د جنوبي کوریا پارلمان د ولسمشر د ګوښه کولو لپاره رایه ورکړه

کوریا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زرګونه اعتراض کوونکو د ښاغلي یون د استيضاح غوښتنه کوله

وروسته له هغه چې د جنوبي کوریا پارلمان د دغه هېواد د ولسمشر په استيضاح سره د هغه بې واکه کولو ته رایه ورکړه، ګوند یې ویلي چې د پارلمان پرېکړه مني او "جدي" یې ګڼي.

دا خبره د دغه هېواد د بې واکه شوي ولسمشر ګوند 'د خلکو ځواک ګوند' مشر هن دونګ‌هون کړې.

په همدې حال کې د جنوبي کوریا دولتي رسنیو ویلي چې د دغه هېواد د ولسمشر یون سوک یول دنده په رسمي ډول ځنډول شوې او هغه بې واکه شوی دی.‌

د یون سوک یول د استيضاح کولو لپاره تر رایې اچونې مخکې ښاغلي هن هڅه کړې وه چې هغه "وار له مخه استعفا" ورکولو باندې قانع کړي.

په ملي اسمبلۍ کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال د یاد ګوند مشر ویلي چې 'د خلکو ځواک ګوند' به خپلې "ناسمې کړنې سمې کړي او د اساسي قانون او ډيموکراسۍ ساتنه به وکړي."

د یون د استيضاح غوښتنه ولې وشوه؟

کوریا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یون سوک یول ۱۲ ورځې مخکې پوځي حکومت اعلان کړ خو د هغه له دې پرېکړې سره د ده د خپل ګوند په ګډون، د دغه هېواد دوو مهمو ګوندونو مخالفت وکړ.

د یادولو ده چې د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول ۱۲ ورځې مخکې پوځي حکومت یا 'مارشل لا' او د ځينو ملکي قوانینو د لغو کولو اعلان یې وکړ.

خو د هغه له دې پرېکړې سره د ده د خپل ګوند په ګډون، د دغه هېواد دوو مهمو ګوندونو مخالفت وکړ.

د پارلمان غړو سملاسي د ولسمشر د مارشل لا اعلان لغو کړ او د هغه د استيضاح کولو هڅه یې وکړه چې ناکامه شوه.

ښاغلي یون بښنه وغوښته او ویې ویل چې داسې به نه کوي.

خو دا ځل د پارلمان غړي وتوانېدل چې د رایو په اکثریت د یون سوک یول استیضاح کولو پرېکړې باندې بریالي شي.

پارلمان کې څه وشول او پخپله یون څه وايي؟

کوریا

د عکس سرچینه، BBC/RICHARD KIM

د عکس تشریح، د پارلمان ۲۰۴ غړو د ښاغلي یون د استيضاح په حق کې رایه ورکړه.

نن د جنوبي کوریا پارلمان له ۳۰۰ غړو یې ۲۰۴ رایې د ښاغلي یون د استيضاح او بې واکه کولو په حق وکارول شوې.

دا په دې معنا ده چې ښاغلی یون سم دلاسه له واکه ایسته کړل شوی او د دغه هېواد لومړی وزیر هن ډوکسو به د چارسمبالي ولسمشر په توګه دنده ترسره کوي.

یونهپ خبري اژانس ویلي چې تمه ده ښاغلی هن به نن د دغه هېواد له کابینې سره غونډه وکړي.

هغه ویلي چې حالات به قابو کړي او په وینا یې، "زه به د دولتي چارو د باثباتۍ لپاره له خپل ټول توان سره هڅه وکړم."

کوریا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جنوبي کوریا لومړی وزیر هن ډوکسو به د جنوبي کویا چارسمبالي ولسمشر په توګه دنده ترسروي.

د پارلمان تر پرېکړې وروسته ښاغلي یون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د "لنډمهال" لپاره له خپلې دندې لاس پر سر کېږي.

هغه وویل، "که څه هم د اوس لپاره زه خپل سفر ځنډوم خو د راتلونکي پر لور زما مزل به چې دا تېر دوه نیم کاله مې کړی دی، ونه درېږي."

ښاغلي‌ یون همدا راز ویلي، "زه ستاسې نیوکې منم،‌ ستایم یې، له زړه یې ملاتړ کوم او تر پایه به د خپل هېواد لپاره کار کوم."

د اعتراض کوونکو خوښي او د پرېکړې د بدلون احتمال

د ویډیو تشریح، د ښاغلي یون د استيضاح او دندې ځنډولو له اعلان سره اعتراض کوونکو خوښي څرګنده کړه او د خپلې دې "هیلې پوره کېدل یې ونمانځل."

زرګونه احتجاج کوونکو له څو ورځو راهیسې د ښاغلي یون د استيضاح غوښتنه کوله او د هغه پر ضد یې شعارونه ورکول.

نن یې هم ګڼ هغه د پارلمان ودانۍ په مخ کې ورټول او د پارلمان پرېکړې ته په تمه وو.

د ښاغلي یون د استيضاح او دندې ځنډولو له اعلان سره اعتراض کوونکو خوښي څرګنده کړه او د خپلې دې "هیلې پوره کېدل یې ونمانځل."

د جنوبي کوریا د اساسي قانون محکمه ۱۸۰ ورځې وخت لري چې د هغه د سیاسي راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

د دغه هېواد د اساسي قانون محکمه دا صلاحیت لري چې د ښاغلي یون بې واکه کول تایید کړي او یا یې بېرته خپلې څوکۍ ته ور وګرځوي.

که وروستۍ پرېکړه هم د هغه د بې واکه کولو په حق کې وشي نو بیا به تازه ټاکنې کېږي.