د ځمکې پر نړیواله ورځ له نړیوالو د طالبانو غوښتنه

د عکس سرچینه، Getty Images
سږ کال د اپرېل ۲۲مه چې د ۱۴۰۳ کال د غويي میاشتې له دویمې سره سمون لري، د ځمکې نړیواله ورځ ده.
سږ کال دا ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې نړۍ له هر بل وخت اوس له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ ده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دې ورځې په مناسبت ویلي، چې ټول افغانان باید د ځمکې او چاپېریال ساتنې په برخه کې خپل دیني او ملي مسؤلیتونه ادا کړي.
د طالبانو حکومت کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د اقلیمي بدلون له کبله له سخت زیانمن شوي افغانستان سره خپل مالي ملاتړ درېغ نه کړي.
د اوبـو، هـوا او خـاورې ککـړتیـا، دوامـداره وچـکالـي، د ګلخـانـهیي ګازونو زیاتیدل، د ځنګلونو وهل او له منځه وړل او نورې ډیرې چـاپېـریالـي ستـونـزې هغه ننګونې دي، چې ځمکې ته سخت زیان اړوي.
دا ورځ هر کال د نړۍ څه باندې ۱۹۳ هېوادونو کې د ځمکې او طبیعي زېرمو او سرچینو د خوندیتابه پخاطر د خلکو د عامه پوهاوي د چې لوړولو په هدف لمانځل کېږي
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Instagram پای
لومړی ځل دا ورځ په ۱۹۶۹ کال کې د مک مونل په نوم یوه تن د چاپېریال ساتنې په اړه د یونیسکو په یوه غونډه کې وړاندیز کړه چې برخهوالو تایید کړه.
دا ورځ لومړی ځل د ۱۹۷۰ کال د مارچ پر ۲۱مه ولمانځل شوه، چې دغه ورځ د ځمکې په شمالي نیمه برخه کې د اوړي لومړۍ ورځ ګڼل کېږي.
امریکا، چین او ۱۲۰ نورو هېوادونو په ۲۰۱۶ کال کې پاریس کې د ځمکې د ورځې تاریخي هوکړه لاسلیک کړه، چې هدف یې د اقلیم ساتنې ژمنتیا ښودل وو.
ګڼ ملتونه د ځمکې اونۍ فعالیتونه هم لري، چې یوه بشپړه اونۍ د چاپېریال پر هغو اړوندو مسلو تمرکز کوي چې نړۍ ورسره لاس او ګرېوان ده.
د ۲۰۲۴ کال د ځمکې ورځ په څه تمرکز کوي؟

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د ۲۰۲۴ موضوع "ځمکه د پلاسټیک پر وړاندې" موخه دا ده چې د انسان او د ځمکې سیارې روغتیا ته د پلاستیک ککړتیا د زیانونو په اړه پوهاوی لوړ کړي.
د ځمکې د ورځې تېرو فعالیتونو د چاپېریال مسلې پوښلې دي، د اقلیم بدلون او له پاکې انرژۍ د ژوندیو کائناتو له ساتنې او د ونو د کېنولو تر ګټو پورې.
سږکال په پلاستیک تمرکز د ملګرو ملتونو د تاریخي تړون له تصویب څخه مخکې راځي چې پلاستیکي ککړتیا پای ته رسوي، تمه کېږي چې د ۲۰۲۴ تر پایه موافقه وشي.
د بریتانیا په ګډون له ۵۰ ډېرو هېوادونو تر ۲۰۴۰ کال پورې د پلاستیکي ککړتیا د ختمولو غوښتنه کړې ده.
خو د ځمکې د ورځې تنظیموونکي غواړي نور هم پرمخ لاړ شي، تر ۲۰۲۴ پورې د ټولو پلاستیکي تولیداتو کې ۶۰ سلنه کمولو غوښتنه کوي.
تنظیموونکو وړاندیز کړی چې خلک په رضاکارانه ډول د پاکولو په مراسمو او فعالیتونو کې ګډون وکړي یا د پلاستیکي ککړتیا له امله رامنځ ته شويو زیانونو په اړه نور معلومات ترلاسه کړي.
سانتا باربارا کانال کې د نفتو الوتل

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۱۹۶۹ کال د جنورۍ پر ۲۸مه، په ناڅاپي ډول د امریکا کلیفورنیا ایالت سانتاباربارا ساحل ته څېرمه څه باندې درې میلیونه ګیلنه نفت هوا ته خوشي شول چې له ۱۰۰۰۰ ډېر سمندري مرغان، ډولفین او نور ژوي یې ووژل.
له دې پېښې وروسته فعالیانو د چاپېریال د تنظیم او پوهاوي چارې پیل کړې.
په ۱۹۷۰ کال د ځمکې ورځ لومړی ځل د امریکا په شاوخوا دوو زرو پوهنځیو او پوهنتونونو او نژدې لس زره لومړنیو او ثانوي ښوونځیو کې ولمانځل شوه.
دوی ۲۰ میلیونه امریکايان د اوړي د لمر وړانګو ته د چاپېریالي سمون د سولهییز تظاهر ښودلو پخاطر راویستل.











