."

اغلې اورلوپ زیاتوي، "دوی ښايي خپل اصلي اندازه قد یا ونه ونه شي‌ کړای او ماغزه یې هم شاید بشپړه وده ونه کړي. پر درسونو تمرکز کولو کې به له ستونزو سره مخ کېږي. همدا ماشومان د نایجېریا راتلونکی دی."

د نایجېریا په شمال کې له کلونو راهیسې روان تاوتریخوالی او جګړه د دې خوارځواکۍ او کړاو بنسټيز لاملونه دي چې دا سیمه یې له دغه حالت سره مخامخ کړې ده.

د دغه ناورین نور لاملونه څه دي؟

Murja's daughters

نایجېریا په ملي کچه د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخامخ ده.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر او دسمبر تر منځ ټولټال ۲۵ میلیونه خلک د خوړو له شدید کمي سره لاس او ګریوان وو. د خوړو نړیوال پروګرام د شمېرو له مخې، دا شمېر به د ۲۰۲۴ کال له جون تر اګست میاشتې پورې تر ۳۲ میلیون وګړو لوړ شي.

خو د دې هر څه تر ټولو ډېر او ناوړه اغېز د نایجېریا پر شمالي برخه دی او لوی لامل یې هلته روان اوږدمهاله تاوتریخوالی او جګړه ده.

له یوې لسيزې راهیسې د نایجېریا شمال ختيځه سیمه د بوکو حرام ډلې مرکز و. هغه وسله‌واله اسلام‌پاله ډله چې تر یوې اندازې له داعش یا اسلامي‌دولت نومې ډلې سره ملګرې ده.

دې ډلې په زرګونه عام خلک وژلي او تښتولي دي او په میلیونونو نور یې د نایجېریا ګاونډ نایجر، چاډ، نایجر، کامرون او نورو سیمو ته کډه کولو ته اړ کړي‌ دي.

Mr Abubakar has 23 kids and three wives to support
د عکس تشریح، ابوبکر یو وخت شتمن بزګر و، ۲۳ اولادونه لري او درې ښځې. خو جګړې د ده غوندې بزګران او مالداران هم سخت ځپلي او د پولۍ ټک ته کېنولي دي.

په داسې حال کې چې د نایجېریا امنیتي ځواکونه د بوکو حرام پر ځپلو لګیا دي، هلته د بزګرانو او د مالدارانو یا څاروي لرونکو خلکو تر منځ هم له لسيزو راهیسې تاوتریخوالی روان دی چې لوټ او تالان، د څارویو او فصل غلا په څېر له قانونه سرغړونو ته یې لار برابره کړې ده.

په تېرو اتو کلونو کې لسګونه وسله والې جنايي ډلې رامنځ‌ته شوې دي چې خلک تښتوي او د خوشي کولو لپاره یې له کورنیو پیسې غواړي. په دې ترڅ کې لسګونه کسان وژل شوي، جنسي تېری پرې شوی او یا معلول شوي‌ دي.

دې تاوتریخوالي هم سلګونه زره خلک د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ کړي چې تر ډېره د بزګرانو او یا د مالدارانو کورنۍ دي.

اقلیمي بدلون بله ستونزه ده چې له زیاتېدونکې تودوخې سره یې د فصلونو کښت، وده او کیفیت یا څرنګوالی ځپلی دی.

هیلې شته؟

د نایجېریا پوځ وايي چې د وسله‌والو ډلو د ځپلو پر ضد یې عملیات پيل کړي دي.

د ابراهیم علي بکر په نوم یو ډلګۍ مشر وايي، "موږ د خپلو بزګرانو د خوندي کولو لپاره د غلو او وسله والو ډلو پر ضد د ملي مبارزې یوه تګلاره جوړه کړې چې بزګران او مالداران بېرته خپلو ځمکو ته راوګرځي. له دې سره به د خوړو د کمښت ستونزه تر یوه بریده هواره شي."

خو د اومي په څېر هغه ماشومان چې له دې وضعیته کړېږي، ښايي دا بدلون ژر ونه ویني.

مرجه وايي، ځان ډېر یوازې، بې کسه او له هر چا هېر احساسوي.

هغه زیاتوي، "زما یوازنی ارمان دا دی چې دا دواړه نجونې روغې رمټې راسترې شي او په ژوند کې یې بریالیتوبونه په نصیب شي."