د بښنې نړیوال سازمان: د نړۍ له هرو څلورو اعدامونو درې یې په ایران کې کېږې

د عکس سرچینه، AFP
د بښنې نړیوال سازمان وايي، په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ په کچه د اعدامونو ثبت شوې شمېره د اتو کلونو پرتله تر ټولو لوړه وه، ځکه د منځني ختیځ ځینو هېوادونو په چټکۍ سره د اعدام سزا کارولې ده.
دغه بنسټ په خپل کلني راپور کې وايي، په ۱۶ هېوادونو کې ټولټال ۱۱۵۳ کسان اعدام شوي، چې د ۲۰۲۲ کال پرتله په ۲۰۲۳ کې ۳۰ سلنه ډېروالی ښيي.
یوازې ایران د دغو اعدامونو ۷۴ سلنه ترسره کړي دي. د مخدره توکو د جرمونو لپاره یې د اعدام سزا ډېره کړې، په داسې حال کې چې سعودي عرب ۱۵ سلنه اعدامونه پلي کړي دي.
په دې شمېرو کې چین شامل نه دی، چې اټکل دی هر کال زرګونه کسان اعداموي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي: "د دولتي محرمیت له امله، د دوی په معلوماتو کې هغه زرګونه کسان شامل نه دي چې ګومان کېږي په چین کې اعدام شوي، چې د نړۍ مخکښ اعدام کونکی هېواد پاتې شوی دی."
"په ورته ډول، د بښنې نړیوال سازمان ونه توانېد له شمالي کوریا او ویتنام څخه هم شمېرې تر لاسه کړي او دا هغه هېوادونه دي، چې باور کېږي په پراخه کچه اعدامونه پکې اجرا کېږي."

دا له ۲۰۱۵ کال راهیسې د بښنې نړیوال سازمان لخوا ثبت شوې ترټولو لوړې کلنۍ شمېرې دي. په هغه کال کې ۱۶۴۳ تنه اعدام شوي وو.
دغه سازمان وايي، ایران تېر کال لږ تر لږه ۸۵۳ کسان اعدام کړي دي، دا شمېرې په ۲۰۲۲ کال کې ۵۷۶ او په ۲۰۲۱ کال کې ۳۱۴ تنه وو. د ۲۰۲۳ کال له نیمايي ډېر اعدامونه د نشه يي توکو اړوند جرمونو سره په تړاو کې بلل شوي دي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، په ټوله نړۍ کې د اعدامونو له زیاتوالي سره سره، د هغو هېوادونو شمېر چې اعدامونه پکې پلي کېدل، تر دې دمه تر ټولو ټیټ دی. په بیلاروس، جاپان، میانمار یا جنوبي سوډان کې د اعدام سزا هېڅ نه ده ثبت شوې. په ۲۰۲۲ کال کې په دغو هېوادونو کې دا سزا پلې شوې وه.
د بښنې نړیوال سازمان عمومي منشي اګنیس کالمارډ په وینا: "د ثبت شویو اعدامونو لوی زیاتوالی په اصل کې په ایران کې و."
"ایراني چارواکو د انساني ژوند په اړه بشپړه بې غوري ښوولې او د مخدره توکو اړوند جرمونو لپاره یې اعدامونه ګړندي کړي، چې د ایران پر خورا وروسته پاته او بې وزله ټولنو د اعدام د سزا تبعیضي اغېزې نورې هم روښانه کوي."
بل پلو، پاکستان تېر کال د مخدره توکو د جرمونو لپاره د مرګ سزا لغوه کړه، په داسې حال کې چې په مالیزیا کې بیا د اعدام جبري سزا لغوه شوې ده.
په یوه بل اسیایي هېواد شري لنکا کې چارواکو تائید کړه چې ولسمشر د اعدام د حکمونو د لاسلیک کولو اراده نه لري او دا اندېښنې یې له منځه وړي چې ښايي د خلکو د وژلو لړۍ بیا پیل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بښنې نړیوال سازمان د امریکا متحده ایالاتو په تړاو هم شمېرې روښانه کړې دي. امریکا یوازينی لویدیځ پرمختللی هېواد دی چې د اعدام سزا لا هم د قانون په کتاب کې موجوده ده.
په امریکا کې تېر کال د اعدامونو شمېر۲۴ ته لوړی شوی، دا شمېره په ۰۲۲ کال کې ۱۸ وه.
په ایډاهو او ټینیسي کې په ډزو د اعدام سزا وړاندیز وشو، پداسې حال کې چې د مونټانا ایالتي اسمبلۍ د وژونکو موادو کارول په پام کې نیولي.
په سویلي کارولینا کې، د هغو کسانو یا ادارو د هویت پټولو لپاره نوی قانون لاسلیک شو چې د اعدامونو ترسره کولو کې ښکېل دي.
د دې کال په پیل کې، د الاباما ایالت خپل لومړی اعدام د نایتروجن ګازو په کارولو سره ترسره کړ، دا هغه طریقه ده چې د بښنې سازمان له خوا د "ظالمانه" او "نه ازمویل شوې" بڼې په توګه تشریح شوې ده.











