د فرانسې ټاکنې؛ د ښي اړخو د هيلو برعکس اټکلونه کيڼ اړخې ټلواله "مخکښه" ګڼي
د فرانسې د پارلماني ټاکنو په دویم پړاو کې رایه اچونه پای ته رسېدلې او د رای ورکوونکو نظر پوښتنې ښيي چې د وړاندوینو برعکس د ملي شورا ښي اړخي ګوند تر ټولو ډېرې رایې نه دي ترلاسه کړي او کیڼ اړخې ټلوالې پارلمان کې د ۱۷۵ او ۲۱۵ ترمنځ څوکۍ ګټلی شي.
په دې پړاو کې د پارلمان شاوخوا ۸۵ سلنه څوکۍ ټاکل کېږي. په یادو ټاکنو کې ګډون په تېرو ۴۰ کلونو کې تر ټولو ډېر و.
دغه بهیر ځايي وخت د سهار په اته بجو پيل شوی او ۱۲ ساعته یز دوام وکړ.
د رای ورکوونکو د لومړنیو اټکلونو او نظرپوښتنو له خپرېدو سره سم، د فرانسې په زرګونو خلک چې د ملتپالو مخالف دي، سړکونو ته راووتل او د بریا ورځ یې مخکې له مخکې ولمانځله.
د فرانسې د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې چې شاوخوا یوه اونۍ مخکې ترسره شو د ښي اړخو ملي ټولنې ګوند تر ۳۳ سلنې ډېرې رایې ګټلې وې.
دا لومړی ځل دی چې د کډوالو ضد د دوو ګوندونو ائتلاف د حکومتولۍ چانس پیدا کوي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
په لومړي پړوا ټاکنو کې د ښي اړخي ګوند کاندیدانو نسبي بریا ترلاسه کولو وروسته، ددغه هېواد برحاله ولسمشر ایمانویل مکرون منځلاری ګوند او کیڼ اړخي هڅه کوي چې په دویم پړاو ټاکنو کې يې د ګټلو مخه ونیسي.
یو شمېر رایه ورکوونکي د ښي اړخ تندلاري ګوند بریالي کېدو ته اندېښمن دي.
د الکیسن او کلاوډین په نوم رایه اچوونکي وایي:
"زه اندېښمن یم ځکه چې زه د یهودي فعالانو لمسی یم او زه نه غواړم چې ملي لاریون واک ته راشي. شاوخوا لس کاله مخکې ما خپل زوی ته وویل که ښي اړخی ګوند واک ترلاسه کړي زه به فرانسه پرېږدم. مګر له بده مرغه دا مهال هېڅ ځای ښه نه دی. امریکا کې ټرمپ دی، روسیه کې پوتین دی.
اروپا کې هرځای تندلاري په راپورته کېدو دي. په نړۍ کې ډېر داسې ځایونه نشته چې موږ په ازاد ډول فکر وکړو او ګډ ژوند وکړو."
خو یو بل رایه اچوونکی جین چارلېس بیا دغه وضعیت د بدلون لپاره فرصت بولي:
"زه فکر کوم چې دا ډیموکراسي ده. موږ په ډیموکراسۍ کې دومره خوښ یوو چې خلکو ته غږ ورکړو. که رایه ورکوونکي ښي اړخي ټاکي یا کیڼ اړخي، نو هغوی ته باید درناوی وشي. ولسمشر د افراطیت زیاتوالی ولید او پریکړه یې وکړه چې خلکو ته د خبرو فرصت ورکړي، زه فکر کوم چې دا یو فرصت دی."

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې چې فرانسه کې ټاکنو ته درې کاله وخت پاتې وو، خو ددغه هېواد ولسمشر ایمانویل مکرون د اروپايي پارلمان د ټاکنو د پایلو په غبرګون کې ټاکنې له وخت نه مخکې اعلان کړې.
د نوموړي دغه اقدام خلک حیران کړل او حتی د هغه په ګوند کې یې ډېری په غوسه کړل، خو هغه په دې سره د خلکو لپاره د "روښانه شېبې" په توګه دفاع وکړه چې پریېړه وکړي څوک غواړي هېواد اداره کړي.
دا ټاکنې داسې مهال کیږي چې ټاکل شوې ۱۹ ورځې وروسته د جولای په ۲۶مه پاریس کې د اولمپیک سیالۍ وشي. له وړاندې هلته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د سیاسي ناندریو د مخنیوي لپاره دېرش زره نور پولیس ځای پرځای شوي دي.












