د پیسو نړیوال صندوق: سږ کال به بریتانیا بدترین اقتصاد ولري

د عکس سرچینه، Getty Images
د پیسو نړیوال صندوق وړاندوېینه کړې چې په روان میلادي کال کې به د بریتانیا اقتصادي وده د نړۍ له ټولو لویو اقتصادونو بدتره وي.
ددغه نړیوال بنسټ د اټکل له مخې، د بریتانیا اقتصادي وضعیت به د جي ۲۰ ډلې د ټولو ۱۹ غړو پرتله ډېر ناوړه وي. په دې معنا چې د بریتانیا د اقتصادي ودې کچ به تر روسیې چې د لوېدیځ له سختو بندیزونو سره مخامخ ده، هم کم وي.
د پیسو نړیوال صندوق وايي، د بریتانیا اقتصاد به په ۲۰۲۳ کال کې نژدې په سلو کې نژدې صفر اعشاریه ۳ سلنه کوچنی شي او راتلونکی کال به هم یو سلنه وده وکړي.
د پیسو نړیوال صندوق همدا شان وايي، د پیسو نړیوال سیستم به له سختیو سره مخامخ شي.
دا تورې وړاندوېینې داسې مهال شوې دی چې تېره میاشت دوه امریکایي بانکونه له سقوط سره مخامخ شول.
د پیسو نړیوال صندوق وړاندې اټکل کړی و چې بریتانیا به د اقتصادي رکود په لرلو سره په روان میلادي کال کې د اوو هېوادونو د نوملړ وروستۍ برخه کې راشي.

د عکس سرچینه، Getty Images
جي اوه د نړۍ له اوو سترو اقتصادونو جوړه ډله ده چې تر ډېره پر نړیوالې سوداګرۍ او نړیوال مالي سیستم واک لري.
بریتانیا په ۲۰۲۲ کال کې د کورونا وبا له پېر وروسته د اقتصادي ودې په ورو ورو سمېدو کې ددغې ډلې په سر کې راغله.
وړاندې د انګلستان بانک مشر اندرو بیلي ویلي وو، اوس هیله په ډېرېدو ده چې ددغه هېواد اقتصاد به فوري رکود ته نه رسېږي.
په بریتانیا کې د انرژۍ او د خوراکي توکو بیو لوړېدل ددې لامل شوي چې دا هېواد په تېرو ۴۰ کلونو کې د تورم بې سابقې کچې ته ورسېږي.










