د پاکستان لاهور د نړۍ لومړی نمبر ککړ ښار؛ له خلکو د ماسک تړلو او له کوره د نه وتلو غوښتنه شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
په لاهور او شاوخوا سیمو کې د سختې ککړې هوا او دود له کبله د خلکو ورځنۍ ژوند ګډوډ شوی.
د پنجاب په مرکز لاهور او د دې ایالات په څو نورو ښارونو کې له نږدې دوه اونیو راهیسې هوا ورځ تر بلې ککړه کېږي، آن تر دې چې نن (یکشنبه) لاهور د نړۍ تر ټولو د ډېرې ککړې هوا لرونکو ښارونو لومړی ځای ونیو.
په لاهور کې تر څو پرلپسې د کمسارې بدې هوا له کبله حکومت اړ شوی ځينې بې ساري ګامونه واخلي خو لا یې هم د هوا په ښه کېدو څه اغېز نه دی کړی.
ځايي حکومت وخت نا وخته د ښونځيو رخصتولو او همدا رنګه د دوکانونو د وختي بندولو یا ناوخته پرنېستلو لارې چارې هم عملي کړي خو هوا په چټکۍ سره خړه پړه او ککړه شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان په لویو ښارونو په ځانګړي ډول لاهور کې هر ژمۍ هوا ککړه کیږي خو سږ کال څه بې وخته او د څه ډېر وخت لپاره خرابه شوې چې د حکومت تر څنګ یې عام ولس اندیښمن کړی.
د نړۍ د هوا پېژندنې او معیار ټاکلو نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې د لاهور د هوا کیفیت نن ۲۴۸ درجې دی چې په دې اندازه ککړه هوا بل ځای نه ده ثبت شوې.
په پنجاب کې د ډاکټرانو په حواله، د ککړې هوا او لوګیو له کبله زکام، تبې، د مرۍ درد او نورې ناروغۍ هم ډېرې شوي دي.
له لاهور وروسته د هندي پلازمینې نوي ډهلي هوا ککړه یاده شوې.
په درېیم نمبر کې د پاکستان د کراچۍ او د هند د کلکتې سوداګریز ښارونه راغلي چې هوا یې ککړه او له روغتیايي پلوه زیانمنونکې ده.
د لاهور په ځانګړو ځایونو کې د مصنوعي باران هڅې

د عکس سرچینه، Getty Images
د پنجاب د اطلاعاتو وزیر د لوګیو د کنټرول په موخه د مصنوعي باران له هڅو خبر ورکړی.
وزیر عامر میر ویلي، په ځینو ځانګړو سیمو د مصنوعي باران ورېدو لپاره یې له چینه مرسته غوښتې.
د ده په وینا د ټېکنالوژۍ په مرسته په دا ډول باران ډېر لګښت نه راځي.
د پنجاب د اطلاعاتو د وزیر عامر میر په حواله، د داسې باران لپاره د باد او وریځو شتون اړین دی او وضعیت او شرایطو ته په کتو دوی د مصنوعي باران د جوړیدو اټکل کولی شي.











