د منځني ختیځ کړکېچ او ترکیې ته د ایراني ولسمشر سفر

د عکس سرچینه، JAMARAN
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي نن چهارشنبه داسې مهال د ترکیې پلازمینې انکرې ته ورسېد چې له وړاندې یې دوه ځله دغه رسمي سفر ځنډېدلی و.
ښاغلي رئیسي د خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان په بلنه ترکیې ته سفر کوي او ټاکل شوې له ترکیي چارواکو سره له ليدنو وروسته دواړه ولسمشران ګډې خبرې ناستې ته خبرې وکړي.
ایراني ولسمشر ترکیې ته له روانېدو مخکې خبریالانو سره خبرو پر مهال د خپل سفر مهم موضوعات او موخې په ډاګه کړې.
نوموړي له ترکیې سره د سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتول او د فلسطین په اړه د دوړو هېوادونو په ګډ دریځ ټینګار وکړ.
له دې وړاندې د ترکیې ولسمشر اسرائیل په غزه کې په " نسل وژنې" تورن کړي.
د ایران ولسمشر هم د خپل مذهبي مشر څرګندونو ته په اشارې وویل چې د دې سفر یوه مهمه موضوع " د اسرائیلو د مهمهو رګونو" پرې کول یاد کړي وو.

د عکس سرچینه، IRNA
ترکیې ته د ایراني ولسمشر سفر لومړی هغه مهال وځنډول شو چې د هغه هېواد په کرمان کې مرګونې چاودنې وشوې.
له هغې وروسته بیا د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان بیا اعلان وکړ چې په "غزه کې د روان وضعیت او اوربند په تړاو د امنیتي شورا د ناستې له امله د ولسمشر رئیسي سفر وځنډیډ."
دا د ابراهیم رئیسي او رجب طیب اردوغان دویم ځل لیدنه ده چې له تېر کال را پدېخوا ترسره کېږي.
ایراني ولسمشر ترکیه خپل مهم شریک او یو "مسلمان او ښه ګاونډی" هېواد بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ځینو راپوټونو پر بنسټ ترکیه په مختلفو برخو کې لاهم د ایران له سرسخت سیال اسرائیلو سره اړیکي پالي او ویل کیږي چې په تېره ډيسمبر میاشت کې اسرائیلو ته د ترکیې په صاداراتو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی.
همدا رنګه ایران داسې مهال ترکیه خپل نږدې ملګري هېواد بولي، چې په ورستیو کلونو کې د ارمېنیا او اذربایجان شخړو په ګډون په ځينو مسایلو د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافونه هم رابرسېره شوې دي.











