د پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي له حکومت سره یې د ټاکنو اړوند خبرې بې پایلې ختمې شوې

پاکستان

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند او حکومت تر منځ د ټاکنو د څرنګوالي پر سر د درېیم پړاو خبرې هم بې پایلې پای ته رسیدلې.

د تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي د خپل ګوند له نورو مهمو مشرانو سره د د غو خبرو له پای ته رسیدو وروسته خبري غونډې ته وویل "د اسمبلیو د منحلولو او په هېواد کې د ټاکنو نیټې لپاره خبرې نه دي بریالۍ شوې."

په دې خبري غونډه کې نوموړي وویل د خبرو پر مهال یې د ګوند ټينګار په دې وه چې د درېیو واړو غونډو جریان دې ولیکل شي او خلاصه دې یې سترې محکمې ته په تحریري بڼه ولېږل شي.

د نومړي په وینا محکمه له دې خبروي، چې د د دوی له ټول نرمښت سره سره په دې خبرو کې د پام وړ پایلو ته نه دي رسیدلي.

ښاغلي قریشي تور پورې کړ چې "له لومړي سره زموږ وېره دا وه چې حکومت د خبرو له لارې غواړي وخت ضایع کړي او که د حکومتي ډلې فکر همداسې وي چې اوس دی، نو نورې خبرې ورسره بې معنا دي."

تحریک انصاف ګوند ویلي له دې خبرو اترو وروسته دوی بېرته محکمې ته رجوع کوي او په وینا یي ورته وبه وايي "اوس چې څه قانون وړاندیزوي هماغه وکړئ."

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

اخوا د حکومت استازي او د پاکستان ماليي وزیر ادعا کړي چې په دې غونډه کې په ځينو خبرو سلا شوې.

اسحاق دار له درېیم پړاو خبرو وروسته په یوه جلا خبري غونډه کې ویلي "د تحریک انصاف ګوند او حکومت تر منځ یوه خبره بریالۍ وه او هغه دا چې په ټول هېواد کې دې ټاکنې په یوه ورځ او د سرپرست حکومت لخوا وشي."

خو هغه وویل په دې موافقه نده شوې چې دا چاره څنګه او کله ممکنه ده.

نوموړي وویل په دې نه دي سلا شوي چې اسمبلۍ دې منحل او د ټاکنو نیټه دې عملا وټاکل شي.

د پاکستان له بېلابېلو ګوندونو جوړ د اوسني حکومت او تحریک انصاف ګوند تر منځ د ټاکنو پر سر د درېیم پړاو دا خبرې د پارلمان په ودانۍ کې کېدې.

پاکستان

د عکس سرچینه، EPA

د اعلان له مخې د پاکستان پنجاب ایالت کې باید ټاکنې د روانې مۍ میاشتې په ۱۴مه نېټه وشي او ورپسې به خیبرپښتونخوا کې ټاکنو ته تابیا نیول کېږي.

په دغو دواړو ایالاتو کې د تحریک انصاف حکومت وه او اسمبلۍ یې وار له مخه منحل کړي خو واکمن ګوندونه او مرکزي حکومت هڅه کوي چې دا ټاکنې وځنډوي او په یوه بل مناسب وخت کې یې یوځای وکړي.

تازه د پاکستان د ټاکنو کمېسیون هم چې په پاتې لس ورځو کې ټاکنو ته یې لازم چمتوالی نه دی نیولی له سترې محکمې غوښتنه کړې چې د ټاکنو پر نېټې له سره غور وکړي.

د ټاکنو کمیسیون اونۍ وړاندې په حکومتي ځینو پڅو چارو هم سترې محکمې ته شکایت کړی و.

هغه مهال د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د دغه هېواد په ستره محکمه کې د مرکزي بانک او د پنجاب پولیسو پر وړاندې شکایت ثبت کړ.

په پام کې وه چې د پاکستان مرکزي بانک په پنجاب کې د ټاکنو لپاره ۲۱ میلیارده روپۍ د ټاکنو کمیسیون په واک کې ورکړي خو کمیسیون ادعا کړي وه چې دا اندازه پیسې نه دي ورکړل شوې.

د ټاکنو کمیسیون په ورته مهال د پنجاب له پولیسو هم سترې محکمې ته شکایت کړی و او په وینا یي "په پنجاب کې د ټاکنو لپاره د پنجاب پولیسو دوی ته هیڅ امنیتي پلان نه دی ورکړی."

د پاکستان د سترې محکمې مشر د پنجاب پولیسو مشر ته په یوه حکم کې ویلي وه چې "د اپرېل تر لسمې نیټې پورې د ټاکنو له کمیسیون سره د ټاکنو امنیتي پلان شریک کړي."