ټيټيپي لخوا د نوو اداري او عملیاتي تشکیلاتو اعلان پاکستان کې د جګړې سختېدو اندېښنې پیدا کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) له خوا ۲۰۲۶م کال لپاره د خپلو نوو اداري او عملیاتي تشکیلاتو اعلان په پښتونخوا او پاکستان کې اندېښنې او غبرګونونه راپارولي دي.
د پاکستاني طالبانو تحریک په عملیاتي او اداري جوړښت کې بدلونونه د ډسمبر ۲۴مه د دې ډلې د مشرتابه یا رهبري شورا له کلنۍ غونډې وروسته اعلان شوي.
د ټيټيپي نوو تشکیلاتو کې یوه پام وړ موضوع د هوايي ځواک څانګې د رامنځ ته کېدو اعلان دی او دې دا اندېښنې پیدا کړې چې په دې توګه به د دغې ډلې لخوا بریدونه او په هغو کې د کوچنیو ډرونونو کارېدل لا ډېر شي.
د پاکستاني طالبانو تحریک مولوي سلیم حقاني د دې څانګې مشر ټاکلی دی.
د یادونې ده چې ټيټيپي لا دمخه هم د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې بریدونو لپاره کوچني ډرونونه یا کواډکوپټر کارولي.
د پاکستاني چارواکي په وینا، ۲۰۲۵ کال چې اوس یې پای ته یوازې څو ورځې پاتې دي، د ټيټيپي لخوا د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو ولسوالیو او پخوانیو قبایلي سیمو کې له پنځوسو ډېر داسې بریدونه شوي چې کوچني ډرونونه پکې کارېدلي دي.
دغو بریدونه مرګژوبله هم اړولې، خو دقیق ارقام یې نه دي شریک شوي.
د شنونکو په وینا، په بریدونو کې د کواډکوپټر کارول ځکه سرخوږی دی، چې په اسانه او ارزانه ترلاسه کېدای شي خو مخنیوي یې ګران پرېوځي.
وسلهوال دغو کوچنیو ډرونونو کې بمونه او یا په لاس جوړ شوي چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کوي او لکه څنګه چې پر ټولنیزو رسنیو ځینو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، دغه توکي وروسته له لېرې واټنه د ریموټ په وسیله پر ټاکل شویو اهدافو غورځوي.

هممهاله د پاکستان امنیتي ځواکونو لخوا هم وخت ناخت د پښتونخوا په ځینو سیمو کې د کواډکوپټر په وسیله د بریدونو رپوټونه ترلاسه کېږي.
د یادونې ده چې د ټيټيپي او پاکستان امنیتي ځواکونو لخوا په جګړه کې د کوچنیو ډرونونو کارېدل عامو خلکو ته هم بېخطره نه وي.
خبریال او د چارو شنونکی مشتاق یوسفزی وایي، د کواډکوپټر بریدونو کې وخت ناوخت د ښځو او ماشومانو په ګډون عامو خلکو ته مرګژوبله اوړي او پر کورونو سربېره ځینې جوماتونه هم پکې په نښه شوي دي.
خو د نوموړي په وینا کله چې په دغو بریدونو کې ولسي خلکو ته مرګژوبله واوړي، نو بیا یې څوک مسوولیت نه اخلي، پوځ یا حکومت یې پړه پر ټيټيپي او دا ډله برعکس پر امنیتي ځواکونو اچوي.
ښاغلی یوسفزی زیاتوي، چې دا ډول بریدونو په ځانګړې توګه د خیبرپښتونخوا د سویلي ولسوالیو په خلکو کې "غم او غوسه" راپارولې او د ټانک او ډېره اسماعیل خان په څېر د ځينو سیمو اوسېدونکو یې پر خلاف احتجاجونه هم کړي دي.
د ټيټيپي نویو تشکیلاتو کې نور څه دي؟

د عکس سرچینه، SM
د پاکستاني رسنیو په وینا، دغو نویو بدلونو کې احسانالله ایپي چې د حاجي میرزاعلي خان (ایپي فقیر) کړوسی بلل شوی، د سوېلي پوځي زون مشر او هلال غازي د مرکزي پوځي زون مرستیال ټاکل شوي دي.
د احسانالله ایپي په اړه ویل کېږي چې نوموړی په ۲۰۲۲ کال کې له ټيټيپي سره یو ځای شوی دی.
همدا راز عظمتالله مسید د مولوي فقیر محمد پر ځای د سیاسي کمېسیون مشر او پخپله فقیر محمد د همدغه کمېسیون غړی ټاکل شوی دی.
د یادونې ده چې ټيټيپي تېرو کلونو کې هم په وار وار خپله جوړښتي اډانه کې بدلونونه اعلان کړي او په دې لړ کې یې ځينو سیمو لپاره پر پوځي او استخباراتي مشرانو سربېره شوراګانې، والیان او قضايي مسوولان هم ټاکلي دي.
دا ډله د مشرتابه شورا او سیاسي کمېسیون ترڅنګ مالي او تبلیغاتي چارو ته هم خپلې ځانګړې ادارې لري.
شنونکي وايي دا هر څه په دې معنا دي چې د پاکستاني طالبانو تحریک اوږدمهاله جګړې ته تابیا نیسي او د سیمو له لاندې کولو وروسته هلته د خپلو ادارو رامنځته کولو فکر لري.
د دې ډلې فعالیتونه تر ډېره په خیبرپښتونخوا او د بلوچستان پر ځينو سیمو متمرکز دي، خو په تازه تشکیلاتو کې یې کشمیر او ګلګت هم شامل شوي دي.
ښاغلی یوسفزی وایي، د پاکستاني طالبانو تحریک تېرو کلونو کې هم خپل جوړښت کې په وار وار بدلون راوستی او داسې ښکاري چې د پاکستان له حکومت سره سولې او یو جوړجاړي ته له رسېدو ناهیلي شوی، نو ځکه یې جګړه هم پراخه او سخته کړې ده.
د هغه په وینا "دا کال [۲۰۲۵] پاکستاني سکیورټي [امنیتي] ادارو لپاره ډېر خونړی کال و او ډېره مرګژوبله یې وشوله."

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان حکومت وايي، ۲۰۲۱ کال په افغانستان کې واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته په پاکستان کې د ټيټيپي بریدونه او فعالیتونه پراخ شوي او دا چې ګوندې دغه ډله په افغانستان کې خوندي مرکزونه او ملاتړي لري.
د طالبانو حکومت بیا په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک په ګډون د بهرنیو وسلهوالو د حضور ادعا ردوي او ټینګار کوي چې چا د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو خلاف وکاروي.
د پاکستان خلاف د افغان خاورې د کارېدو ادعا پر سر د کابل او اسلام اباد ترمنځ اختلافات په دې وروستیو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تر وسلهوالو نښتو ورسېدل چې دواړو خواوو ته پکې مرګژوبله هم واوښته.
پخپله ټيټيپي ادعا کوي، چې د خیبرپښتونخوا پر ځینو سیمو ولکه لري او مشران او وسلهوال یې هلته دي.











