څنګه یوې پنځه اویا کلنې ښځې په فورټ نایټ ګېم کې نړیوال شهرت پیدا کړ؟

وفرت نایټ لوبه

یوې سکاټلنډۍ ۷۵ کلنه ښځې د فورټ نایټ لوبه کې له یوه مشهور لوبغاړي سره تر لوبې وروسته په نړیواله کچه شهرت موندلی دی.

کېټ بوای، چې په ګېمونو کې د ګرامیګران ۱۹۸۴ په نوم یادېږي، له هغه وخته چې لمسي یې دا لوبه ورښودلې، په دې ګېم کې بوخت وي.

هغه په ورځ کې شپږ ساعته ګېم کوي، د لوبې یا ګېم کولو پر مهال د هغې مهارتونه او تبصرې د مشهور امریکایی یوټیوبر سایفر پي کې د پام وړ ګرځېدلي.

د دوی لومړۍ "دوه کسیزې" لوبې تر نیم میلیون ډېر لیدونکي درلودل.

دا انا اوس د نړۍ له ګوټ ګوټه د زرګونو مینه والو لښکر لري.

دغه سکاټلنډۍ مېرمن وايي، "کله چې ما لومړی ځل خپل لمسي ته وویل، غواړم خپله لوبه په ژوندۍ بڼه وکړم، هغه حیران شو."

"هغه راته وویل، ته یې نه شې کولای، هېڅوک به ستا لوبه ونه ګوري، ته به هېڅ ملاتړي پیدا نه کړې. خو ښکاره ده چې هغه اوس د ویلو لپاره څه نه لري."

اغلې کېټ په لومړي ځل په ۲۰۱۷ کال کې، کله یې چې ۱۷ کلن لمسي یې د فورټ نایټ لوبه کوله، له دغې لوبې سره بلده شوه.

دا لوبه اوس په نړۍ کې له ۴۰۰ میلیون زیاتو لوبغاړو سره په نړۍ کې یو له خورا مشهور ویډیويي لوبو بلل کېږي. په دې لوبه کې، تر ۱۰۰ لوبغاړي کولای شي له یو بل سره مخامخ لوبه وکړي، تر هغه چې په پای کې یې یو تن پاتې شي.

کېټ بي بي سي ته وویل: "کله چې د خپل لمسي کوټې ته ورغلم، هغه څه چې ما د هغه د کمپیوټر پر سکرین ولیدل، حیرانه یې کړم. کیسه له همدې ځایه پیل شوه."

فورټ نایټ ګېم

د عکس سرچینه، EPIC

هغې وړاندې تر دې چې له یوې ډلې سره په ژوندۍ بڼه لوبه وکړي، درې کاله یې یوازې لوبه کوله.

هغه د ځوانو لوبغاړو لخوا کارول شوي ځینې "بې ځایه او نا سم" ټکي او اصطلاحات نه خوښوي، ځکه یې د ځینو لوړ عمر لرونکو لوبغاړو ټیم جوړ کړ.

کېټ وايي: "موږ د وژنې کلمه نه کاروو، موږ د دې پرځای لېرې کول کاروو." هېڅ وینه تویول نشته او تاسو به په دې لوبه کې د ځمکې پر سر په وینو ککړ خلک ونه ګورئ. لوبه خوندوره ده او زه یې خوښوم. "کله چې ما په ژوندۍ بڼه لوبه پیل کړه، ما غوښتل. یو ملګری ولرم، خو هېڅوک نه وو، چې زه لوبه ورسره وکړم."

"کله چې ما له خلکو سره لوبه کوله، زما هغه خبرې نه خوښېدې چې دوی کولې، ځکه دوی نامناسبې کلمې کارولې. له همدې امله ما پرېکړه وکړه، که زه په ژوندۍ بڼه لوبه کوم، هغه خلک خپله غوره کړم چې زه ورسره لوبېږم. هېڅ اټکل مې نه کاوه چې کار به تر دې ځایه راورسېږي."

کله چې د دغې انا لوبه، مشهور یوټیوبر او د دې لوبې لوبغاړي سایفر پي کې ولیدله، هر څه بدل او ښه شول.

فورټ نایټ ګېم

د عکس سرچینه، CATH BOWIE

دواړه په ګېم کې ملګري شول، تر هغه چې کېټ ورته د سکاټلنډ د ماشومانو مشهوره او دودیزه سندره زمزمه کړه.

کېټ وايي: "هغه زما لوبه ولیدله او فکر یې کاوه، که یو ځای لوبه وکړو، په زړه پورې به وي. ځکه دا به د لوړ عمر خلک د لوبې کولو په اړه فکر کولو ته راکاږي. نوموړې زیاتوي، "له همدې امله هغه یو ځل زما ژوندۍ خپرونې ته راغی او له ما یې وغوښتل چې لوبه ورسره وکړم."

"ما مثبت ځواب ورکړ او زما یو ملګری له امریکا څخه هم راګډ شو، چې توازن برابر شي. موږ له هغه سره درې پړاوه لوبه وکړه، چې بې سارې او عالي وه."